د ايران پخوانی مرستيال ولسمشر په ۶ كالو بند محكوم شو
23.11.2009 07:01د ايران يوې محكمې دايران پخوانی مرستيال ولسمشر محمد علي ابطحي په شپږو كالو بند محكوم كړی. محمدعلي اصلاح پلوی مشر دی او د ايران دپخواني ولسمشر محمد خاتمي مرستيال وو چې په روستيو ټاكنو كې ولسمشرۍ ته د نوماند اصلاح پلوي مهدي كروبي ستر سلاكاروو .
د ايران حكومت وايي چې محمدعلي عام وګړي لاريونونو ته رابلل او په ايران كې د اخ اوډب پيښو ته لمن وهله. په نوموړي دا تور هم و چې ولسمشر نجاد ته یې سپك كتل او په روستيو ټاكنو باندې یې د درغليو تور لګولی و او پايلې یې نه منلې. بل تور پرې ملي يوالي ته ګواښ و .
د ايران دخبري اژانس.ارنا.د خبر له مخې محمد علي د .700زرو امريكايي ډالرو د ضمانت په بدل كې د استناف د محكمې د اخري حكم پورې خوشې شوی.
د محمد علي مدافع وكيل وايي چې دی هيله مند دی چې د استناف محكمه به د لومړۍ محكمي حكم باطل كړي.
محمد علي په ايران كې تر ټولو لوړپوړې چارواكی دی چې دروستيو ټاكنو د مخالفت په تور په بند محكوميږي.

