د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي لپاره د پاراسټامولو نه استعمال

فضل محمود فضلی 26.10.2009 09:49

ژباړه: فضل فضلی
منبع: Lancet Journal او بی بی سی
دخپریدو نیټه: ۲۰۰۹ د اکتوبر ۱۶ مه


د ماشومانو د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي لپاره د (Paracetamol) پاراسټامولو نه استعمال څیړونکي وایی چی د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي په موخه د پاراسټامولو ورکړه کیدای شي هغه معافیت ،چی د واکسین کولو نه وروسته باید منځته راشی، تر منفی اغیزی لاندی راولي.

دغه څیړنه په ۴۵۰ (۱-۲۴) میاشتني ماشومانوباندی ترسره شوی. څیړنه ښیي چی د پاراسټامولو ورکړه په اولو ۲۴ ساعتونو کې د تبی د ښکته کیدو لامل ګرځی.

خو چکي (Czech) څیړونکي دا هم موندلي چی د واکسین نه پس د درد او تبی پر وړاندی د درملو استعمال، د واکسین پر وړاندی د بدن مثبت غبرګون په ډیره پیمانه راټیټوي.

د بریتانی یو داکتر د Lancet طبي مجلی ته ویلي چی پرته له څرګند دلیل څخه په ماشومانو کې د درملو له استعماله ډډه وشي.

د څیړنی مشر، پروفیسر Roman Prymula ،وایی چی په طبي کارکوونکو کې داسی یو دود شته چی د میندو او پلرونو د ډاډه کولو لپاره ماشومانو ته د واکسین نه پس د تبی د مخنیوي په خاطر پاراسټامول ورکول کیږي.
خو د څیړنی موندنی ښیی چی دغه کار کیدای شی د ګټی پر ځای تاوان ورسوی.

تر څیړنی لاندی ماشومان په دوو ډلو وویشل شوی، لومړی هغه ډله چی د واکسین نه پس ورته پاراسټامول ورکړل شوي او دویم هغه ګروپ چی پاراسټامول نه و ورکړل شوي. لومړي ډلی ته په اولو ۲۴ ساعتونو کې دری کرتی پاراسټامول ورکړل شوی و.

څیړنی وموند چی د پاراسټامول په ګروپ کې ۴۲ په سلو کې ماشومان د ۳۸ سانتیګرد درجی څخه زیات تبی ونیو او په دویم ګروپ کې دغه شمیره ۶۶ په سلو وه. دغه پایلی د واکسین په لمړنی (Initial) او وروستی (Booster) ډوزونو کې سره ورته وی.

خو کله چی په بدن کې د واکسین اغیزی ته پاملرنه وشو، ولیدل شو چی د پاراسټامول ډلی په ماشومانو کې د نویو جوړوشویو انټی باډی ګانو کچه د دویمی ډلی په پرتله ټیټه وه. دا ددی ښکارندوی دی چی د معافیت کچه په هغو ماشومانو کې چی ورته پاراسټامول ورکړل شوي و، ښه نه وه.

په معافیتی سیسټم باندی د پراسټامول اغیزی
داسی ګمان کیږی چی د پاراسټامولو او یا نورو د تبی ضد درملو دا ډول منفی اغیزی د لومړي ځل لپاره په ګوته شوی وی او څیړونکي فکر کوی چی ښایی پاراسټامول د واکسین پر وړاندی د بدن د معافیتی حجرو غبرګون تر منفی اغیزی لاندی راوړی.

پروفیسر Prymula لیکي: “دبدن د معافیت په اړه ددغو موندنو کلینیکی اړیکی تر اوسه پوری ندي روښانه او لازیاتو پلټنو ته اړتيا لري. خو یوه خبره روښانه ده او هغه داده چی پرته له پوره غور څخه په روتین ډول د واکسین څخه وروسته د پاراسټامول له ورکړی باید ډډه وشي”.

د Great Ormond Street په روغتون کې د ماشومانو د معافیت یو کارپوه، Dr David Elliman، وایی چی دا ده ته نده مالومه چی تر کومه بریده د واکسین نه پس د پاراسټامولو ورکړه عامه ده خو ده هر کله میندو او پلرونو ته لارښوونه کړی چی ددغه ډول درملو ورکړه اړینه نده.

Dr Elliman زیاتوی: “د معافیت د راښکته کیدو په اړه ددغی څیړنی موندنی په زړه پوری او بی ساری دی. زما سپارښتنه داده چی که چیری ماشوم تبه ولری، داسی ګمان ونکړی چی تبه به هرومرو د واکسین له امله وی ـ باید پوره ډاډه شی چی د واکسین نه پرته ماشوم کومه بله ناوروغي ونلري او کله چی ددی ډاډ تر لاسه شو چی ماشوم کوم بل تکلیف نلری نو بیا له ځانه وپوښتی چی آیا دا اړینه ده یواځی تبه تداوی شي؟ د پاراسټامولو ورکړه، د واکسین څخه د مخه او یا وروسته ، په روتین ډول باید ونه هڅول شي. اول داچی کومه ګټه نلری او دویم داچی ددی څیړنی لومړني پایلی ښیی چی کیدای شی د بدن معافیت ته تاوان ورسوی”.