ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کيميا مضمون؛ اټوم څه‌شی دی؟

د اووم ټولګي د کیمیا مضمون په دې درسي ساعت کې اورو چې په کیمیا کې کثافت څه‌شي ته ویل کېږي او د کومو موادو کثافت ډېر دي؟ د اتم ټولګي د کیمیا د دې درس ډېره برخه د اټوم تشریح ته ځانګړې شوې، د اټوم په باب د ساینس د ځینو عالمانو د نظريو ترڅنګ به واورئ چې هسته څه‌شی ده؟ د نهم ټولګي په کیمیا کې د مادې په اړه معلومات وړاندی کېږي او د هغې په دوام به د کیمیا له یوې نوې برخې سره اشنا شئ او دا برخه عضوي کیمیا ده. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

طالبان ولې د نجونو او مېرمنو د حقوقو د ورکړې برخه کې څرګند ځواب نه وايي؟

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري د بشري مرستو له رسونې څخه د ښځو راګرځولو او له ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو پرېکړې ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکې بې برخې کړې. د نوموړې د دې څرګندونو په اړه مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله هوتکي سره مرکه کړې. ښاغلی هوتکي د مرکې په پيل کې پوښتل شوی چې، د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د افغانانو له غوښتنو سره سره ولې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړی په برخه کې څرګند ځواب نه وایي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

کرن ډېکر: پر نجونو او مېرمنو محدوديت افغاني ټولنه له راتلونکي بې‌برخې کوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي. اغلې ډېکر نن پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خورړو او راتلونکې بې‌برخې کوي. اغلې ډېکر مخکې هم ورته څرګندونې کړي، که څه هم دې مشخص د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې اوسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. په دې اړه د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې بندیزونو کې د طالبانو یو شمېر اوسني او پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه کسان چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، شامل دي. هڅه مو وکړه چې د اغلې ډېکر د نویو څرګندونو په اړه د طالب ویاندویانو غبرګون هم ولرو خو د دغه راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالۍ او روغتیا سازمانو له مشرانو سره کتلي. نوموړي ویلي، یاد سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورونکو عملیاتو بوخت دي او له کډوالو او د ناورینونو له قربانیانو ملاتړ کوي. ښاغلي وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې په جینوا کې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي استازولي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ ورکوونکي سره په اړیکه کې ده. د هغه په خبره په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو سره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، باید د ښاغلي بنیت د کار، او راپورونو څخه ملاتړ وشي.   نوموړي له دې مخکې په پاکستان او جرمني کې هم له ګڼو افغانانو او د یادو هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په مسایلو خبرې کړې وې. پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس وېسټ دا سفر د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۹ پیل شوی او د فبرورۍ په څلورمه پای ته ورسېد. طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږمو ټولګیو پورته ان تر پوهنتونه یې دوی له زده‌کړو او تحصیل منع کړي دي، په یو شمېر دولتي او نږدې په ټولو نا دولتي ادارو کې یې د دوی په کار کولو بندیز لګولی، له پارکونو، حمامونو، ورزشي کلبونو، او له محرم پرته یې له اوږد واټن سفره هم راګرځولي دي.

05.02.2023 ازادي راډیو

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف مړ شو

په پاکستان کې دایین ماتولو په جرم کې دمرګ دسزا سره مخ دپاکستان پخوانی پوځي امر جنرال(ر) پرویز مشرف د ورپېښې ناروغۍ له امله په متحده عرب اماراتو کې د79ؤ کالو په عمر مړ شوی دی. دهغه کورنۍ دنوموړي د مړینې پخلی کړی دی اؤ وایي پاکستان ته یې مړي په وړلو سوچ کولی شي. ښاغلی پرویز مشرف دتیرې مودې راهسې په یوه سخته ناروغۍ اخته د دوبۍ په امریکن هسپتال کې دعلاج لاندې ؤ. تېرکال په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو" هغه [مشرف] د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي" دپاکستان صدر عارف علوي،وزیراعظم شهباز شریف،دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ساحر شمشاد د پرویز مشرف په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ دهغه کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده. پرویز مشرف په یولسم اګست 1943 کې په ډیلي هندوستان کې زیږېدلی ؤ. د هند د وېش په مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته هجرت کړی ؤ. پرویز مشرف د کال 2016م راهسې په دوبۍ کې ؤ، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تګ اجازه ورکړی شوې وه. مشرف دغه وخت په پاکستان کې ایین سره د غدارۍ مقدمې سره مخ و. پرویز مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په ملک کې يې مارشل لا لګولې وه . مشرف د وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف د کودتا وورسته په شلم جون 2001 کې د هیواد د صدر په توګه سوګند پورته کړو اؤ‌ بیا او تر 2008م پورې په دغه څوکۍ ناست و. په 2001 کال کې په امریکا د یولسم سپټمبر د القاعده د خونړیو حملو ورستو پاکستان د واشنګټن په غوښتنه د ترهګرۍ خلاف په نړیواله جګړه کې شامل شو. مشرف په خپل کتاب ان دي لاین اف فایر(2006) کې اعتراف کړی دی چې پخپله واکمنۍ کې یې نزدې 350 پاکستانیان نیولي او امریکا ته یې سپارلي وؤ. هغه د مېن هنټ په نوم یو باب کې لیکلي دي چې امریکا ورته په میلیونونو ډالر ورکړل چې په بدل کې یې دويي په ترهګرۍ تورن کسان امریکا ته وسپارل. مشرف په دیرشم اپریل 2002 کې د ځان په حق کې لانجمن ریفرنډم وکړو او د خپل صدارت نیټه یې تر پینځه کلونو وغځوله. پہ کال 2003 کې پہ 14 او 25 دسمبر پہ مشرف دوه ځان ځانله ځان مرګي بریدونه شوي وؤ. په 2007 کې د مارچ په نهمه نیټه مشرف د هیواد ستر قاضي یا چیف جسټس افتخار محمد چوهدري له خپل منصبه لرې کړو. د هغې ورسته د مشرف د حکومت پر ضد لاریونونه وشول. د یو لاریون په مهال په کراچۍ کې د مئ په دولسمه 42 لاریون کونکي د ورځې په رڼا کې په ډزو وژل شوي وو چې زیاتره پکې پښتانه وو. ددغو حملو تور د مشرف په اتحادي جماعت متحده قومي مومېنټ پورې شوی ؤ. په شلمه جولای 2007 کې عدالت ستر قاضي بیا بحال کړی ؤ. په دریم نومبر 2007 کې مشرف په هیواد کې ایئن معطل کړو او بیړنی حال یې نافذ کړو. د مشرف په دور کې په نورو متنازعه پرېکړو کې د پاکستان په حدود آرډیننس کې بدلون ، د سرښار اسلام اباد په جامعه حفصه او لال مسجد کې پوځي عملیات، په دغو عملیاتو کې تر 100 زيات کسان وژل شوي وو. د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه. د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ [مرحوم] د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي. خو وروسته د مشرف د طرفه لاهور هايکورټ ته د يادې فېصلې پرضد خواست شوی وو، او په جنورۍ 2020 کې لاهور هايکورټ دغه عدالت لاقانونه ګرځولی کوم چې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه او ياد عدالت ویلي وو، چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.

05.02.2023 ډیوه

ویسټ: د طالبانو سیاستونه میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر ګواښي

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي سویس ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدلي دي او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه په دغه هیواد کې د مرستې رسونې بهیر کمزوری کوي.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف مړ شو

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف یکشنبه فبروري ۵ (سلواغې۱۶) د ۷۹ کالونو په عمر د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې مړ شو.

05.02.2023 امریکا غږ

امریکا د چین د جاسوسۍ بالون ویشتلې او نسکوره کړې

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي د امریکا یوې جنګي جیټ الوتکې شنبه فبروري ۴ (سلواغې۱۵) د جنوبي کاریلونا ایالت په ساحل کې د چین یوه جاسوسي بالون ویشتلې او نسکوره کړیده.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان حکومت په پوځ اؤ عدلیه د تورونو لګولو لپاره د پینځه کلن بند قانوني مسوده تیاره کړې ده

مطبوعات وایي د پاکستان مرکزي حکومت د تعزیرات پاکستان اؤ کوډ آف کریمینل پروسیجر کې په ترمیم کولو د پوځ اؤ عدلیې بدناموونکو لپاره د پینځوؤ کالو د بند د سزا قانوني مسوده تیاره کړې ده. مسوده کې ویل‌شوي څوک چې عدلیه، پوځ یا ددې د کوم غړي د سپکاوي او بدنامولو په غرض څه رقم بیان ورکړي یا معلومات خپاره کړي نو هغه به دبند دسزا وړ ګرځي. پاکستاني سیاستمدارانو دا قانوني مسوده د جمهوریت په زیان بللې ده او وایي دا د رایې د اظهار په ازادۍ دبندیز یوه ناوړه هڅه ده. پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې لیکلي چې دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي. ډان ورځپاڼه وایي دغه قانوني مسوده په لاس ورغلې ده اؤ په هغې کې وړاندیز شوی چې دپوځ اؤ عدلیې په بدنامولو به یو تن ته دپینځه کاله بند ترڅنګ دلسو لکو روپو دجرمانې سزا هم ورکول کیدای شي. کابینې ته په لیږل کیدونکې سپارښتنه کې ویل شوي چې هیواد کې په دې وروستیو کې د ریاست دځانګړو ادارو دبدنامولو اؤ سپکولو په خاظر په دې بې ځایه تورونه لګول کیږي چې په دې ادارو کې عدلیه اؤ پوځ شامل دي. دقانوني مسودې له مخې د ذاتي ګټو لپاره سایبر مهم پیل کړل شوی چې مقصد یې دځانګړو ادارو اؤ دهغې دچارواکو پرضد کرکه اؤ تاوتریخوالی خورول دي. دپاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې دبشري حقونو پخوانۍ مرکزي وزیرې شیري مزاري ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ په ټویټر یې لیکلي دا دجمهوریت لپاره نقصاني ده. هغې لیکلي د ارویلین ریاست په جوړولو مونږ سیاستدانانو ته دا یاد ساتل پکار دي داسې رقم ګامونه مونږ ټولو ټولو ته زیان رسوي دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای. تر دې وړاندې داسې یوه قانوني مسوده په اپریل کال2021 کې هم دقامي اسمبلۍ څخه منظور کړل شوې وه چې پکې په پوځ د تورونو لګوونکو لپاره د دوؤ کالو دبند اؤ جرمانې سزا تجویز کړل شوې وه خو ددغه قانوني مسودې سره ګڼو خلکو اؤ دبشري حقونو فعالینو سخت اختلاف ښودلی ؤ اؤ دایې د رایې څرګندولو دمخې نیولو یوه ناوړه هڅه بللې وه. په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي

05.02.2023 ډیوه

پاکستاني پولیس وایي د طالبانو ۲ قوماندانان یې وژلي دي

په پاکستان کې پولیس وایي د هیواد په شمال لویدیځ کې په ډزو کې د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شویدي.

05.02.2023 امریکا غږ

د تاريخ مضمون؛ ابراهيم 'ع' څنګه خپل قوم د بوتانو له عبادت راوګرځاوه؟

د اووم ټولګي د تاریخ په دې درسي ساعت کې د ابراهیمي تاریخ یوه په زړه پوری برخه لولو. ښوونکی نن د ابراهیم "ع" له لوري د بوتانو له عبادت څخه د خپل قوم راګرځولو کیسه کوي. د اتم ټولګي تاریخ کې به د هارون رشید له مرګ وروسته د هغه د زوی محمد امین بن هارون د واکمنۍ تاریخ ولولو. د نهم ټولګي په تاریخ کې د احمدشاه بابا له لوري په اداره کې اصلاحات لولو. دا به ولولو چې د احمدشاه بابا حکومت تشکیلات څنګه وو او د دولت د ثبات لپاره یې د حکومت ترڅنګ نور کوم داسې تشکیلات رامنځته کړل، ترڅو د چارو په اصلاح او سمون کې ورسره مرسته وکړي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

کندهار کې د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

په دې سیالیو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو او دغه راز له ډيورنډ کرښې ها غاړي چمن او کویټې زیات شمېر خلکو او د غېږ نیونې پهلوانانو ګډون کړی و. د غېږ نیونې پهلوانان یا لوبغاړي وايي، د دغه سیالیو لړۍ باید ژوندۍ وساتل شي او ځانګړی لوبغالی دې ورته جوړ شي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

د پېښور برید; حکومت کې شامل جمعیت علماء اسلام پارلیمان کې د طالبانو د خارجه وزیر د دریځ ملاتړ کړی

دپاکستان پارليمان کې د پېښور پوليس لاین دننه په شوي ترهګریز برید بحث دوام لري او حکومتي اتحاد کې شامل دجمعيت علماء اسلام (ف ) ګوند د قامي اسمبلۍ غړي صلاح الدين ايوبي په دې اړه د پاکستان لخوا په افغانستان لګيدلي تورونه بې انصافي بللې ده. ښاغلي ایوبي د افغان طالبانو دخارجه وزير امير خان متقي هغه دريځ یې تکرار کړى چې که افغانستان د ترهګرۍ مرکز دى نو دلته نه ورانکاري ازبکستان، ايران او د افغانستان نور ګاونډي هيوادونو کې کارروایۍ ولې نه کوي؟ وړاندې نه وزير اعظم شهباز شريف پاکستان ته د ورپېښو امنیتي،سيا سي او معاشي ستونزو په ترڅ کې ټول ګونديز کانفرنس رابللى او امريکا ويلي پاکستان خپله دفاع کې د لاقانونه طالبانو پرضد د د کارروايو حق لري. دقامي اسمبلى غونډۍ ته وينا کې صلاح الدين ايوبي ویلي پيښور دپوليس لاین دننه دشوي ترهګریز بريد په سر افغان طالبانو باندې دتورونو لګولو پځاى پاکستان ته پکار دي چې دخپل کور دننه معاملات پځاي کړي. هغه وويل د دواړه هيوادونو امن د يو بل سره تړلى دى او د الزامونو پځاى پاکستان او افغانستان ته د خبرو اترو لاره خپلول پکار ده. د دفاعي چارو څيړونکى اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی جنرال(ر) طلعت مسعود وايي پيښور پوليس لاین بريد دپاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزه اړيکې ترينګلې کړې دي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د افغان طالبان مسولیت جوړيږي چې د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان مخه ونيسي او دوي پاکستان مخالفه کاروايو نه منعې کړي. تيره اوونۍ دپيښور پوليس لاین جومات کې شوي ترهګریز بريد کې 84 کسان وژل شوي وو او ددغه پيښې پسر د پاکستان ځینو مرکزي وزيرانو کابل باندې دقابض افغان طالبانو د حکومت په ضد سخت بيانونه ورکړي وؤ. دې ته غبرګون کې د افغان طالبانړ د حکومت خارجه وزير امير خان متقي د پاکستاني وزيرانو تورونه رد کړي وو او دريځ یې خپل کړى و که افغانستان د ترهګرۍ مرکز دى نو دلته نه ورانکاري د ازبکستان، ايران، چين او نورو ګاونډي هيوادونو مخه ولى نه کوي؟ تيره ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې د جميعت علماء اسلام ف غړي صلاح الدين ايوبي هم د متقي د دريځ ملاتړ کړى دى. ددفاعي چارو بل يو څيړونکى ډاکټر حسن عسکري وايي د ترهګرۍ په ضد رياستي ادارو تګلارى کې د دنيمګړتياؤ او دسياسي ګوندونو لخوا په دې اړه دبیلابیلو دریځونو له امله د وزير اعظم شهباز په مشرۍ هیواد ته دپېښو چیلنجونو په اړوند د رابلل شوي ټول ګوندیز ګانفر په موثره کیدو پوښتنې راولاړیږي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل پاکستان کې لا اوس هم داسې ګوندونه شته چې دلاقانونه ټي ټي پي د کارروايو غندنه نه کوي او نه غواړي چي حکومت د ټي ټي پي په ضد عمليات وکړي. د پيښور پوليس لاین حملې په ترڅ کې امريکا هم د پاکستان له خوا د لا قانونه تحريک طالبان پاکستان په ضد دکاروايو د مرستې اعلان کړى دى. دقامي سلامتيا لپاره دامریکا د سپينې ماڼۍ رابطه کار جان کربي ويلي پاکستان د خپلى دفاع لپاره د ټي ټي پي په ضد دکارروايو حق لري. جان کربي زياته کړې امريکا جاج اخلي چې په دې اړه پاکستان سره څه مرستې کولى شي.

05.02.2023 ډیوه

پښتونخوا کې پیپلز ګوند غوښتنه کړې د پېښور د برید مقدمه باید د عمران خان اؤ صدر علوي خلاف درج شي

د پاکستان مرکزي حکومت کې دشریک پاکستان پیپلز ګوند خیبر پښتونخوا څانګه وایي ترهګرو ته دبیا راستنیدو لاره دعمران خان په حکومت کې ورکړل شوې اؤ دصدرعارف علوي لخوا په بخښنې ورکولو د ټي ټي پي مهم ترهګر له بنده خلاص کړل شوي دي ځکه نو دپېښور دترهګریز برید مقدمه باید په پخواني وزیرعمران خان اؤ دهیواد په صدر عارف علوي درج کړل شي. دپیپلز ګوند دخیبر پښتونخوا ویاند اؤ دصوبایي پارلیمان پخواني غړي ښاغلي امجد اپریدي ویلي دي نن چې تحریک انصاف ګوند دامن غوښتنه کوي نو پوښتنه دا راولاړیږي چې دوي امن دچانه غواړي ځکه چې دبدامنۍ خورولو لپاره خو پخپله دتحریک انصاف په حکومت کې ترهګرو سره تړونونه اؤ مذاکرات کیدل. خو دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم ښاغلي عمران خان بیا موجوده حکومت دترهګرۍ دخوریدو ذمه وار بللی دی اؤ ویلي یې دي شهباز شریف تر خپلې پوزې لاندې ترهګرۍ خوریدو ته اجازه ورکړې ده. دخالي په ورځ پېښور پریس کلب کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند دخیبر پښتونخوا ویاند ښاغلي امجدخان اپریدي دپېښور پولیس لاین په جومات دشوي هغه برید ذمه وار پاکستان تحریک انصاف ګوند ګرځولی چې دچارواکو په وینا 84نمونځ ګزار پکې وژل شوي اؤ تر دوؤ سوؤ زیات ژوبل شوي دي. دهغه وینا وه چې دعمران خان په واکمنۍ کې دکال 2013نه تر2019م خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ په پېښو کې 692 کسان وژل شوي اؤ په زرګونو نور ژوبل شوي دي. نوموړي وویل خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ دچټک شوي بهیر دمخنیوي لپاره په نیشنل ایکشن پلان عمل کول ضروري شوي دي اؤ دترهګرو دچقولو لپاره سختو ګامونو اخستو ته اړتیا ده. ویاند وویل پرون چې کله په ملک کې دتحریک انصاف حکومت ؤ نو دخیبر پښتونخوا صوبې دحکومتي ویاندبیرسټر سیف په مشرۍ کابل کې دټي ټي پي دترهګرو سره دسولې مذاکرات اؤ تړونونه کیدل اؤ عمران پخپله منلې ده چې هغه دقابو اوو زرو ترهګرو هیواد ته دبیا راستنولو لپاره کار کولو. هغه وویل دعمران خان اؤ صدر عارف علوي پرضد باید دپېښور دچاودنې مقدمه درج کړل شي اؤ هم دې ددې حقیقت معلومولو لپاره دپلټنو یو ګډ پلاوی جوړ کړل شي چې دعمران خان په حکومت کې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات دچا په وینا کیدل. خو پخواني وزیراعظم عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې دترهګرۍ دموجوده پېښو پړه په موجوده حکومت ور اړولې ده او ویلي یې دي هغه حیران دی څنګه موجوده حکومت دخپلې پوزې لاندې دترهګرۍ خوریدو اجازه ورکړې ده. تر دې وړاندې هم عمران خان په هغه دحکومت لخوا کیدونکو نیوکو ته غبرګون کې ویلي وؤ دهغه په حکومت کې ترهګري کنټرول وه دا چې اوس یې موجوده حکومت نه شي کنټرول کولی ددې جواب باید دموجوده واکمنانو نه وغوښتل ښي. کله چې وي او ای ډیوه پر دغه مهال دښاغلي امجد اپریدي نه وپوښتل اوس چې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو دهیواد خارجه وزیر دی نو دپاکستان خارجه پالیسي یې تر کومې داسټیبلشمنټ داثر نه خلاصه کړې ده؟ ،هغه وویل پیپلز اوس دهیواد خارجه پالیسي دترهګرو نه بلکې دهیواد دګټو نه چاپیره چورلي . هغه وویل خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په هر فورم دامن خبره کوي اؤ لکه دعمران خان دترهګرو په پښو کې ناست نه دی بلکې په ډاګه دترهګرۍ مخالفت کوي. ډیوه چې کله سیندصوبه کې د واکمن پیپلز ګوند دخیبر پښتخواڅانګې له ویاند وپوښتل که دموجوده مرکزي حکومت په پالیسیو داسټیبلشمنټ اثر نه شته نو بیا ولې دکراچۍ په زندان کې بندي دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی علي وزیر دعدالت لخوا دضمانت باوجود هم له بنده نه راخوشې کیږي؟ نو ښاغلی امجد اپریدی ددغه پوښتنې جواب ته لاجوابه پاتې شو اؤ وي ویل په دې اړه هیڅ نه شي ویلی اؤ نه ورته معلومات شته. تر دې وړاندې دپيپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو هم نیغ په نیغه په پخواني وزیراعظم عمران خان نیوکې کړې وې چې هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې له ویرې دترهګرو په پښو کې ناست ؤ هغوئ ته یې بهتې اؤ پیسې ورکولې اؤ دترهګرو مهم کمانډران یې له زندانونو خوشې کړې دي. خو عمران خان دې تورونو ته په ځواب کې ویلي هغه دسولې اؤ امن له خاطره غوښتل افغانستان نه دپینځوؤ زرو نه نیولي تر اوو زرو جنګیالي راستانه کړي ترڅو هغوئ دلته دپاکستان دایین اؤ قانون لاندې سوله ییز ژوند پیل کړي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده". له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي". د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي چې تراوسه دوام لري.

05.02.2023 ډیوه

امریکې د اټلانټیک سمندر پر سر د چین جاسوسي غباره را وغورځوله، چین پرې خفګان ښکاره کړی

واشنګټن ـــــ د امریکې یوې جنګي الوتکې د جنوبي کېرولاینا په ساحل باندې د چین هغه جاسوسي غباره د شنبې- خالي په ورځ ویشتلې او را غورځولې ده چې یوه اوونۍ مخکې د امریکې فضايي حدود ته ننوتې وه، امریکایي چارواکو تور پور کړی وو چې د مهمو پوځي مرکزونو څارنه یې کوي. چین د امریکې پر دې اقدام خفګان ښکاره کړی دی. صدر جوبایډن پر دې کار خوشحالي څرګنده کړې او د امریکا پوځ ته یې مبارکي ویلې ده. هغه د شنبې- خالي په ورځ وویل، "دوی په کامیابۍ سره وویشته او زه غواړم خپل هغه پایلټان وستایم چې دا کار یې وکړ". د چین د جاسوسي غبارې د ویشتلو په وخت په ور څېرمه درو هوایي ډګرونو کې پروازونه د لنډ وخت لپاره ځنډول شوي او وروسته بیرته پیل شوي وو. ولسمشر جوبایډن وویل ده د چارشنبې- شورو په ورځ د دې غبارې د ویشتلو امر کړی وو، خو پېنټاګان ویلي وو تر هغه وخته به انتظار کوي چې دا غباره د اوبو پر سر ودرېږي او تر ویشتلو وروسته یې ملبه لاندې پر خلکو را ونه غورځېږي. رویټرز خبري ایجنسۍ د یوه پوځي چارواکي له خولې لیکلي چې په دې کار کې څو جنګي او تېل وړونکو الوتکې برخه اخیستې وه، خو وایي یواځې یوې ایف-22  جنګي الوتکې ماسپښین مهال په میزایل وویشته. چارواکي وایي دا غباره یا پوکڼۍ د امریکې له ساحله شاوخوا شپږ سمندري میله لرې د نسبتاً لږ ژورو اوبو پر سر ویشتل شوې ده چې وایي کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د چین د څارونکو آلاتو د ټوټو د بیرته موندلو په هڅو کې به مرسته وکړي. دا غباره لومړی د جنورۍ په 28مه د امریکې د الاسکا ریاست فضا ته داخله شوې، بیا د جنورۍ په 30مه د کېنېډا فضا ته ننوتې وه او بیا د جنورۍ پر 31مه بیرته د شمالي ایډاهو له لارې امریکې ته را ستنه شوې وه، خو امریکایي چارواکو دا خبر د فرورۍ پر دویمه خپور کړ. چین د امریکې له خوا د خپلې غبارې په غورځولو "شدید خفګان او احتجاج" کړی، وایي د دې پوکڼۍ د ویشتلو لپاره وسلوالو ځواک استعمالول په ښکاره ډول د نړیوال کنونشن سرغړونه ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چین پرله پسې واشنګټن ته ویلي چې دا پوکڼۍ یوه سېول الوتکه وه او ناڅاپه د امریکې فضا ته ننوتې وه، وایي د واشنګټن چارواکو ورته منلې وه چې دغه غباره هیڅ پوځي خطر نه لري. د امریکې په فضا کې د چین د مشکوکې جاسوسي غبارې ښکاره کېدو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دې ته مجبوره کړی وو چې د جمعې په ورځ چین ته پیلېدونکی د دې اوونۍ سفر وځنډوي. د امريکا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي په لاتينه امريکا کې د چین د دویمې جاسوسي غبارې خبر هم ورکړی وو. د پېنټګان د هوايي ځواک پرېس سيکرټري بريګېډير جنرل پيټ رايډر په يو بيان کې ويلي وو: "مونږه رپورټونه وينو چې يوه پوکڼۍ د لاتينې امريکې نه تېريږي. مونږ د دې جاج اخلو چې دا يو بل د څار چينايي بلون دی". د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د امريکا په فضايي حدونو کې د چین د جاسوسي غبارې الوتل د خپل هېواد پر خپلواکۍ تېری او د نړيوالو قوانينو سرغړونه بللې وه خو چين پر دې ټينګار کړی چې دا غباره د موسمياتو د څېړنې لپاره تياره کړل شوې ده.

05.02.2023 ډیوه

رپوټ: پاکستان د ترهګرو د مخنیوي لپاره د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته پلاوی لېږي

واشنګټن ـــــ پاکستاني چارواکو د فرورۍ پر څلورمه وویل اسلام آباد په پام کې لري کابل ته د دې لپاره یو پلاوی ولېږي چې د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه په پاکستان کې د ترهګرو په مهارولو یا کنټرولولو کې مرسته وغواړي. د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف ځانګړي مرستیال فیصل کریم کونډي ویلي، دوه پلاوي به کابل او تهران ته ولېږل شي: "له دوی به د دې خبرې د ډاډ تر لاسه کولو لپاره وغواړي چې خاوره یې د ترهګرو له خوا د پاکستان خلاف ونه کارول شي." د پښتونخوا د پولیسو یوه اعلی چارواکي هم د نوم د نه ښوولو په شرط اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي چې دغه پلاوی به د طالبانو "له اعلی مشرتابه سره خبرې وکړي".دې چارواکي ویلي: "کله چې موږ د اعلی مشرتابه خبره کوو، مقصد مو د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده دی". تېر کال پاکستان د خپل یو پلاوي په وسیله د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر او د حقاني ډلې د اوسني مشر سراج الدین حقاني په منځګړتوب له پاکستاني طالبانو سره په کابل کې خبرې کړې وې او بیا ټي ټي پي ډزبندي هم کړې وه خو دا خبرې ناکامه شوې او دې ډلې بیا په پاکستان کې بریدونه پیل کړل. پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا خبره کړې چې یوه ځانمرګي بریدګر د د جنورۍ پر 30مه د پېښور ښار د پولیس لاین په جومات کې په یو خونړي برید کې تر 100 کسان و وژل او 225 نور یې ټپیان کړل. پاکستاني چارواکو تېره میاشت دعوه کړې وه چې د ایران پولې ته څېرمه د ډزو په پېښه کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو له ایرانه د ترهګرو خلاف د اقدام غوښتنه کړې وه. پاکستاني طالبان ځانونه د افغان طالبانو نظریاتي ملګري ګڼي، ویل کېږي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې دی او له هغه ځایه امر کوي، خو تر اوسه یې څېره رسنیو ته نه ده ښکاره کړې. فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي د طالبانو له چارواکو یې د پاکستاني پلاوي د ورتګ په اړه پوښتنه کړې وه خو هغوی سمدستي په دې اړه څه جواب ور نه کړ. د ایران حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که څه هم د پېښور په چاودنه کې تحریک طالبان پاکستان لاس لرل رد کړي دي، خو د پاکستان مرکزي وزیرانو یې پړه پر دې ډلې ور اچولې دي او تور پورې کوي چې وسلوال یې په افغانستان کې دي او هلته یې دا حمله پلان کړې وه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د فرورۍ په لومړۍ نېټه دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې پاکستان باید "ملامتیا پر بل چا نه واچوي." متقي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو: "د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړي." تر دې مخکې هم طالب چارواکو په وار وار دا خبره کړې چې هیڅ ترهګرۍ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په خلاف وکاروي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ بریدونه خصوصاً په هغو سیمو کې زیات شوي دي چې له افغانستان سره پوله لري.

05.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more