د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سعودي عربستان:څلور حاجيان سركوزې والګې وژلې دې

نجم الله شينوارى 22.11.2009 07:37

مصر،قاهره:

د سعودي عربستان دعامي روعتيا وزارت ويلي چى څلور حاجيان چى له بهرنه سعودى ته دحج لپاره راغلي ول د سركوزي والګې ناروغۍ وژلي دي.

وزارت وايي چې دغو څلورو حاجيانو په هغو نصيحتونو يا خبرو عمل نه دې كړي كوم چې د سعودي حكومت د حاجيانو د ساتنې لپاره اعلان كړي وي لكه د (h.1.n) ضد واكسين كول او نور...

روغتيايي چارواكي ويي چى مړه شوي ۴  تنه د بيلابيلو هيوادونو وګړې دي، لکه سودان ....المغرب...نيجيريا...هند
چي 3 يي په مدينه منوره كي مړه شوي او1تن په مكه مكرمه مړ شوی دی.

په سعودي کې د عامې روغتيا وزارت وايي چې سعودي عربستان ته په راغلو حاجيانو كي تر اوسه 20 تنه د سركوزې والګې ناروغۍ نيولي چي د 4 حالات نازك او ګړكيچن ښودل شوي دې او د نورو حالات مخ په ښه كيدو دې.

د سعودى عربستان د عامي روغتيا وزارت ويلي چي مونږ لا دمخه اعلان كړې وو چي بايد سعودې ته د راتګ نه مخكي بايد حاجيان د (h.1.n )ضد واكسين وكړي او ناروغه او حاملي ښځي او څاربه او د12 كالو نه د كم او د65 كالو نه د ډير عمر كسان بايد سكال حج ته رانه شي.

ويل كېږي چې سږكال به 3 مليونه حاجيان د حج په مراسيمو كي ګډون وكړي.

له  بلي لورې د مصر دعامي روغتيا وزارت ويلي چي نن د عباسي په عام روغتون كي 1 تن د سركوزې والګې د ناروغۍ له امله مړ شوي چي په دى سره په مصر كي د دغي ناروغۍ له امله د وژل شوو شمير 9 تنو ته رسيدلی چې په دغه شمير كي د زياتوالي امكان ډير دی.