اریانا سعید د اتلانتیک شورا د ۲۰۱۸ کال جایزو نوملړ کې
په پام کې ده چې د اتلانتیک شورا د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ او ۶۴مې وزیرې ډاکټرې میډلین البرایټ، افغان سندرغاړې اریانا سعید، ښځينه بشري فعالانو، او د تلوېزیون ځینو څېرو او د سوریې فعالې او د "Dear World" کتاب لیکوالې بنا العابد ته د ازادۍ جایزې ورکړي.
امریکایی ستورمزلی او نقاش الن بین ومړ
پخوانی امریکایی ستورمزلی الن بین ، چې سپوږمۍ ته څلورم ختلی انسان دی، د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا ټکساس ایالت کې ومړ.
"شمالي کوریا د اټومي وسلو د له منځه وړلو هوډ لري"
د سوېلي کوریا ولسمشر وايي د شمالي کوریا مشر د اټومي وسلو د یو مخ له منځه وړلو او د امریکا له ولسمشر سره د لیدلو هوډ لري. د مون جایه دا خبرې د شمالي کوریا له مشر سره د تېرې ورځې له لیدنې وروسته دي.
د حنيف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی اسلام اباد ته ځي
د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په بلنه افغان امنيتي پلاوی د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ کې اسلام اباد ته ځي او د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي عباسي سربېره د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره به وګوري.
"د افغانستان له مشورې پرته د قبايلي سيمو په اړه پرېکړه عملي نه ده"
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د قبایلي سیمو د حقوقي حالت د بدلولو په اړه د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه یو اړخیزه او له برتانوي هند سره د افغانستان د ۱۹۲۱ کال د تړون مخالفه بللې ده.
د افغانستان پارلماني ټاکنو د نوماندانو نوملیکونه پیل شوه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د نوماندانو نوملیکنه د غبرګولي پر پنځمه پیل کړه. دا بهیر د روانې میاشتې پر ۲۲مه پایته رسېږي. کمېسیون وايي، تر اوسه ۳ میلیون رای ورکوونکو ټاکنو کې نومونه لیکلي.
پاکستان کې 'دولتي هکرانو' افغان دیپلوماتان په نښه کړي
پاکستان کې د افغان سفارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې ځینو مامورینو ته یې روانه میاشت د ګوګل له خوا خبرداری ورغلی، چې ګني هکران یې د برېښنالیکونو د پټ نومونو غلا کولو هڅه کوي. د سفارت ځینو کارکوونکو له ایمېلونو د دوی له خبرېدو پرته برېښنالیکونه استول شوي.
اشرف غني: راشد خان چاته نه ور کوو
افغان ولسمشر د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د افغانستان ویاړ بولي او وایې چاته یې نه ور کوي. د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې له پرونۍ لوبې ګټلو وروسته ځینې هندیانو له خپل حکومت وغوښتل راشد خان ته وګړتوب یا تابعیت ور کړي.
د مار یوه چیچ مور او لور ووژله
په هند کې یوه مور چې مار چیچلې وه، مخکې له دې چې پوی شي مار چیچلې، خپلې درې کلنې لور ته تی ورکړ، خو دواړو روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکړه. په نړیواله کچه هر کال د مار چیچلو له کبله د ۸۱ زرو او ۱۳۸ زره کسانو ترمنځ انسانان مري، چې کابو نیمايي برخه یې یوازې هند کې ده.
ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه؟
یوه جنیټیک مطالعه دا راز ښيي چې ملاریا څنګه انسان وژونکې شوه. د برتانیا د کمبریج په یوه څېړنیزه موسسه کې څېړونکو د ملاریا د کورنۍ شجرې یا نصب د موندلو لپاره د دې ناروغۍ اوه ډوله پرازیټ خپلو کې پرتله کړ.
"له افغان ژباړنو سره د بریتانیا د مرستې پروګرام یو مخ ناکام دی"
د بریتانیا د پارلمان غړو ویلي د حکومت هغه پروګرام چې له زرګونو افغان ژباړونکو سره د مرستې لپاره جوړ شوی یو مخ ناکام پروګرام و. په رپوټ کې راغلي دا پروګرام په ښکاره د ټولو هغو ملکي وګړو لپاره و چې له برتانویانو سره یې کار کړی خو په افغانستان کې د دغو کسانو د پاتې کېدولو لپاره یې هڅې کولې.
له ټولپوښتنې پرته پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پایلې خطرناکې دي
د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دې لایحې مخالفت کوي او پایلې یې خطرناکې بولي.
د انجلینا جولي "نفقه ګټونکې" فلم د افغان نجونو ستونزې انځوروي
د هالیووډ سینما وتلې لوبغاړې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې انجلینا جولي په یوه نوي جوړ کړي فلم کې هغه څه انځور کړي چې افغانستان ته په خپلو سفرونو کې یې ور پام شوی و.
د عکسونو البوم: په افغانستان کې د بخار دېګ صنعت
په افغانستان کې "دیګ بخار" د پخلنځي په "پاچا" مشهور دی. اوسمهال یې د سیمې هېوادونو ته هم لار موندلې. اوس افغانستان ډېره برخه بخار دېګونه پخپله تولیدوي او ۳۰ سلنه تولیدات بیا د سیمو هېوادونو ته صادروي.
ننګرهار کې له ګلابو د عطرو جوړول
د افغانستان په ننګرهار کې سږکال د ګلابو کر او حاصلات ډېر شوي دي. دغلته په دوه نيم زره جريبه ځمکه د ګلابو بڼونه دي. د ګلابو په دې کروندو کې، شاوخوا پنځه زره خلکو ته د کار موقع پيدا شوې ده.