په عراق كي ۴ امريكا يي سرتيري وژل شوي
09.09.2009 09:18د امريكا پوځ ويلي چي په عراق كي د دوي په ايتلافي ځواكونو كي شامل ځلور سرتيري وژل شوي .
په عراق كي دامريكا د پوځ وياند نن سي شنبه ماښام په خبري ناسته كي خبري رسنيو ته ويلي چي زمونږ د دريو سر تيرو دګزمي موټردعراق په شمال كي د ځمكي لاندي په ښخ شوي ماين الوتي چي دريواړه سرتيري يي په ټپه وژلي .
ځلورم په بغداد كي په ورته پيښه كي وژل شوي .
خو د امريكا پوځ تر اوسه د دغو ځلورو وژل شوو سر تيرو د نومونو او دنورو جزياتو دڅرګند ولو څخه ډه ډه كوي او يواځي د هغو وژل كيده مني .
د اسوشيټډ پرس خبري اژانس واي چي په وژل شوو ځلورو سرتيرو په عراق كي د امريكا د وژل شوو شميره ۴۳۴۳ ته رسيږي .
په عراق كي د تاوتريخوالي پيښو كي دخورا زياتوالي دامريكا پوځ د ښارونونو نه دتيري جون مياشتي په وتلو او د عراقي ښارونو امنيتي چاري عراقي ځواكونو ته په سپارلو راغلي دي .
د ياده وني وړده چي دامريكا اوعراق ترمنځ ديو لاسليك شوي تړون له مخې به د امريكا پوځ د ۲۰۱۱ كال په پيل كي له عراق نه وځي او د ولسمشر اوباما په كړي ژمنه به عراق عراقيانو ته وسپاري.

