پاكستان لومړۍ جنګي الوتكه جوړه كړه
24.11.2009 16:21د پاكستان هوايي ځواك ته د چين په مرسته جوړه شوي پاكستانۍ لومړۍ الوتكه وسپارل شوه.
د پاكستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني هوايي ځواك ته ددغي الوتكي دسپارلو په مراسمو كې د خپلو خبرو په سر كې دچين نه د مرستې مننه وكړه او ویې ويل چين هميشه د پاكستان يو ښه ملګرې وو او وي به.
دپاكستان د رسمي سرچينو د خبر له مخي دغه الوتكه .gf>17 تندر نومول شوي او د پاكستان د هوايي ځواك د وسلو دتوليد په مركز كامره كې جوړه شوې ده.
سرچينې وايي چې دغه الوتكه دورځې او شپې او په هرموسم او حالاتو كې پرواځ كولی شي.
د پاكستان د هوايي ځواك وياند د جيو خبري تلويزيون سره په خبرو كې وويل د تندر الوتكه به د پاكستان د هوایي ځواك د پخوانيو الوتكو لكه a.fاو fg.او ميراج الوتكو ځاي ونيسي.

