د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما د ساركوزې والګې د مخنوي لپاره په امريكاكي بيړني حالات اعلان كړې

نجم الله شينوارى 25.10.2009 06:38

مصر، قاهره:

د سپيني ماڼي نه په خپور شوي يو بيان كي ويل شوي چي د امريكا ولسمشر براك او باما يو فرمان لاسليك كړې چي تر مخه يي په متحدو ايالاتو كي د ساركوزي والګې د مخنوي لپاره بيړنې حالات اعلان شوي .

سپيني ماڼۍ ويلي چي دولسمشر له دغه فرمان نه موخه د ساركوزي والګې د ناروغانو لپاره اسانتياوي برابرول ، او د دغه ناروغۍ د لا خپريدو مخه نيول دي او په ټولو ايا لاتونو كي اړين ګامونه پورته كيدل دي .

د يادوني وړده چي په امريكا كي ساركوزې والګې د ناروغۍ له كبله تر اوسه 1000 تنه مړه شوي.