دټاکنيزوسياليوتود بازاراودخلکوسوړهرکلی
27.06.2009 19:11په تيرودوولسوورځوکې چې په هيواد کې د ولسمشرۍ ټولټاکنودنوماندانوټاکنيزه سيالي پيل شوې ،نوماندان په بيلابيلورودو سره د ځان لپاره تبليغات اوپه دې لاره کې ډير لوي لګښتونه کوي ، دکابل ښار اونورو لويو ښارونوپرديوالونودنوماندانولوي اوواړه انځورونه اوبيلابيلې تبليغاتي پاڼې لګول کيږي اوډيری خوبيابيرته دځينوکسانوله لوري شکول اوپه لاروکې دخلکوترپښولاندې کيږي که څه هم د دغوانځورونواوتبليغاتي پاڼو شکول پرځاي غبرګون نه دی خوداکاردخلکودکرکې ښودنه کوي ،ځکه خلک اوس دڅيرو له ليدوستومانه شوي اويوازې دهغه چا پلوي کوي چې ددوي ستونزې اوارې کړي امنيت ټنيګ کړي، بې وزلي ختمه اود کارروزګارزمينه ورته برابره کړي .
په داسې حال کې چې د زرګونوانځورونواورنګينوپاڼوچاپول دځان دتبليغ اود خلکو درايو د جلبولولپاره اغيزمنه لاره نه ده، دا کار د کانديدانودکمزورتيا ښودنه کوي ،په ټاکنيزه مبارزه کې خوښه داده چې نوماندان دهيوادوالو دستونزوپه تيره بيابې وزلۍ ،بې کارۍ،اداري فساد اوناامنۍ د له منځه وړلواودراتلونکي نظام دجوړښت په اړه خپل پروګرامونه اونظريات بيان کړي ترڅوخلک دراتلونکي په اړه د دوي له پروګرامونو او نظرونوخبرشي .
دپام وړخبره داده چې د هرې ورځې په تيريدو سره د انځورونواوتبليغاتي پاڼولګول زياتيږي. د ټاکنيزې مبارزې په پيليدو سره دودونودلويواولوکسو هوټلونو بازارهم ډيرګرم شوی، د کابل د هوټلونو يو شمير خاوندان وايي هره ورځ د کانديدانو له لوري د سلګونو کسانو لپاره د ډوډۍ د برابرولو سپارښتنه کيږي .ښاغلي کانديدان په يوه وخت ډوډۍ ورکولوپه لکونوافغانۍلګوي چې همدا څلور ورځې وړاندې د ولسمشرۍ يوه کانديد په يوه هوټل کې خلکوته ډوډۍ ورکړه اوشپږسوه زره افغانۍ يې دهمدې يوه وخت ډوډۍ لپاره د هوټل خاوند ته ورکړې چې دا بهيرورځ په ورځ د سيالۍ په توګه پراخيږي خوخلک بياهم د تيروټاکنوپه شان له دې بهيرسره ليوالتيا اوله زړه ملګرتيا نکوي اويوازې عمل غواړي نه شعار .
نودسياليودا لړۍ په ډيرلوي لګښت سره روانه ده په داسې حال کې چې دا دتبليغاتويوه داسې روده ده چې ترډيره بې ځايه اونمايشي بڼه لري اوپيسې هسې په اوبو کې غورځول دي نو که نوماندان غواړي چې دخلکورايه اوپام ځان ته واړوي بايد د تلويزيوني ، راډيويي اومخامخومناظروله لارې خپل نظريات خلکوته وړاندې کړي چې په دې کارسره به خلک په ښه توګه د راتلونکي ولسمشريزوټاکنوکانديدان وپيژني اودهغوي له ليدتوګو اونظرياتو څخه به خبرشي ،له بله پلوه که دغه کانديدان ددې تبليغاتي پاڼواولويورنګينوانځورونواوپه هوټلونواونوروميلمستياووکې ددومره لويولګستونوپيسې زموږپه هغو په لکونوبې وزله افغانانووويشي چې په کورکې وچه ډوډۍ نلري اوياهغه ماشومان چې د بې وزلۍ له کبله له ليک لوسته بې برخې پاتې دي تردې به زيات دخلکوپام دځان په لورواړوي .نوکه دغه کانديدان په ريښتيا سره غواړي چې خلکوته کاروکړي او دغه تبليغات هسې د خلکو ددوکې اوغولولولپاره نه وي نوددغه رازبې ځايه لګښتونوپرځاي دې داپيسې په بنسټيزو کارونو ولګوي که دغه څلويښت يوڅلويښت کانديدان په ميليونونو تصويرونواوتبليغاتي پاڼولپاره بيلې شوې پيسې هرکانديدله لسوکورنيوسره مرسته وکړي زموږدهيواد څلورسوه کورنيو اقتصادي ستونزه به يې تريوه بريده اواره کړې وي ،اويادهغوي د ماشومانولپاره چې په سروغرموکې ترشنه اسمان لاندې په ليک لوست بوخت دي هغوي ته يوڅوټولګي جوړکړي ايادابه د دوي دشهرت لپاره ښه کمپاين وي اوکه دغه پاڼې چې دکابل اونورولويوښارونو په واټونواوديوالونونن لګول کيږي اوسبابيرته دخلکو ترپښولاندې وي ،خداي دې وکړي چې افغان مشران لږدخپلوبې وزلوهيوادوالوپه اړه هم فکروکړي ،نورخپل اولس په غوړو او پوچوژمنو ونه غولوي اوپه صداقت اوايماندارۍ سره دافغانانوبدبختيواوکړاونوته دپاي ټکی کيږدي.

