د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو په موخه د نوماندو د کمپاین دوره پای ته ورسیده

حاجی ګل وهاج 18.08.2009 12:45

دا چې د ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو لپاره د ۱۳۸۸ کال د زمری د میاشتې ۲۹مه نېټه غوره شوې ده، ۴۲ ساعته وروسته په ټول هیواد کې ټاکنې پیل کیږي نو په دې موخه د نوماندو  د کمپاین موده تیره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسیده  چې اوس مهال د سکوت او خاموشي دوره ده. په دې اړه  د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مرستیال ښاغلی ذکریا بارکزي په ټولو محترمونوماندو ، ژورنالستانو او رسنیو غږ کړی چې د ټاکنو د قانون درناوی وکړې او د هیڅ نوماند په اړه کمپاین یا تبلیغات په مکمله توګه په ټپه ودروې.

د روان کال د زمری د میاشتي په ۲۹مه نېټه چې د اګست د میاشتی له شلمې  نیټی سره سمون خوري په ټول هیواد کې د ټاکنو پروسه سحر په ۷ بجې پیل کیږي او د مازدیګر په ۴ بجو پای ته رسیږي.

د ولسمشریزو ټاکنو د شمیرنې پروسه د رایه ورکونې په ټولو محلونو کې په همدغه ورځ وروسته د یو څه ځنډ څخه پیل کیږي او ترهغه وخته پورې به دوام وکړي ترڅو پورې چې د شمیرنې پړوسه بشپړه شي. کله چې د ولسمشریزو ټاکنو د شمیرنې پروسه بشپړه شي د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د شمیرنې  پروسه پیل کیږي، یواځی  په څلورو ولایتونو کې چې عبارت دي له:  کابل ، ننګرهار ، هرات او بغلان څخه د ولایتی شوراګانو د شمیرنې پروسه به یوه ورځ وروسته چې د زمری د میاشتې له دیرشمې نیټې سره سمون خوري بشپړه شي.