امریکا کې له پټلۍ د اورګاډي ښویېدو مرګ ژوبله اړولې
د امریکا په شمال لویدیز واشنګټن کې له پټلۍ د اورګاډي ښویېدو ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیان اړولی.
د ګوجرات ایالتي پارلمان ته څلور مسلمان نوماندان بریالي شول
د هند د ګوجرات ایالت پارلماني ټاکنو کې څلور مسلمان نوماندان کامیاب شول. تېرو ټاکنو کې د دغه ایالت دوو مسلمانو نوماندانو بری ګټلی و. د ګوجرات بریالیو مسلمانو نوماندانو په اړوند څلورو حوزو کې د واکمن بي جي پي ګوند غړو ته ماتې ور کړې ده.
"ټرمپ او سلمان؛ د یوې سکې دوه مخه"!
د الجزایر فوټبال لوبې مینه والو لوی شعارونه لېږدول چې د سعودي د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نیم - نیم انځور یې یو انځور جوړ کړی و.
"امریکا د سوېلي اسیا د چارو په اړه د هند په ژبه خبرې کوي"
پاکستان کې چاپېدونکې ډان ورځپاڼه د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه له قوله لیکي امریکا د سویلي اسیا د چارو په اړه د هند په ژبه خبرې کوي او د کشمېر د مسلې په برخه کې هم په هماغه باور ده چې هندوستان دی.
ټرمپ: داسې پاکستان غواړو چې افغانستان بې ټیکاوه نه کړي
د امریکا ولسمشر وايي، متحده ایالتونه په سیمه کې د افغانستان ملګری دی او ځواکمن افغانستان غواړي. ډونلد ټرمپ یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د واشنګټن- اسلام اباد د ښو اړیکو لپاره د ترهګرۍ ضد ډېرې هڅې وکړي. نوموړي د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ په روښانولو کې دا غوښتنه وکړه.
هغه کورنۍ چې له هنټېنګټن ناروغۍ اغېزمنه شوې
ساينسپوهانو ناوړه کېدونکو عصبي ناروغيو کې يو تر ټولو لوی کنګل ماتوونکی ګام بللی چې تېره نيمه پېړۍ کې پورته کېږي.
د روهېنګيا کډوالو حال
له بي بي سي سره یوه مرکه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ويلي آنګ سان سوچي د دې فرصت لاره چې مياشتې مخکې مداخله وکړي، او دا چې د پوځي عملياتو ترسرکولو ګام بايد په لوړه کچه منل شوی وی.
جوزجان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی
د افغانستان شمال شبرغان کې د بشري حقونو کمیسون وايي د روان کال تېرو اتو میاشتو کې د ښځو وژنې ۱۶ پېښي ورسره ثبت شوې دي.
د هېوادونو د زغم ازموینه
په اوسني وخت کې سېنګاپور، جنوبي کوریا، فنلنډ او کاناډا د مخکښو هېوادونو په کتار کې دي. راتلونکي کال کې به د نړیوالې وړتیا په برخه کې تقریبا ۸۰ هېوادونه وازمویل شي.
عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده
عطا محمد نور وايي د ارگ دا پرېکړه چې گواکې د ده استعفا يې منلې ردوي او خپله دنده نه پرېږدي. ښاغلي نور چې له خپلو يو شمېر پلويانو سره له ليده کاته وروسته هغوى ته وينا کوله وويل ولسمشر غني ته وړاندې شوې استعفا پاڼه زړه ده چې ورسره مله شرايط پوره نشول، نو له دې امله يې نه مني.
د بلخ د والي عطامحمد نور استعفا
افغانستان کې د اسلامي جمعيت ګوند د بلخ پخواني والي عطا نور د استعفا له يادونې په ډډې يوه اعلاميه کې د ارګ ګام غندلی او دا يې يو بېړنی کار چې په وينا يې د افغانستان امنيت او ارامۍ سره ټکر کې دی.
د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر کې ۱۲ ساعته برېښنا نه وه
د امريکا د هرټزفيلډ جکسن هوایي ډګر تیاره ترمینلونو کې په لسګونه زره خلک بند پاتې وو. دا د نړۍ تر ټولو بوخت هوایي ډګر دی چې د ورځې ۲۲۵ زره مساپر ترې تېرېږي او هره ورځ کابو ۲۵۰۰ الوتنې ترې الوځي.
په پېژندپاڼو کې د افغان، ملیت او دین کلمو راوړل تایید شول
د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسون د برېښنايي پېژندپاڼې په تړاو د افغان ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ. د برېښنايي تذکرې چارواکي وايي، د ګډ کمېسون پرېکړې سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې خنډونه لرې شول او دوی به راتلونکي اونۍ تذکره وېشل پیل کړي.
"هغه بهرنیان څه شول چې داعش لپاره جنګېدل؟"
پر هغو بهرنیانو څه وشول چې د داعش ډلې لپاره جنګېدل؟ دا د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت اعلان وکړ.
کابل ښار کې ډله ییز وسله وال برید شوی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند افشار سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز ډله ییز وسله وال برید شوی دی.