ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


زلنسکي د يورپي اتحاد پارلمان ته ويلي اوکراين به فتح مومي او د يورپ سره به يو ځای کيږي

واشنګټن ـــ د يورپي اتحاد مشرانو د اوکراين د ولسمشر ولاډيمير زلنسکي د يورپ په سفر کې تود هرکلی کړی. زلنسکي د نورو وسلو غوښتنه کړې چې د روس د يرغل مقابله پرې وکړي او د اتحاد د غړيتوب د پاره يې خبرې اترې پيل کړي. په برسلز کې يورپين پارلمان ته په خپله وينا کې زلنسکي د يونين د مشرانو مننه وکړه چې د هغه د هېواد مرسته يې روانه ساتلې او ويلي يې دي چې د روس سره په جنګ کې به اوکراين فتح مومي او ملک به يې د يورپين يونين برخه جوړيږي. د يورپين پارلمان مشرې روبرټا مېټسوله په خپله وينا کې وويل هغه د زلنسکي د نورو مرستو غوښتلو ملاتړ کوي. هغې وويل: “مونږ ته معلومه ده ستا خلکو د يورپ د پاره قربانۍ ورکړې او مونږ بايد دې ته احترام تش په الفاظو کې نه بلکې په عملي توګه ورکړو”. هغې وويل کومې جنګي الوتکې چې زلنسکي د خپلې ازادۍ ساتلو د پاره غوښتي هغه ډېرو يوه عامه خبره ګڼلې او په يورپين يونين يې غږ وکړو چې عملي ګامونه پورته کړي. اغلې مېټسوله وويل: “ته بايد جنګ وګټې او د يونين غړو هېوادونو له پکار دي چې زر تر زره دې لرې ويشتونکې نظامونه او جنګي الوتکې درکړي چې خپله ازادي پرې وساتې”. زلنسکي وويل د ملګرو په مرستو د اوکراين خلک د دې دور د ټولو غټ ضد يورپ قوت نه خپله دفاع کوي. د یورپي اتحاد د خارجه چارو مشر جورف بورل هم دا تايید کړه چې يورپين يونين پلان لري اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکړي. زلنسکي د پارلمان وينا ته د فرانس د ولسمشر ايمونويل ميکران په ملګرتيا کې تللی وو او که چرې امنيت اجازت ورکړه نو ممکن ده چې هغه د 27 هېوادونو د بلاک غونډې ته وينا وکړي او د ټېنکونو، جنګي جهازونو او ميزايلو غوښتنه وکړي. د اوکراين مشر د يورپ د درېو هېوادونو په سفر دی. اوکرايني چارواکي وايي امکان لري چې دوی د روس د يرغل د کال په پوره کېدو په 24 فرورۍ خوا و شا د اوکراين په ختيځ کې نوې حملې وکړي. زلنسکي لندن ته هم سفر وکړو چې د برتانيا د خلکو د مرستو مننه وکړي او پيش ګويي يې وکړه چې اوکراين به د روس خلاف جنګ ګټي.

09.02.2023 ډیوه

د روغتیا نړیواله اداره: سږ کال په افغانستان کې 28.3 میلینه کسان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

واشنګټن ـــــ د روغتیا نړیواله اداره وایي په روان کال کې به د افغانستان د ابادۍ په درو کې دوې برخې خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري، بل لور ته ملګري ملتونه وایي په دې کال کې 13.8 میلینه افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. په 2022م کال کې ملګرو ملتونو د هغو خلکو شمېر 24.3 میلینه ګڼلی وو چې مرستو ته یې اړتیا لرله، خو سږ کال دا شمېر 16 فیصده زیات شوی دی او وایي 28.3 میلینه خلکو ته باید بیړنۍ مرستې ور رسول شي. ډبلیو ایچ او د 2023م کال لپاره په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې سږ کال به په افغانستان کې 17.6  میلینه کسان د روغتیا په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري چې وایي په هغوی کې 53 فیصده ماشومان دي. وایي په دغو کسانو کې چې باید بیړنۍ روغتیایي مرستې ورسره وشي پینځه میلینه په ښاري سیمو کې اوسېږي او 12.6 میلینه کسان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي: "په کلیوالو سیمو کې د روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي په لاره کې لوی خنډونه دي، ورسره د خلکو د بې ځایه کېدو او ښارونو ته د کډه کېدو زیاتوالي هم پر موجوده روغتیایي خدماتو فشار زیات کړی دی". د روغتیا نړیواله اداره وایي په افغانستان کې به له پېچلي انساني حالت سره سره جې د خلکو روغتیایي خطرونه یې دوه چنده کړي دي د خپلو روغتیایي‌ همکارانو په مرسته به په دې هېواد کې بشري خدمتونه روان وساتي. بل لور ته د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي په روان 2023م کال کې به په افغانستان کې 13.8 میلینه یعنې یو کروړ 38 لکه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري. دې ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې په غیرسرکاري ادارو کې له کاره د ښځو منع کول د بنیادي بشري حقونو او د انساندوستۍ د لومړنیو اصولو خلاف کار دی: "دا کار دوی [افغانې ښځې او نجونې] د خوړو، اوسېدنې او ژغورنې د نشتوالي له خطر سره مخ کوي". طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان بیا د وسلو په زور واکمن شوي پر ښځو یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې د بشري حقونو د تنظیمونو په وینا د هغوی ولسي ژوند زیات له محدود شوی او له ستونځو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي‌ د ښځو د حرکت، کار او تعلیم حقونه محدودول د بشردوستانه مرستو د کارکوونکو او فعالینو پر وړتیا ناوړه اغېزه کوي او هغوی نه شي کولای په اسانۍ ښځو او نجونو ته ورسیږي. دا اداره وایي په افغانستان کې د 10 فیصده کورنیو مشري د ښځو پر غاړه ده، وایي د ښځو په مشرۍ کورنۍ د ژوند ژغورنې د مرستو د نه تر لاسه کولو له خطر سره مخ دي.

09.02.2023 ډیوه

څېړونکي: که د سعودي عرب وروسته نور خارجي سفارتکاران هم د کابل نه وځي نو نړۍ سره به د طالبانو تعلقات پېچلې شي

څيړونکې وايي له کابل څخه د سعودي عربستان د ډيپلوماتانو وتلو وروسته دا ويره څرګنديږي چې ځينې نور هېوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د تړلو پرېکړه وکړي. خو واکمن طالب چارواکې دا ډول پورټونه ردوي او وايي د سعودي عربستان سفارتي عملې د تربيي دپاره کابل پرېښودی او بيا به بيرته راځي.

09.02.2023 ډیوه

اسحاق ډار وايي د ايي اېم اېف سره خبرې سم لور ته روانې دي نن به قام ته ښه خبر واوروي

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پور د پروګرام په اړوند خبرې سم لوري ته روانې دي او زياته کړې یې ده نن به قام ته ښه خبر واوروي.

09.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو کسانو شمېره د 19000 نه زیاته شوه

په داسې حال کې چې په زلزله کې د وران شویو ودانیو نه اوس هم ژوندې خلک راویستل کېږي، مطبوعاتي رپورټونه وايي، امدادي کارکونکي الات او تجربه نه لري او په ځینو موقعو د ملبې د لاندې نه د خلکو اوازونه هم اوري خو امداد ته يې کارکونکي نه شي رسېدلی

09.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړو کسانو شمېره د 15000 نه زیاته شوه

په داسې حال کې چې په زلزله کې د وران شویو ودانیو نه اوس هم ژوندې خلک راویستل کېږي، مطبوعاتي رپورټونه وايي، امدادي کارکونکي الات او تجربه نه لري او په ځینو موقعو د ملبې د لاندې نه د خلکو اوازونه هم اوري خو امداد ته يې کارکونکي نه شي رسېدلی

09.02.2023 ډیوه

ملاله یوسفزۍ: پاکستان کې به ټولو سیاسي اؤ مذهبي مشرانو ته دطالبانو پرضد را یوځای کیدل وي

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې دپاکستان دمستقل استازي منیر اکرام لخوا افغانستان کې دجینکو په تعلیم دلګول شوي بندیز په اړه بیان ته خپل غبرګون کې ملاله یوسفزۍ پخپل یو مضمون کې لیکلي وؤ طالبان یوه ډله ده، او دې ډلې پښتون قام ته ډېرې سختۍ راوستي دي

09.02.2023 ډیوه

ارزګان او هلمند کې طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې

په ارزګان او هلمند کې زرګونو طالبانو ته د لیسانس، نیمه عالي زده کړو او دولسم ټولګي د اسنادو ورکولو په موخه د ازموینې لړۍ پيل شوې ده. په دغو ولایتونو کې داسې مهال طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې چې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي و هغو کسانو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي کومو چې ډېر ماینونه الوځولي دي. نور جزییات د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

09.02.2023 ازادي راډیو

کراکر: طالبان د افغانستان د اداره کولو توان نلري

افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي،چې طالبانو په افغانستان کې په تیرو ۱۷ میاشتو واکمنۍ کې دا ثابته کړه، چې دا ډله په دغه هیواد کې د یوې موثرې حکومتدارۍ او د امنیت د ټینګیدو توان نلري.

09.02.2023 امریکا غږ

امریکایي جنرال: امریکا په اروپا کې د هیمارس راکټي سیستمونو د روزنې مرکز جوړوي

د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې په اروپا د ناټو متحدینو ته د همارس راکټي سیستمونو د کارولو د روزنې یو مرکز جوړ کړي.

09.02.2023 امریکا غږ

آسترالیا له خپلو دفاعي تاسیساتو څخه چینایي امنیتي کمرې حذف کوي

د آسترالیا دفاع وزارت وایي د خپلو د دولتي تاسیساتو د بشپړ امنیت د ډاډ په هدف، د چین له خوا جوړې شوي امنیتي کمرې لیرې کوي.

09.02.2023 امریکا غږ

صدر عارف علوي:که انتخابات وځنډیږي نو دټولټاکنو کمیشن به دایین څخه دسرغړونې ذمه وار وي

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دهیواد دټاکنو دکمیشن مشر ته لیک استولی چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي. خو په عین حال کې پاکستاني مطبوعات وایي چې پوځ  الیکشن کمیشن ته دټاکنو امنیت لپاره دپوځ اؤ رینجرز ځواکونو ورکولو اؤ مرکز داضافي پیسو ورکولو نه معذرت کړی دی. تر دې وړاندې دپښتونخوا اؤ پنجاب صوبو د پولیسو مشرانو هم ټاکنو لپاره داضافي عسکرو ورکولو نه انکار معذرت کړی ؤ. دصدر لخوا لیږل شوي خط کې دپنجاب اؤ پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتیدو حواله ورکړل شوې اؤ ویل شوي چې دایین 224مه ماده داسمبلیو ماتېدو صورت کې د90 ورځو دننه په نوؤ انتخاباتو ټینګار کوي. پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده. الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي. دتحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې حکومت په بهانو کولو انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري اؤ غواړي چې په صوبو کې دنګران حکومتونو موده وغځوي . دتحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي دپاکستان صدر عارف علوي الیکشن کمیشن ته په لیږلي خط کې ویلي چې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې باید دصوبایي اسمبلیو دټاکنو مهال ویش په سمدستي توګه جاري کړي ترڅو دانتخاباتو په اړه د راپورته شوؤ خطرناکو ګنګوسو اؤ پروپیګنډې مخه ونیول شي. دصدر په لیک کې ویل شوي که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي.  دپاکستان الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دانتخاباتو کولو لپاره د دواړو صوبو ګورنرانو نه نیټې ، مرکز نه داضافي پنګو اؤ دامنیتي ادارو اؤ پوځ مشرانو نه دځواکونو غوښتنه کړې وه خو پاکستاني مطبوعات وایي دغو ټولو اړخونو ورته معذرت کړی دی. دپاکستان ایکسپریس رسنۍ وایي دپوځي مرکز یا جي ایچ کیو نه الیکشن کمیشن ته په لیږل شوي ځوابي خط کې ویل شوي امنیتي عسکر دترهګرۍ دګواښونو له امله دهیواد دننه اؤ دپولو په امنیت مامور دي اؤ هم د27مې فرورۍ نه تر دریمې فرورۍ کیدونکې ډیجیټل سرشمیرنه کې هم بوخت دي ځکه نو ټولټاکنو لپاره دامنیت ورکولو نه معذرت کوي. همدا شان الیکشن کمیشن دټاکنو لپاره دمرکز نه داضافي 14 اربو روپو تقاضه هم کړې وه خو رپورټونه وایي د خزانې وزارت الیکشن کمیشن ته لیک استولی چې دهیواد اقتصادي وضعیت ښه نه دی اؤ الیکشن کمیشن دې دخپلې دې غوښتنې نه تیر شي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند له وړاندې اندېښنې ښودلي چې حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لارې ګودرې ګوري اؤ ویلي یې دي چې د دوي به دانتخاباتو ځنډیدو پرضد عدالت ته دتګ ترڅنګ کوټلی احتجاج هم کوي. څېړونکي اؤ خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په ظاهره داسې نه ښکاري چې حکومت به دریوؤ میاشتو کې دننه انتخاباتو ته زړه ښه کړي. هغه وایي د وړاندې نه دې ګنګوسو زور نیولی چې حکومت غواړي په څه نا څه طریقو پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دنګران حکومتونو مودې وغځوي. دنوموړي په وینا" اوس چې په دې وروستیو کې دناامنۍ کومه لړۍ پیل شوې ده یا هیواد کې کوم اقتصادي بحران رامنځته شوی نو ارو مرو به حکومت هڅه کوي چې دا صورتحال د دلیل په توګه وړاندې کړي اؤ دانتخاباتو ځنډولو هڅه وکړي" دپاکستان الیکشن کمیشن د وړاندې نه واضحه کړې ده چې د دریوؤ میاشتو دننه انتخاباتو ته تیار دی

09.02.2023 ډیوه

ترکیه او سوریه کې له ۱۵۰۰۰ څخه د ډیرو کسانو مړینه؛ اردوغان: زلزلې لپاره چمتوالی ممکن نه وو

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان مرګونې زلزلې ته د رسیدګۍ په اړه له انتقاداتو وروسته ومنله چې په حکومت کې یې نیمګړتیاوې وي خو زیاته یې کړه چې د زلزلې لپاره چمتوالی غیر ممکن وو.

09.02.2023 امریکا غږ

داقتصادي سقوط پغاړه ولاړ پاکستان شپږو میاشتو کې پخپله دفاع  638 اربه روپۍ خرچ کړي دي

داقتصادي سقوط پغاړه  ولاړ دپاکستان دخزانې وزارت وایي دغه هیواد تېرکال د جولایي نه نیولې تر دسمبر پورې شپږو میاشتو کې پخپله دفاع 638 اربه روپۍ خرچ کړي دي اؤ دبجټ خسارې پوره کولو لپاره یې دبهر نه د296 اؤ دکور دننه سرچینو نه د 1979 اربو روپو پورونه ترلاسه کړي. دخزانې وزارت منلې چې په تېرو شپږو میاشتو کې دهیواد دبجټ خساره 1683 اربو روپو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې رپورټونه وایي دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیرې یوازې 3.5 اربه ډالر پاتې شوي اؤ  په راتلونکو څو میاشتو کې به ورته د اصل قرضو او د سود تر نهو اربو ډالرو زیاتې پیسې ستنول وي. اقتصاد پوهان په دې نظر دې چې که پاکستان غواړي دایي ایم ایف نه پور ترلاسه کړي اؤ خپل لویدلی اقتصاد بیا په پښو ودروي نو دې لپاره به ورته دنورو مهمو ګامونو ترڅنګ غیر ضروري لګښتونه هم کمول وي. دخزانې وزارت په تازه رپورټ کې ویل‌شوي چې دجولایي نه ددسمبر میاشتې پورې دپاکستان ټوله امدني 4698 اربه روپۍ پاتې شوې خو وایي په دغو شپږو میاشتو کې بیا پاکستان ټولې 6382 اربه روپۍ لګولې دي. رپورټ کې ویل شوي چې په شپږو میاشتو کې پاکستان دټیکسونو دلارې 3731 اربه روپۍ ترلاسه کړي چې دې کې دمرکز امدن 3428 روپۍ اؤ دصوبو امدن روپۍ دی. اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یوازینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی اؤ پوځي کوتا ته یې نزدې کړی دی. پاکستان داقتصادي سقوط نه د ځان ژغورلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه دپور دنهم قسط ترلاسه کولو لپاره ددغه نړیوالې مالیاتي ادارو سره په خبرو بوخت دی اؤ  تمه کېږي چې ددې  خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ پرېکړه په راتلونکو څو ساعتو کې وشي. رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ای ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړ شوی چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري. د پاکستان حکومت په داسې حال کې د ايي ایم ایف د ځنډ ښکار پور دبيا پرځاې کولو هڅې چټک کړي چې هېواد د سخت سياسي اړي ګړي او بد اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی. د امریکې د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی" له وي او ای سره په خبرو کې هغه وویل"که همداسې بحران و حکومت به زر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي" نړیواله مالياتي اداره د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې د تېلو، ګېس او بجلۍ نرخونه زيات کړي او د انرژۍ په برخه کې ګردشي قرضې راکمې کړي. ایي ایم ایف له حکومت څخه دا غوښتنه هم کوي چې د امريکايي ډالر د نرخ ټاکنه د پرانستي مارکيټ خوښې ته پرېږدي. دا وخت د ګېس او بجلۍ په څانګو کې دپاکستان ګردشي قرضې نزدې 4.1 ټرلينه روپو ته رسېدلې دي. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره خبرو کې وايي ګمان نه کوي چې د ايي ایم ایف پروګرام د بحالۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او وايي دې سره په ګراني سېوا کېږي. ښاغلي اشفاق حسن خان وايي پاکستان له به د بجلۍ، ګېس، کروندې، صنعت او ټېکس په څانګو کې پراخه اصلاحات کول اؤ خپل غیر ضروري لګښتونه کمول وي . نوموړی زياتوي چې ددې ترڅنګ به د این ایف سي د کال 2010 اېوارډ ته هم بيا کتنه پکار وي ولې چې ددغه اېوارډ لاندې د ټولو محصولاتو 60 فيصدي برخه صوبو او 40 فيصدي برخه مرکز ته ځي.

09.02.2023 ډیوه

د پاکستان او ای ایم ایف د ورغلي پلاوي د خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ نتیجه نن معلومېږي

واشنګټن ــــ پاکستاني چارواکي او اسلام اباد ته تللی د پیسو د نړیوالې ادارې پلاوی د قرضو په اړه تر سختو خبرو وروسته په دې لټه کې دی چې د فرورۍ تر نهمې پورې یو تړون ته له رسېدو سره له اقتصادي پلوه دې کمزوري ته نور پور ورکړي او له ډیوالیه کېدو یې وژغوري. رپوټونه وایي دا مذاکرات وروستي پړاو ته داخل شوي دي او دا پرمختګ پاکستان ته د ای ایم ایف له خوا د پورونو ورکولو د نهم قسط لپاره مهم ګڼل کېږي. تمه کېږي چې د خبرو د کامیابۍ یا ناکامۍ پرېکړه په راتلونکو څو ګنټو کې وشي. څېړونکي وایي په پاکستان کې مالي بحران او ورسره ورسره د سیاسي ناارامۍ او زیاتېدونکې ترهګرۍ له خطر سره داسې حالات مخې ته راتلای شي چې په تېرو وختونو کې بیا بیا د پوځي واکمنۍ سبب شوي دي. د امریکې د میشینګن پوهنتون د ریسرچ اینډ پالیسي انګېجمینټ د څانګې استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي، دا شدید اقتصادي بحران "په یو داسې هېواد کې حکومت ناارامه کولای شي چې پوځ پکې اکثر د واکمنۍ لپاره له بېرکونو را وځي". رویټرز خبري ایجنسۍ د ګل- دوشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې وویل، چې د ای ایم ایف پلاوی د جنورۍ له 31مې په اسلام اباد کې دی، خو وایي تر اوسه له پاکستاني چارواکو سره پر دې خبره نه دی جوړ شوی چې دا هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو له ذمه وارۍ د بچ کېدو لپاره څومره پیسو ته اړتیا لري. پاکستان دا مهال یواځې 3.5 اربه ډالره زېرمې یا ذخیرې لري خو ټاکل شوې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د اصل قرضو او د سود تر نهه اربه ډالرو زیاتې پیسې پرې کوي. په وروستیو میاشتو کې ګراني په دې هېواد کې تر 25 فیصده زیاته شوې ده او روپۍ د ډالر په مقابل کې د تاریخ تر ټولو ټیټې کچې ته لوېدلې ده. د پیسو د نړیوالې ادارې له پلاوي سره په مذاکراتو کې د انرجۍ په برخه کې په پاکستان باندې 14.5 اربه ډالرو قرضه هم یوه بله لانجمنه مسئله ګڼل کېږي. د میشینګن پوهنتون استاد پروفیسر جان سیورسېري وایي "پاکستان د اقتصادي سقوط پر څنډه ولاړ دی". له وي او اې سره په خبرو کې هغه وویل: "که همداسې بحران وو حکومت به ژر له نورې ډېرې زیاتې بدامنۍ سره مخ شي او کورنۍ ټولنیزې شخړې به زیاتې شي". د پاکستان د خزانې مخکیني وزیر مفتاح اسماعیل وړاندیز کړی چې هېوادونه او مالي ادارې په ګډه د پاکستان اقتصاي بحران حل کولای شي. ښاغلي اسماعیل تېره اوونۍ د بروکنګز انسټیټیوټ یوې غونډې ته وویل: "که پاکستان له ای ایم ایف څخه د قسطونو په اخیستلو کامیابه شي، له نړیوال بېنک او د اېشیا له پرمختیایي بېنکه څه پورونه واخلي، له سعودي او عرب اماراتو څه ذخیره تر لاسه کړي او شاید له چینه هم څه پیسې واخلي نو زه فکر کوم چې لږ تر لږه د ډیواله کېدو مخه نیول کېدای شي". پاکستان او ای ایم ایف په 2019م کال کې پر شپږ اربه ډالرو پور سره جوړ شوي وو، خو پر مالیاتي پالیسۍ باندې د اختلاف له کبله یې اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالر د زیاتو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه. ازاد څېړونکی عارف رفیق وایي "د پاکستان روایتي شریکان له دې هېواد سره خپلې مرستې د ټیسکونو د زیاتوالي په ګډون د ای ایم ایف د قرضو د بحالۍ او اصلاحاتو له پروګرام سره شرط ګڼي". اقتصادپوهان وایي لومړی کورونا وایرس، بیا ګرانۍ او بیا په 2022م کال کې سختو سېلابونو د نړۍ یواځینی مسلمان ایټمي هېواد له شدیدو اقتصادي، سیاسي او امنیتي چېلنجونو سره مخ کړی دی چې وایي پوځي کوتا ته یې نیژدې کړی دی.

09.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more