ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


هند پاکستان ته؛ ترهګري او خبرې یو ځای نشي کېدلی

د هند د بهرنیو چارو وزیره سشما سوراج وايي، د پاکستان له خوا د کرتاپور لارې پرانیستل په دې مانا نه دي چې نوی ډېلی له اسلام اباد سره بیا خبرې پیل کړي. نوموړې په دکن کې د چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د پاکستان او هند ترمنځ خبرې او کرتاپور لار دوه بېلې مسلې دي.

29.11.2018 BBC

کابل: پر بهرني امنیتي شرکت موټر بم برید شوی

د افغانستان پلازمېنې کابل نهمې حوزې سیمه کې نن چهارشنبه ماښام یوه درنه موټر بم چاودنه شوې. د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، وژل شویو کې بهرنیان هم شته.

28.11.2018 BBC

جنیوا غونډه کې له افغانستان سره کومې ژمنې وشوې؟

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، د جنیوا غونډې ګډونوال د سولې یوه داسې بهیر ملاتړ کوي، چې مشري به یې افغان دولت کوي. په ورته وخت کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ د یوې هوکړې له مخې دغه ټولنه په جنیوا کنفرانس کې له افغانستان سره ۵۳۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

28.11.2018 BBC

په انساني جین کې له بدلونه د چینايي څېړونکي دفاع

هغه چينايي څېړونکي چې ادعا کوي په جینيټکي لحاظ بدل شوي لومړني ماشومان يې جوړ کړي د خپل کار دفاع کړې. د شينزين پوهنتون مرستیال پروفېسور هي جيانکوی په هانګ کانګ کې د جينوم په تړاو جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ویلي چې هغه په خپل کار وياړي.

28.11.2018 BBC

ولسمشریزې ټاکنې د وري پر ۳۱ مه کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، ولسمشریزې ټاکنې او د غزني پارلماني ټاکنې به د راتلونکې وري میاشتې پر ۳۱ نېټه ترسره کوي. کمیسیون وايي، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له څلور میاشتې ځنډ وروسته، یانې د راتلونکي لمریز کال د سنبلې پر ۳۰ نېټه ترسره کېږي.

27.11.2018 BBC

معصوم ستانکزی: که پر زورواکو قانون نه پلی کېږي نو دنده پرېږدم

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي د سه شنبې پر ورځ مشرانو جرګې ته ویلي، که په هېواد کې د زورواکو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي نو دی نور حاضر نه دی چې پر خپله څوکۍ پاتې شي. نوموړي د سیمه ییزو قومندان علي پور د قضیې څېړلو غوښتنه کړې

27.11.2018 BBC

د جکي چان لور له خپلې نجلۍ ملګرې سره واده وکړ

د هالیووډ د وتلي ستوري جکي چان ۱۹ کلنې لور اتا ان جي له خپلې ۳۱ کلنې نجلۍ ملګرې سره واده کړی دی. دواړو د خوښۍ عکس خپور کړی چې ان جي او انډي اوتم پکې خوشحاله ښکاري.

27.11.2018 BBC

فراه کې د جوين ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون ۲۲ پوليس وژل شوي

د فراه دولتي سرچینې وایي، د نوي امنیه قومندان په ګډون د جوین ولسوالۍ ۲۲ پولیس د طالبانو په یوه ډله يیز برید کې وژل شوي دي. تېره میاشت افغانستان کې امنیتي ځواکونو ته سږ کال تر ټولو ډېره خونړۍ وه.

26.11.2018 BBC

ملي امنیت: علي پور د ناقانونه کړنو له کبله نیول شوی

د افغانستان د ملي امنیت ادارې کابل کې د ناقانونه وسله والو د یوه قومندان عبدالغني علي پور نیول تایید کړي چې وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله یې په درنو او سپکو وسلو سمبال کړې وه او له خلکو به یې باج اخیست او خلک یې ځورول.

26.11.2018 BBC

د ایران کرمانشاه کې زلزله؛ سلګونه کسان ژوبل دي

د ایران د کرمانشاه ولایت په ګډون لوېدیځو سیمو کې سخته زلزله شوې، چې له امله یې تر پنځوسوو ډېر کسان ژوبلېدلي دي، خو د ټپیانو شمېر بیا بیا پورته کېږي. یو کال مخکې هم په دغه مهال کرمانشاه او ور څېرمه سیمو کې زلزله شوې وه، چې له امله یې څلور سوه کسان وژل شوي او تر اوو زرو ټپیان وو.

26.11.2018 BBC

اروپايي مشرانو د دوی له ټولنې د برتانیا وتل تایید کړل

د اروپايي ټولنې مشرانو له دې ټولنې نه د برتانیا د وتلو په تړاو هوکړه تایید کړه. هغوی په برسلز کې د غونډې پر مهال د بېلتانه پر تړون او د دواړو خواوو تر منځ د راتلونکو اړیکو په تړاو پر پرېکړه لیک تر یوه ساعت کم وخت کې سره سلا شول.

25.11.2018 BBC

کابل مظاهره: "د نیول شوي قومندان پلویانو ۲۳ پولیس ټپیان کړي"

د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د یوه سیمه ییز قومندان تر نیولو وروسته مظاهرې پیل شوې دي چې د امنیه قومندان په وینا افغان پولیس پکې ژوبلېدلي. سرچینې وايي، د علي پور په نامه یو سیمه ییز قومندان یې د یکشنبې پر ورځ د کابل ښار له اتلسمې حوزې نیولې. نوموړی د ولسي وګړو پر ربړړونه تورن دی.

25.11.2018 BBC

کرېکټ؛ اسټرالیا اینګلنډ مات کړ او څلورم ځل یې د ښځو نړیواله اتلولي وګټله

د اسټراليا د کرېکټ ښځينه لوبډلې د انګلنډ د ښځو کرکټ لوبډله د نړیوالو شل اوره سياليو په وروستۍ لوبه کې ماته کړه او د ښځو د نړیوالو شل اوره سياليو څلورمه اتلولي يې وګټله.

25.11.2018 BBC

''افغان دولتي ادارو یوه کال کې لسګونه میلیارده افغانۍ بې حسابه لګولې''

د افغانستان تفتیش عالي ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار لګښتونه، د سولې پروګرام، د چارو ادارې مامورينو لوړ معاشونه، د ملي امنیت لګښتونه، د افغانستان بانک د پورونو جبران او د دولتي ادارو اوپراتيفي لګښتونه بې حسابه پاتي دي او د لګښتونو سندونه یې نه شته.

24.11.2018 BBC

پاکستان د 'لبیک پاکستان یا رسول الله غورځنګ' مشر خادم حسین رضوي نیولی

پاکستاني چارواکو هغه وتلی ملا او سیاسي مشر نیولی چې پلویانو یې تېره میاشت د پاکستان لویو ښارونو کې ددې لپاره ژوند په ټپه ودراوه چې غوښتل یې اسلام ته د سپکاوي قانون سم پلی شي. خادم حسین رضْوي چې د 'لبیک پاکستان غورځنګ' مشر دی په لاهور کې له خپلې مدرسې بیول شوی.

24.11.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more