د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسی انټی باډی چی د ناروغیو او ټپونو له امله د شدیدی خونریزې څخه مخنیوی کوي

فضل محمود فضلی 28.10.2009 22:18

ژباړه: فضل فضلي
سرچینه: Nature Medicine Journal
دخپریدو نیټه: د اکتوبر ۲۵ مه ۲۰۰۹


کارپوهان وایي چی دوی داسی یو انټی باډی موندلی چی کولای شی د ناوړواو ناببره پیښو له امله په بدن کې د ژورو ټپونو له کبله دداخلي خونریزې کچه راټیټه کړي. دا پیښی د ټرافیکي پیښو او جنګي حالاتو له کبله په بدن ژور ټپونه دي.
په Oklahoma Medical Research Foundation (OMRF) کې څیړونکی ډله دداسی پروتین د موندلو خبر ورکوی چی هسټون (Histone) نومیږی او پدی ډول ټپونو کې د ډیرو تخریباتو پړه په غاړه لري. دغه څیړونکي وايي چی دوی يو ډول انټی باډی موندلي چی کولای شی د هسټون ناوړه تخریبات په ټپه ودروي. دوی وايي چی وروستی پرمختګ په طبي ډګر کې د بیلابیلو ناروغیو او ژورو ټپونو په درملنه کې نوي لاری پرانیزي.
د OMRF څیړونکي په Nature Medicine مجله کې لیکي چی ددوی پلټنی دا په ډاګه کړی چی په هغو موږکانو کې چی د وینی د بهیر په انتان (Sepsis) اخته و، ددوی په وینه کې د هسټون لوړه کچه ولیدل شوه. دغه موندنی په یو ډول ځانګړو بيزوګانو او انسانانو کې سره ورته دي.
د هسټون پروتین د حجری په هسته کې د DNA په شاوخوا کې ځای لري. د OMRF څیړونکي وایی: “کله چی د بدن حجری د یوی ناروغی لکه Sepsis او یا د ټپونو له امله تخریب شی، هسټون د حجرو څخه د وینی جریان ته آزادیږی او د وینی د رګونو د داخلي برخی د تخریب لامل ګرځي. دا ددی سبب کیږی چی شدیده داخلي خونریزي منځته راشي او د بدن په انساجو کې د زیاتو مایعاتو د راټولیدو سبب شي چی دا کار ژوند د ګواښ سره مخامخ کوي”.
په OMRF کې ددغی څیړنی مشر داکتر Charles Esmon وايي “کله چی مونږ ته دا خبره جوته شوه چی هسټون دومره زهري او خطرناکه پروتین دی، نو مونږ په بیړی سره خپله څیړنه پیل کړه ترڅو داسی یو ه لاره ومومو چی د هسټون ویجاړونکي ځانګړتیاوی په ټپه ودروي”.
په موږکانوکې د نوي انټی باډۍ تجربه
د فلادلفیا د Temple په پوهنتون کې یو کارپوه Marc Monestier له وړاندی د Monoclonal په نامه یو انټي باډي موندلی چی کولای شي د هسټون د کړنو څخه مخنيوی وکړي.
په هغو ناروغانو کې چی په Auto-immune (چی د یوکس دفاعی سیسټم د خپلو انساجو په وړاندی انټي باډي جوړوي ) ناروغی اخته وي، دا لیدل شوی چی ددوی د حجرو په هستو کې د هسټون په وړاندی انټي باډي جوړیږي خو علت یی لا پوره څرګند ندی چی په څه ډول او ولی دا ډول انټي باډي جوړیږي.
دغه انټي باډي د لومړي ځل لپاره په هغو موږکانو کې چی د Auto-immune په ناروغی اخته و، په ګوته شو.
څیړونکي وايي چی د OMRF کارونکي ډله په بریالي ډول دغه نوی انټي باډي په هغو موږکانو کې چی د Sepsis په ناروغی اخته و ازمویلی او د موږکانو درملنه په بریالي ډول ترسره شوه. اوس څیړونکي غواړي چی دغه ازموینه په یو ډول ځانګړو بیزوګانو (Primates) او بیا په انسانانو کې ترسره کړي.
داکتر Esmon وایی چی هسټون په ټولو تي لرونکو حیواناتو کې سره ورته دي ځکه دهسټون مالیکولي جوړښت ډیر ساده دی. نو پدی ډول د هسټون په وړاندی نوی انټي باډي په هماغه پیمانه چی په موږکانو کې ګټور دی په هماغه کچه په انسانانو کې هم اغیزمن رول لوبولی شي. داکتر Esmon وړاندی لیکي: “په لرغونو زمانو کې چی به کله انسانان او ژوي په بیلابیلو ناروغیو اخته کیدل، دوی د زړه د ټکان او یا ټرافیکي پیښو له امله خپل ژوند د لاسه نه ورکاوه بلکی ددوی د مرګ لامل انتاني ناروغی وی. د لرغونو وګړو دفاعي سیسټم به د انتاناتو په وړاندی خپل بشپړ ځواک کاروو او مونږ ګمان کوو چی هسټون د وروستي وسلی په توګه ددفاعي سیسټم پوسیله کارول کیده چی پدی ډول ناوړه روغتیایی پایلی به منځ ته راتلی او ژوند به د ګواښ سره مخ شو”.
د OMRF ریس داکتر Stephen Prescott وایی: “ددغی څیړنی موندنی دا حقیقت روښانه کوي چی مونږ به وکولای شویوه ورځ په ناروغانو کې د ټپي کیدو نه پس د ژورو ټپونود دویمي یا ثانوي اختلاطاتو له ناوړو پایلو څخه مخنیوي وکړو”.