د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جلال اباد کې دسره رود دوسرکه د استاد يوسف ميړني په نوم ونومول شوه

سهر ځواک 22.01.2010 09:57

پرون سهار جلال اباد ښار ته څيرمه د کابل جلال اباد په لويه د سره رود په سيمه کې د دوسرکې په نامه څلورلارې چې د څه مودې راهيسې دجوړولو کار پيل شوي و د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه غونډې ته تر ۵۰۰ کسان راغلي و ، په غونډه کې په اقتصادي چاروکې د ولسمشر سلاکار او د افغان ملت ګوند مشر
ډاكترانورالحق احدي, د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبي فراهي, د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړي , د ننكرهار ولايت مرستيال محمد عالم اسحق زي او د استاد یوسف ميړني د کورنۍ ځينو غړو هم ګډون کړی.د يادولو ورده چي دغه څلور لارې مخكي د سرخرود به دوه سركه مشهوره وه چي په دې وروستيو كې په څلور لارې بدله شوه او د يوسف ميړني به نامه ونومول شوه. ديادولو وړده چې د استاد يوسف ميړني په نامه يو پښتو ويب سايټ هم په دې وروستيو کې دځينو ځوانانو په هڅو جوړ شوی چې وخت په وخت خپلو ليدونکو ته تازه خبرونه معلوماتي ليکنې ، ادبي ، او تفريحې ليکنې نشر وي
www.mirranay.com