ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه



د اوکراين په سرښار کې چاودنو بنیادي ودانۍ خرابې کړي: چارواکي

‎واشنګټن- د اوکراين چارواکو ويلي د ملک په سرښار کيف کې يو شمېر چاودنې شوي چې مهمې بنسټیزې ودانۍ ( اېنفراسټرکچر) يې په نخښه کړی خو نور تفصيل يې نه دی ورکړی چې څومره او څه څه ته زيان اوړېدلی. د ښار په ډينېپروسکاي ضلع کې چاودنې اورېدلې شوي او د هولوسيوسکاي ضلع په غير اباده برخه کې د ميزايل ټکړې پرېوتل رپورټ شوي. د خالي/شنبې په ورځ د برتانيا د دفاع وزارت د روس لخوا د بليک سي فليټ (بي ايس ايف) کم نه کم لس سمندري جهازونه د نووروسيسک نيول مرکز نه د ګمارلو په اړه تجزيه په ټوېټر خوره کړې ده. ياد وزارت ويلي “په سمندر کې د جهازونو د ګمارلو نه ښکاري روس نووروسېسک ته کومه خاصه خطره ليدلې ځکه يې ترې جهازونه ويستلي او ځای په ځای کړي”. وزارت ليکلي “داسې نه ښکاري چې دا ګمارنې د غير جنګي وخت د کروز ميزايلو د داغلو تياريانې دي. داسې نه ښکاري جهازونه د کوم غير معمولي حملو او اپرېشنو تياريانې کوي. بي ايس ايف تر ډېره حده د اوکرين نه خطر محسوسوي او د حملې او ګزمې د اپرېشنو کولو په ځای د ځواکونو حفاظت ته لمړيتوب ورکوي”. د اوکراين د ډنباس سيمې د سوليډار ښارګوټي د کنټرول معامله تر اوسه په منجمله کې ده ځکه د جمعې په ورځ روس ويلي د مالګې د درنګونو ښارګوټی يې په بشپړه توګه نيولی خو اوکرين دعوه کوي جګړه لا روانه ده. کچېرې د ماسکو دعوې ريښتيا وي دا به په جنګ کې د پرله پسې پوځي ماتې خوړلو وروستو د روس وړومبۍ لاس ته راوړنه وي. د اوکراين د پوځ د سويلي برخو کمانډ وياند سرحي چېرېواټيې رايټرز ته ويلي چې سوليډار يې لا تر اوسه نه دی ترې نيولی. د يولس مياشتو په جګړه کې د سوليډار جنګ د ټولو زيات مرګونی ګرځېدلی خو رايټرز ونه توانېد چې د دعوو د رښتيا کولو په ازاده توګه پخلی وکړي. څېړونکي وايي کچېرې سوليډار د روس لاسو ته پرېوت روسي پوځي ځواکونه به کولی شي په اسانه د بخموت سيمه په نخښه کړي. البته د اوکراين ولسمشر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په يو ويډيو پیغام کې ويلي وو چې د ډونېټسک په سيمه کې سخته جګړه روانه ده او دغه رنګ جنګ په بخموت، سوليډار، کرېمينيا او نورو سيمو کې هم روان دی. اوکريني چارواکو ويلي د 500 نه زيات ولسي خلک چې پينځلس پکې ماشومان هم دي په سوليډار کې ګېر پاتې دي.

14.01.2023 ډیوه

سټېټ بینک: پاکستان ته د بهر نه رالیږل کېدونکو پنګو کې 19 فيصدي کمی راغلی دی

د پاکستان مرکزى بینک ویلي چي د کال 2022م د دسمبر دمیاشتې دوران کې بهرنیو هېوادونو کې مېشته پاکستاني کارکونوکو د 2 اربو ډالره ترسيلات زر هیواد ته استولي دي چې د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 19 فيصدى کم دي. د مرکزى بینک شمېرې ښايي چې په دې کې په مياشتني بنيادونو 3.2 فيصدي کمی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا مهال د ډالر د کمي د سخت بحران سره مخامخ دی او د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم 4 اربه، 30 کروړه ډالره پاتې شوي دي چې د دريوؤ هفتو د درامداتو لپاره هم پوره نه دي.  د روان مالي کال 2022-23  لومړيو شپږو مياشتو جولایي نه تر دسمبر پورې  د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا هیواد ته استول شوي ترسيلات زر کې 11.1 فيصدى کمی راغلی دی. د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بهرنیو هیوادونو کې دمېشتو پاکستاني وګړو لخوا 14.1 اربه ډالره ترسيلات زر لېږل شوي وو. د کرنسۍ او مالي چارو پوهان وايي دا ځکه چې اوس خلک د سرکاري او قانوني لارو پرځاې په نورو لارو پېسې رالېږي ځکه چې د بینک په پرتله پرانستي او تور مارکېټ کې د ډالر نرخونه زيات دي. دا مهال په پاکستان کې د بینک دننه د يو امريکايي ډالر نرخ 228 روپۍ، خلاص مارکیټ کې 237 روپۍ او په خړ یا ګری مارکیټ کې يو امريکايي ډالر د 250 روپو څخه په زياته بیه پلورل کېږي. د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه سره خبرو کې ددې کمي بنيادي علت تېرکال د فرورۍ مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت لخوا د ايي ایم ایف سره د کړې لوظنامې د شرطونو سرغړونه ښايي. هغه وايي له هغې وروسته چې  ايي ایم ایف پاکستان ته د قرض پېسو قسط ورکول ودرول  نو د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر غورځېدل پېل شول. ښاغلی صديقي وايي کال 2022م کې د فرورۍ په 28مه د يو امريکايي ډالر نرخ 177 روپۍ و او اوس دا په ببنک کې 228 روپو ته ختلی دی خو ددې سره سم په پرانستي مارکيټ او خړ مارکیټ کې د ډالر نرخ زياتېدل پېل شول. دهغه په وینا "چې کله خلکو ته په خلاص مارکیټ کې د ډالر زيات نرخ ترلاسه کېږي نو هغوي به ارومرو ترسيلات زر د حوالې او هنډۍ په غېر قانوني لارو استوي" د روان مالي کال د جولایي نه تر دسمبر مياشتې  په مجموعي توګه د 14.1 اربه ډالرو ترسيلات زر هیواد ته راغلي وو چې دا د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 11.1 فيصدي کموت ښایي . په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه سره خبرو کې ویلي د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا د ترسيلات زر د هنډۍ او حوالې د لارې استولو لويه وجه افغانستان ته د ډالر تګ دی او وايي هغه داسې چې افغانان د تور مارکیټ څخه ډالر په ګرانه بیه اخلي. ملک بوستان مخکې وايي ددې يوازینی حل د ډالر يو رېټ ټاکل او ددې ترڅنګ د ډالر د قاچاق او د افغان ټرانزټ ټرېډ د ناسم کارېدو مخه نېول دي.

14.01.2023 ډیوه

پاکستان کې د ګاډو خرڅېدل کم شوي خو نرخونه یې نور هم په بره تللي دي

په پاکستان کز د ګاډو په خرڅ کې د رامنځته شوي 60 فیصدي کمي باوجود انډس موټرز د ګاډو بیعې د 2 لکو روپو نه تر 12 لکو روپو پورې ګران کړي دي او د هغې اثر په مارکیټ کې د استعمال شوؤ یا زړو ګاډو په نرخونو هم پریوځي. سوداګر وایې د نوؤ ګاډو د ګرانو بیعو له وجې داستعمال شوؤ ګاډو په بیعو کې به نوره هم اضافه وشي. اقتصادي پوهان وایپ په حکومتي کچه د زیاتو ټیکسونو، پیداواري لګښتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بیعې د کمي له وجې صنعتي پیداوار په نرخونو هم اغیزې کیږي . په پاکستان کې د ګاډو کمپنۍ انډس موټرز (ټویوټا) روان مالي کال کې د ګاډو په خرڅ کې د 59 فیصدي دکمي باوجود د یو ګاډي بيعه د 280,000 روپو نه تر 12 لکو روپو زیاته کړې ده او دا نوي نرخونه به د روانې میاشتې د 12 نیټې نه پځائ کیږي. تیره میاشت په دسمبر کې یادې کمپنۍ د ډالرو د کمي او ایل سیز نه پرانستل کیدو  له وجې خپل پیداوار هم د یوی اوونۍ دپاره تړلی و.  د ګاډو کاروباریان وایي د ډالر په مقابله کې د پاکستانی روپۍ د کمي په وجه د وړاندې څخه د استمال شوؤ یا زړو ګاډو بیعې سېوا شوي او د کمپنۍ د پریکړی وروسته ددې بیعې به نورې هم زیاتې شي. داود خان په خیبر پښتونخوا کې د زړو ګاډو کاروبار کوي، وایي راړه ګاډي وړاندی هم ګران شوي. "2006-7 ماډل ګاډی په 10لکه روپۍ و او د هغې بيعه اوس 16 لکو روپو ته زیاته شوې ده او هم دغه رنګه 2016 ماډل ګاډی ټویوټا په 18، 19 لکه روپۍ و نن سبا دهغه ګاډي بيعه 26 لکو روپو ته رسیدلې ده"  انډس موټرز کمپني وایي په پاکستان کې د معاشی بدحالۍ،زرمبادله کې دبې ثباتۍ او په پیداوار د خرڅونو له وجې موجوده نرخونه پځائ نه شي ساتلی او هم ددې له وجې یې ګاډی ګران کړي دي. د انډس موټرز کمپنۍ د قیمتونو مطابق د1300 سي سي ګاډي  قیمت 40لکو او 69 روپو ته زیات شوی، د کروله ګاډی 1600 سي سي ګاډی بيعه 3 لکو او 70 زره اضافې سره 49لکو او 40 زره روپو ، او د وي ای ټي  او فارچونر ګاډي  بيعه د 9 لکو روپو د اضافې وروسته یو کروړ 20 لکو او یو نیم کروړ روپو نه هم  سیوا شوې ده. د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي د ډالر د بیعې د زیاتوالي او حکومتي ټيکسونو له وجې په پاکستان کې د صنعتی پیداوار په بیعو کې اضافه کیږي. "پیداواري خرڅونه، حکومتي ټيکسونه او نړیواله ګراني ددې غټې وجې دي پاکستان په صنعتونو په مختلفو ټيکسونو کې هم اضافې کړې دي چې په ټولو پیداواري شیانو لګي او دهغې له وجې هم ددې قیمتونه په بره ځي"   په پاکستان کی معاشي پوهان وایي د سود د شرحې د زیات والي او معاشي بدحالۍ له وجۍ د ګاډو صنعت هم سخت اغیزمن شوی او د پاکستان د ګاډو د جوړولو اتحادیه وایي تیر کال په اکتوبر کې انډس موټرز 30فیصدي پیداوار کم کړی او د روان مالي کال په 6 میاشتو کې د کرولا او یارس ګاډو خرڅ (سیل) 59فیصدي کم شوی او تیره میاشت یوازې 1879 ګاډی خرڅ شوي دي. تیر کال د پاکستان حکومت  په  ګاډو  فیډرل ایکسایز ډیوټي د  7.5فیصدو نه تر 40فیصدو  زیاته کړې وه  ترڅو 6.5 اربه روپۍ په مالیا کې اضافه وکړي.

14.01.2023 ډیوه

د ټي ټي‌ پي د بریدونو توان زیات شوی، اوس پاکستان کې لوی هدفونه په نخښه کوي،د څېړونکو وینا

څيړونکي وايي په دې وروستيو کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان د بريدونو توان زيات شوی دی او دهغوئ وسله وال لوی هدفونه په نخښه کوي۔ څيړونکي وايي روان وضيعت ښايي چې په راتلونکې کې د بدامنۍ پېښې نورې هم زياتې شي۔ تحريک طالبان پاکستان په کال 2022م کې د 367 او د روان کال وړومبیو 13 ورځو کې د16 بريدونو زمه وارۍ منلې دي. تحریک طالبان پاکستان په دې وروستيو کې لویې بريدونه کړي دي چې پکې په بنو کې په 18م دسمبر د سي ډي ټي دفتر کې امنيتي اهکار يرغمال کول، په لکي مروت او بنو کې په پوليسو بريدونه او تېره شپه په پېښور کې د پوليسو په تاڼه بريد شامل دی۔ څيړونکی او خبريال حق نواز خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د نومبر مياشت کې د حکومت او ټي ټي پي ترمېنځه د ډز بندۍ ختمېدو وروسته بريدونه سېوا شوي دي۔ نوموړي وويل د مذاکراتو په وخت ټي ټي پي خپل د بريدونو توان زيات کړی و چې اثرات يې اوس د لويو هدفونو په نخښه کولو په شکل کې مخې ته راځي۔ "دټي ټي پي بريدونه چټک شوي دي، په راتلونکې کې ښکاري چې د دوي حملې نورې هم زياتې شي، دوي اوس د پخوا په څېر لويې هدوفونه په نخښه کوي" د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د جنورۍ په وړومبۍ هفته کې ويلي وو ټي ټې پي د اسې وسله کاروي چې د شپې په تیاره کې دهدف لیدنې صلاحيت لري۔ نوموړي وويلي وو دغه وسله کېدای شي چې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو نه پاتې شوې وي۔ خو دا چې په ډېورنډ کرښه د ازغن تار لګېدو نه وروسته څنګه ممکن ده چې وسله وال پرې راواړول شي؟ په جواب کې يې څيړونکی او خبريال اسماعيل خان وایي"زما خيال دی چې د پولې باره کې د ازغن تار په اړه مونږ څه ډير خوشبينه يو، څوک هم چې زمونږ د جعرافيي نه خبر وي هغوي ته معلومه ده چې دا پوله سل په سله تړل ګرانه ده، دې باندې ټوپک راوړل او کسان راوړيدل څه مشکل کار نه دی" د ترهګرۍ دتازه پېښو په اړه دپاکستان د کورنیو چارو وزير رانه ثناالله ويلي په خېبر پښتونخوا کې دامنيت په خرابه وضعه انديښمن دی، ترهګر په تاڼو بريدونه کوي او د پوليس ځوانان او افسران په هدف کيږي، نوموړي ويلي ښکاري چې صوبايي حکومت په بنو کې د سي ټي ډي په دفتر د بريد نه هم کوم سبق نه دی ترلاسه کړی خو صوبايي حکومت د کورنیو چارو د وزیر دې څرګندونو ته څه نه دي ويلی۔ په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وؤ، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي. هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي "

14.01.2023 ډیوه

د بریتانیا شهزاده: په رسنیو کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر "خطرناک درواغ دي"

شهزاده هري په افغانستان کې د هغه له خوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په تړاو د بریتانوي رسنیو انګېرنې "خطرناک درواغ" بللي او له خپلو څرګندونو یې دفاع کړې ده. د "سپېر" په نوم کتاب د شهزاده هري د یادښت یوه برخه د هغه شمېر کسانو په اړه ده چې ویل شوي، هري په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال وژلي او دا چې د "شطرنج دانو" په څیر بلل شوي وو، غبرګونونه یې راوپارول. طالبانو هم د هري د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او یو شمېر طالبانو د هري د محاکمې غوښتنه هم وکړه.

14.01.2023 BBC

ايګلېنډ: په افغانستان کې د ښځو په تعليم او کار د بنديز لرې کېدو دپاره هڅې کوو

د ناروی د کډوالو د کونسل جنرل سيکرټري جان ايګلېنډ ویلي، په افغانستان کې به د ښځو د تعليم او کار د بنديز د پرېکړې بيرته اخستو دپاره کار جاري ساتي.

14.01.2023 ډیوه

دجاسوسي په تورونو دایران ددفاع پخوانی مرستیال وزیر علي رضا اکبري په دار خیژول شوی دی

ایران کې ددغه هیواد ددفاع پخواني وزیر دبرتانیې تابعیت لرونکي علي رضا اکبري برتانیې لپاره دجاسوسۍ په تور په دار ځړول شوی دی. دایراني عدلیې اړوند خبري شبکې میزان دخالي په ورځ په ټویټر علي رضا اکبر ته دتېزندۍ دسزا ورکړل کیدو پخلی کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې هغه کله په دار خیژول شوی دی. ایراني عدلیې په ښاغلي اکبري تور لګولی ؤ چې دښمن هیواد ته یې دهیواد مهم رازونه ورکړي اؤ له دې لارې یې دهیواد امنیت دګواښ سره مخ کړی ؤ. برتانوي چاروکو ایران ته خبرداری ورکړی ؤ چې باید علي رضا اکبري ته دمرګ د سزا ورکولو څخه ډډه وکړي خو ددې باوجو ایران هغه په دار خیژولی دی. دبرتانیې دبهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي دجمعې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې ایران دي په سیاسي بنیادونو علي رضا اکبري ته د پهانسۍ ورکولو نه ډډه وکړي. 61 کلن علي رضا اکبر دایران اؤ برتانیې غبرګ تابعیتونه لرل اؤ هغه دایران دپخواني صدر محمد خاتمي په واکمنۍ کې تر دکال 1997 نه دکال 2005م پورې ددفاع د مرستیال د وزیر په ګډون په ګڼو مهمو څوکیو دنده ترسره کړې وه. دیران دتسنیم خبري شبکې له مخې ښاغلي اکبري دایران اؤ لویدیځو طاقتونو ترمنځ تېرو وختونو کې داټومي مذاکراتو جاسوسي هم کړې وه. اکبري په کال 1988 کې دایران اؤ عراق ترمنځ داته کلنې خونړۍ جګړې نه وروسته دملګرو ملتونو دمبصرینو سره په ګډه دجنګ بندۍ پرځائ کولو مشري هم کړې وه. اکبري یو اصلاح خوښی ایراني چارواکی ګڼل کیدو اؤ هغه دخپلې دندې پرمهال لویدیځ سره په غوره اړیکو ټینګار کولو . ایراني چارواکو په اکبري دجوړې مقدمې هیڅ جذیات مخې ته نه وؤ راوړي . ایران کې دجاسوسۍ اؤ قامي سلامتۍ په اړه جرمونو کې په تورنو کسانو دبندو دروازو ترشا مقدمې جلیږي اؤ دبشري حقونو سازمانونه نیوکي کوي چې دغو تورنو کسانو ته دخپلو وکیلانو دانتخاب حق نه ورکړی کیږي اؤ نه ورته دځان پرضد دثبوتونو دکتنې اجازه ورکړل کیږي.

14.01.2023 ډیوه

مثلث: په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کیدل او خوشې کیدل

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو سلګونه افغان کډوال خوشي شوې. چارواکي وایي، دې کسانو قانوني اسناد نه لرل چې د زندان د مودې له تیریدو وروسته ازاد شول. سوال دا دی چې دې کسانو که اسناد نه لرل څرنګه تر کراچۍ ورسیدل. لاهم په سلګونو افغانان په پاکستان کې زنداني دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی شئ

14.01.2023 ازادي راډیو

امنيت شورا طالبانو ته: د ښځو او نجونو په وړاندې ظالمانه اقدامات ژر تر ژره لغو کړئ

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ښځو او نجونو په وړاندي د طالبانو وروستي محدوديتونه 'ظالمانه' بللي او له هغوى څخه يې غوښتي چې دغه اقدامات ژر تر ژره لغوه کړي٠

14.01.2023 امریکا غږ

جمهوري غوښتونکي د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتل پلټي

د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو چې دا ځل پدې مجلس کې اکثریت هم دي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د راوتلو په هکله پلټنې پیل کړي.

14.01.2023 امریکا غږ

کراچۍ: نيوزي لېنډ د پاکستان نه د کرکټ درېو سياليو سيريز ګټلی

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ په کراچۍ کې د درېو يو ورځنو سیاليو وروستۍ سيالي نیوزي لېنډ ګټلې او سيريز يې په خپل نوم کړی دی.

14.01.2023 ډیوه

ایران وایي سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کیدو ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې ښایي د سعودي عربستان سره دپلوماتیکې اړیکې د خبرو اترو له لارې بیرته ژوندۍ شي.

14.01.2023 امریکا غږ

بلوچستان: وکيلانو د مولانا هدايت الرحمان د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کې د عدالتونو نه بايکاټ اعلان کړی

د بلوچستان د وکيلانو تنظيم بلوچستان بار کونسل د ګوادر د حق غوښتنې تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان نيونه غېر قانوني عمل بللی او ويلي يې دي چې د ګوادر له ضلعي د عدالت څخه د مولانا نيول د عدالت سپکاوی دی.

14.01.2023 ډیوه

امریکا کې بوړ بوړکیو ۹ تنه وژلي

د متحده ایالاتو په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکي وایي د بوړ بوړکیو له کبله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي.

14.01.2023 امریکا غږ

د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ لوبو لغوه کېدل؛ ایا سپورټ او سیاست سره جلا دي؟

د لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې اسټرالیا نه غواړي له افغانستان سره په مارچ میاشت کې ۳ یو ورځنۍ لوبې وکړي. د اسټرالیا په بیګ بیش سیالیو کې د افغان لوبغاړو د نه ګډون پرېکړه او عواقب یې. د سپورټ او سیاست په جلا والي د یو شمېر خلکو ټینګار، ایا اوس سپورټ او سیاست سره جلا دي؟ د ګڼو افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو سوداګریزو کرکټ لیګونو پیل. افغان کرکټ بورډ باید د کرکټ راتلونکي لپاره څه وکړي؟ د فوټبال، ټینس او هاکي نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

14.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more