امریکا ته د "طالبانود اسلامي امارت" بیا راتګ د منلو نه دی- خلیلزاد
د افغانستان د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې دوی له طالبانو سره د یوې موافقې په درشل کې دي او بل پړاو به بین-الافغاني مذاکرات وي.
ویجاړونکی توپان د بهاما له ځپلو وروسته فلوریډا خوا ته روان دی
د ډوریان ویجاړونکی توپان د سپتمبر په دویمه په ډیر شدت د گرند بهاما ټاپو ته ورسید، په زرگونه کورونه یې زیانمن کړي او په دغو ټاپوگانو کې د زرگونو اوسیدونکو ژوند ته یې گواښ پیښ کړی.
په امریکا کې د کارگر ورځ؛ نننۍ او یوه نیمه پیړۍ مخکې کارگر
د امریکا د متحده ایالاتو خلک نن دوشنبه د سپتمبر دوهمه (وږي١١) د کارگر ورځې عمومي رخصتي لمانځي او د امریکایي کارگرانو او د هیواد په اقتصادي وده کې د هغوی د ونډې ستاینه کوي.
د نړۍ وروستي خبرونه له ازادي ستودیو
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته له طالبانو سره د شوې توافقنامې په اړه معلومات ورکړې دي. دا به هم وګورئ چې په فرانسه کې په قتل له یوه تورن افغان څخه تحقیقات کیږي. ایران اروپا ته خبرداری ورکړی او د انسان د پیدایښت په اړه مو له یوه نوي کشفه خبروو.
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
سرچینه: امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي په هڅه کې ده
په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته له څلور اوونیو کم وخت پاتې، دغه سرچینه د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وايي، امریکا غواړي د دغو ټاکنو د مخنیوي لپاره يوه اجماع رامنځته کړي.
افغان حکومت د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې متن ارزوي
ارګ وايي د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله ته له طالبانو سره د سولې د موافقې متن ښودلی دی.
افغانه لوبغاړې چې لاس نهلري، خو د پینګ پانګ لوبو کې اتلولي ترلاسه کوي
ولې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبې د ټلوېزیون په پرده نهخپرېږي؟ دلایليې اورئ.
له خلیلزاد سره د ټاکنو پر ځنډولو خبرې نه دي شوي- صدیقي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو ورځ او نیټه معلومه ده او انتخابات به په خپل وخت وشي.
د ایران د جودو اتل د امنیتي اندېښنو له کبله خپل هېواد ته نه ستنیږي
د جودو ورزش یو نړیوال ایرانی اتل وایي د حکومت امر یې ندی منلی او د توکیو په نړیوالو لوبو کې یې د یو سرائیلي جودوکار سره سیالي کړې ده. هغه وايي اوس خپل هېواد ته له تگ ډاریږي.
پاکستان "هندي جاسوس" سره د یو دپلومات د ملاقات اجازه ورکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هغه هندي سره یې د هند د یو دیپلومات د ملاقات اجازه ورکړې چې د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوی دی.
'کندوز کې ځانمرګي برید ۶ امنیتي سرتیري وژلي'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې یوه انتحاري بریدګر د لویې لارې ټولي ته نږدې ځانته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډو ۱۵ ملکیان ټپیان دي
افغان موټر چلوونکو ته برېښنايي لایسنسونه ورکول کېږي
کابل کې د موټر چلونې د برېښنايي جواز ویشنه پیل شوي. د چارواکو په وینا د لایسنس برېښنايي کول نړېوالو معیارونو سره برابر دی او په عملي کېدو یې په ټرافیک کې بېساري بدلونونه راتلی شي.
لغمان کې د هاوان لګېدو د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي
په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اوه کسان وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د پلخمري ښار څنډو کې نن هم خال خال نښته روانه ده ـ چارواکي
د بغلان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، نن دوشنبه هم د پلخمري ښار په چشمه شیر او کیله ګي ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.