د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ايرا ن ستر ديني مشر اية الله منتظري ومړ

نجم الله شينوارى 21.12.2009 05:54

د ايران رسمي خبري اژانس (ارنا) د خبر له مخې ديران د اسلامي انقلاب يو مخكښ او ديني مشر اية الله علي حسين منتظري د ( 87) كالو په عمر نن ديكشنبې په ورځ ومړ.


دغه خبر د منتظري يو لمسي ناصر منتظري تايد كړی هغه ويلي چې نيكه يې نن سهار په خوب ويده مړشوی. منتظري په ايران كې د شيعه مذهب د ديني عالمانو تر منځ د لوړ ځاي د درلودو سره سره د شيعه مذهب منبع ( مرجع) بلل كيده .

منتظري د ايران د اسلامي انقلاب يو تر ټولو مخكښ مشر وو اود امام خميني نه روسته د ډيرو په ګمان به د ايران د اسلامي انقلاب لارښود شوی وای خو د امام خميني د ژوند په روستيو وختونو كې د دواړو د اختلاف له امله منتظري دغه لوړ پوړي چوكۍ د لاسه وركړه .

منتظري اصلاح پلوی وو او د ايران سياسي نظام يې غنده او په ايران كې د سياسي اصلاح غوښتونكی وو .
په 1997 كال کې منتظري د ايران حكومت باندې پراخه نيوكې وکړي لکه په ايران كې په بشري حقوقو باندې تيری كول، دحكومت سياسي مخالفينو سره بد چلند او شخصي ازادۍ باندې تيرى كول. منتظرى روستي ټول ټاكني د درغليونه ډكي بللي هغه د بيا ټاكنو غوښتنه كوله همداشان يي د ټاكنو په ضد د لاريونونو تايد كاوو او د احمدى نجاد بيا ټاكل يې غندل . دغو نيوكو د ايران حكومت دې ته اړ كړ چي منتظرى ايرانيانو ته مقدس ښار قم كي په خپل كور كي نظربند كړي.

منتظري 5 كاله نظربند وو ان د ا چې د ايران په رسمي رسنيو كې د منتظري نوم سره د هغه لقب ( اية الله العظمى ) نه اخيستل كيده .