د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صومال: د مګديشو په چاودنه كې د ۳ وزيرانوپه ګډون ۱۸تنه وژل شوي

نجم الله شينوارى 03.12.2009 17:03

د صومال په پلازمينه مګديشو كې دچاودنې له امله ۱۸  تنه وژل شوي چې ۳  صومالي وزيران هم پكې وژل شوي دي.

چاودنه د مګديشو په يو هوټل كې چې د پوهنتون د فارغو محصلينو لپاره مراسم پكې نيول شوي وو شوې ده .
امنيتي چارواكي وايي چاودنه ځانمرګی بريد و چې د مراسمو تالار يې موخه و.

 په تالار كې ۵  وزيرانو شتون درلود چې د عامې روغتيا وزيره قمرعدن علي او د پوهنې او روزنې وزير احمد عبدالله او د لوړو زده كړو وزير ابراهيم حسن په دغه چاودنه كې وژل شوي دي .

په مګديشو كې د بي بي سي خبريال محمد حسن چې په تالار كې و بي بي سي ته وويل چې په تالار كې ټو ټه ټوټه تنې پرتې دي.  هغه زياته كړه په مړو كي ۲ ژونالستان هم شته دی.

د چاودنې پړه تر او سه چا په غاړه نه ده اخيستې خو د تل په څير د صومال حكومت اسلامي سخت دريزه ډلې تورنې كړي دي.

د يادونې وړ ده چې په مګديشو كې اوس هم ډيرې سيمې پوره د حكومت تر ولكې لاندې نه دي او وخت ناوخت د مګديشو په زړه كې وسلوالې نښتې كيږي.

په صومال كې دا وخت د افريقا د ټولنې سوله ساتي ځواكونه د سولې د ټينګښت لپاره په كار بوخت دي چې ځنې وخت د اسلامي وسلوالو تر بريد لاندې وي .

د يادوني وړ ده چې د صومال ولسمشر شيخ شريف دپخوانۍ سخنت دريزي ډلي( محاكم اسلامي ) مشر و چې په صومال كې يې اوس شريعت هم نافذ كړی خو بيا هم دغه ډلې د حكومت خلاف دي او وسلوال بريدونه كوي .