په پښتو ژبه کښي اوه غلطي مشهوره
23.06.2009 10:54يادونه: (دا ليکنه بايد په ارامو مغزو و کتل سي او د مغزو څخه پريکړه پرې وسي نه له زړنو څخه.)
ژبه يوه داسي ټولنيزه پديده ده چي تل د تکامل پر لور ګامونه اخلي هيڅکله پر يوه حالت نه پاته کيږي او نوښتونه پکښي رامنځ ته کيږي کچيري د نړۍ د ژبو تاريخ و لولو نو په پوره بې خارى سره به وليدل سي چي هره ژبه په پيل کښي يوازي په ږغيزه توګه موجوده وه وروسته د ټولنيز ژوند د پرمختګ په وخت کي دې ته اړتيا وليدل سوه چي ژبه د يوې سيستماتيکي پديدې په توګه پر مختګ وکړي نو هغه وو چي د ژبپوهانو لخوا په لومړي سر کي د ژبو لپاره ګرامرونه جوړ سول او وروسته د همدغو ګرامرنو او نور ژبنيو توکو په نظر کي نيولو سره د ژبي لپاره الفبا جوړه سوه او په همدې توګه ژبي پرمختګ وکړى چي په پايله کي يې يو بشپړ ژبنى جوړښت رامنځ ته سو مګر د دې پايلي سربيره بيا هم ژبه په همدې حالت پاته نسوه او د ټولنو او نسلنو له اوښتو سره په ژبه کي هم تغير راغى.
پښتو ژبه هم يوه له دغو ژبو څخه ده چي ان تر دريمي هجري پيړۍ پوري يې دا اوسنى الفبائي سيسټم نه درلودى خو د هڅو او کوښښنو په نتيجه کي دا اوسنى الفبا منځ ته راغله.
له دې ټولو څخه به تير سو را به سو خپلي هغه موضوع ته چي په اړه مو يې دا لوى بحث را پيل کړى دى هغه دا چي کله او څنګه په يوه ژبه کي تيروتني را منځ ته کيږي،شهرت ته رسيږي او د معيار شکل نيسي او بيا به کوښښ وکړو چي د دغو تيروتنو لپاره تر خپله وسه د سموني لاره پيدا کړو ځکه هغه پښتو متل دى چي واي بنده تر خپله وسه پړ دى.
خو د دغو مشکلاتو د حل لپاره لومړۍ د دغو مشکلاتو څيړل په کار دي چي ځيني يې په لاندي توګه دي.
١:د په او پر سربلونه:
دا هغه سر بلونه دي چي په پښتو کښي ډير وخت په تيروتنه باندي يو دبل پر ځاي کارول کيږي مثلاً:د کيسه ډايجسټ په دويمه ګڼه (٥٢) مخ کښي د ساينسفيکشن تر سر ليک لاندي يوه کيسه راغلې ده چي کاشف زبير ليکلې او محبوب الله محبوب ژباړلې ده د دې کيسې په يوې برخه کښي راځي:
(ماضي ته د تلو تڼۍ يې ووهله هر څه يې تر سترګو تاو شول،چي څرخ و دريده نو هغه ګړى ته وروکتل،ګړۍ په پنځه دقيقې پخواني وخت باندي ولاړه وه.)
اوس راسى و ګور چي دلته د په سربل څنګه کار ول سوى دى زه به په دې اړه هيڅ پريکړه نه کوم يوه جمله د مثال په توګه را وړم بيا تاسو خپله پريکړه وکړى چي دا پر ځاى کارول سوى دى که بې ځايه او دا جمله تل په ياد لرې او په هره ليکنه کي يې عملي کړى ښائي له هيڅ تير وتني سره به مخ نه سى لکه:
محمود احمد په سر ووهى.
محمود احمد پر سر ووهى .
اوس لومړۍ جملې ته ګورى محمود را ولاړ سوى دى احمد يې تر ګريوان نيولى دى او هغه يې په خپل سره وهلى دى.
په دوهمه جمله کي محمود را ولاړ سوى دى احمد يې په چپلاخه يا په کم بل شي پر سر وهلى دى.
اوس به دلته پر ځاي کارول سوي مثالونه راوړو:
ځوان شاعر او ليکوال قديم پتيال په خپل يوه شعر کي وائي:
له فر مان سره جګړه ده د توبو ورونه ماتيږي
زه د جام په زور ورځمه ګوندي زه هم يو اتل سم
چي شپېلى قيامت پر جوړ کړي د زاهد پر کورګي باندي
خدايه ته مي ناره واورې چي زه ږغ د دغه نل سم
ښائي دلته به نور د سوال يا خو کم ځاى پاته نه وي.
٢:نسبتي (ي):
دا يا هغه وخت کارول کيږي چي وه يوه شي ته له بل شي سره تړاو ور کول کيږي مثلاً د يوه چا د پلار نوم عبدالرحيم وي نو د هغه زامن د خپلو ځانونو سره رحيمي ليکي اوس دلته ښائي تاسو ته سوال پيداکيږي چي په دې کي د تيروتني خبره څه ده؟
دلته مشکل په دې کي دى چي ځيني وخت ځيني خلګ دا يا بې ځايه کاره وي مثلاً په سيد جمال الدين افغان کښي ډير خلګ د افغان پر ځاي افغاني کاروي چي دلته دا يا په تيروتنه داسي کارول کيږي ځکه سيد جمال الدين د افغانستان دى او په افغانستان کي چي څوک اوسيږي هغه ته افغان ويل کيږي نه افغاني داسي مثال لري لکه څوک چي ګل ته ګلستاني وه ځکه چي په ګلستان کي اوسيږي.
٣:اوږده يا(ې):
تراوسه دا يا هيچا په هغه توګه چي ښائي نه ده کار کړې ما د دې يا په اړه يوځاى يوه قاعده ليدلې وه چي مجاور احمد زيار هم ورته نظريه درلودله هغه دا وه چي دا يا يو خپلواک واول دى چي په پښتو کلمو په تيره بيا په ښځينه نومونو کي زياته کارول کيږي.
مګر زما په نظر دا تعريف د دې يا لپاره پر ځاي تعريف نه دى يو بل ځاى مي يو بل تعريف ليدلى وو چي په هغه کي راغلي وه هره هغه کلمه چي په مونثه (ه) باندي پاى ته رسيدلې وي بايد په اوږده يا باندي جمعه سي مګر دا هم يوه سمه کارونه نه ده مثلاً:
شونډه -شونډې
مڼه-مڼې
مينه-مينې
کڼه -کڼې
ګاڼه-ګاڼې
خوله-خولې
سترګه-سترګې
اوس که په پورته کلمو کي و ګورو او هغه وه وايو نو يو ډول بې اهنګي او ناموسيقيت پکښي تر سترګو کيږي په مڼې،کڼې،ګاڼې او خولې کښي د اوږدې يا موسقيت سته او په شونډې،مينې او سترګې کښي هغه موسيقيت نسته او بله مهمه خبره لا دا ده کچيري دا کلمې ريکارډ کړل سي او په ګراف کي وکتل سي د هغوى اهنګونه يو له بل څخه توپير لري.
نو له دې ځايه څخه موږ ويلاى سو چي دا دواړه تعريفونه ناسم دي او د دې يا لپاره موږ کم تعريف نه لرو او دا په ژبه کي يوه استثنا ده.
او دا کليمې که په دې توګه وليکل سي نو خپل موسيقيت به وساتي شونډي،ميني او سترګي.
٤:د نګه(کره)تورو له منځه وړل :
له ډيره وخته راهيسي په پښتو ادب کښي د کښي پر ځاي کي کارول کيږي،د پکښي پر ځاى پکي کارول کيږي،د کښينه پرځاي کينه کارول کيږي او داسي ډير نور شيان سته چي د پښتو نګه توري د سخت والي په خاطر د اسانى په بهانه له منځه وړل کيږي دا يوازي نه دا چي ژبه نه اسانه کوي بلکي د پښتو اساس او بنسټ ته زيان رسيږي ځکه ښ د پښتو يوازنى تورى د چي د نړۍ په هيڅ ژبه کي نه دى ليدل سوى که څه هم ويل کيږي چي پښتو خاص اته توري لري بيا هم نور ټول اوه توري د نړۍ په نور ژبو کي سته يوازي ښ دى چي د نړۍ په بله هيڅ ژبه کي نه دى ليدل سوى نو کچيري موږ د دې نګه توري د له منځه وړلو کوښښ کوو دا به مو له خپلي ژبي سره ښه نه بد کړي وي او دا د پښتو د موسيقيت او ځيږ والي تر ټولو غوره نښه هم ده.
او زموږ ځوان ليکوال يوازي دا ښ له منځه نه وړي بلکي زيات نور توري هم سته چي هغه په خپلو ليکونو کي غورځوي مثلاً زيات شمير ليکوال نجلۍ په جلۍ ليکي،وريښتان په ويښتانو ليکي زړه په ړه ليکي زڼکي په ڼکي ليکي او داسي زيات شمير ورته توري له کليمو څخه غورځه وي چي دا يوه ډيره غټه تيروتنه ده.
٥:په کليمو کي د تورو د ځايونو بدلول:
دا يوه خورا مهمه او پيچلې مسئله ده چي د ژبي د ريښي کتل پسي په کار دي زيات شمير خلګ له ډيره وخته راهيسي په دې تيروتنه کي را ګير دي او هيڅ يې ورته فکر نه دى مثلاً زيات خلګ نه چي ټول خلګ ږغ په غږ ليکي په داسي حال کي چي نه په لرغوني پېر کي د ږغ دا شکل ليدل سوى دى او نه کمه ګرامري اصطلاح ده چي موږ وه وايو چي په لرغوني پېر کي دا يوه تيروتنه سوې ده يا د سربيره پر ځاى برسيره ويل کيږي او يا ليکل کيږي کچيري موږ سر بيره تجزيه کړو نو سر او بيره بيلي کلمې دي اوکچيري موږ بر سيره تجزيه کړو هيڅ نه ځني جوړيږي،داسي نور زيات مثالونه سته چي د تور ځايونه يې د اصلي شکل څخه اړول سوي دي خو دغو دو ته په پاملرنه سره نور ټول پېژندل کيدلاى سي.
٦:مذکر اسم ته مونث ضمير نيول:
په ډيرو ځايونو کي مي ليدلي دي چي مذکر اسم ته يې مونث ضمير کارولى وي،مثلاً ډير خلګ وائي:احمد راغلى ده.په داسي حال کي چي احمد مذکر دي او بايد داسي وليکل سي چي احمد راغلى دى.
يا په دې مثال کښي:د کيسه ډايجسټ په په همهغه کيسه کښي چي مخکي مو ئې يادونه وکړه په (٥٤)مخکي راغلي دي: (پلاره زما خبره خو واوره.د جيک پلار هيڅ نه اورېدل،له ټيلې سره د جيک له لاسه کتاب او ماشين ولوېدل هغه په بيړه کتاب را پورته او پلار يې په وويشته)
اوس موږ دلته وينو چي د جيک پلار مذکر دى مګر د وويشته کړ د ښځي لپاره راغلى دى د مذکر لپاره بايد ويشتى راسي.
او يا هم په دې مثال کي:
(ماضي ته د تلو تڼۍ يې ووهله هر څه يې تر سترګو تاو شول،چي څرخ و دريده نو هغه ګړى ته وروکتل،ګړۍ په پنځه دقيقې پخواني وخت باندي ولاړه وه.)
څرخ يوه مذکره کلمه ده او دريده د مونث لپاره کارول کيږي موږ بايد د مذکر لپاره و دريدى و کاره وو په دې توګه په زرګونه نور مثالونه سته.
٧:سو او سي وروستاړي ولي بايد په شو او شي بدل کړل سي.
دا په پښتو ادب کښي نن تر ټولو ناندريزه مسئله ده چي د حل لپاره يې ډيره اسانه لاره سته خو که څوک په پوره پاملرنه ورته متوجه سي،لومړى به د دې مشکل د حل لاره له ګرامري لاري و ګورو راسى په دې مثال کي يې و ګورو(داسي کيدلاى شي)اوس ګورو په دې جمله کښي (دا) ضمير دى او (سي) وروستاړى او (کيدلاى) فعل دى او (شي) وروستاړى نو ولي بايد دوه وروستاړي يو له بل سره توپير ولري او يا هم په دې مثال کي:تاسو ته څه خدمت كولاى شو.
په تاسو کښي (تا)ضمير دى او سو وروستا ړى او په كولاى شو كي كولاى فعل او شو وروستاړى دى.
نو له دې ځايه څخه ويلاى سو چي د شو او شي معياري شکل سو او سي دي ځکه کچيري دا جمله داسي و ليکو (داشي کيدلاى شي)او يا دوهمه جمله داسي وليكو(تاشو ته څه خدمت كولاى شو) نو د دې جملو څخه څشي جوړ سول.
دوهمه لاره ئې د لروغوني متون په لوستنه کښي کيدلاى سي د پښتو لرغوني متون دي له پيل څخه تر يولسمي او دولسمي پيړۍ پوري و کتل سي ټول په سو او سي کښي ليکل سوي دي نو بيا موږ د کمو دلايلو پر اساس وايو چي سو شو او سي شي دى.
دا مشکل له کمه راهيسي پيښ سو:
کله چي مقدني سکندر د افغانستان ډيري سيمي ونيولى نو دلته د هغه د حکومت په دوران کي دا مشکل راپيښ سو ځکه سکندريان (س)او د پښتو نګه تور هيڅ نه سي ويلاى څو هغه وو چي س په ش بدل کړل سو او د پښتو د نګه تورو اوازونه بدل کړل سول يا يې د له منځه وړلو لړى پيل سوه د دې خبري د ثبوت لپاره يو بل ښه مثال په جنوب لويديځو ولايتو کي په پښتو کي د ګرګينانو پاته سو ي تاثيرات دي چي مڼه يې په سيب اړولى ده ونه يې په درخته او څو داسي نوري کليمې هم سته چي د ثبوت لپاره کار ځني اخستل کيدلاى سي.

