ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


محمد صلاح د کال غوره افریقایی فوتبالر شو

په افریقا کې د بي بي سي د کال سپورتي څېره د لېورپول لوبډلې مصری لوبغاړی محمد صلاح غوره شوی دی. ده د څه باندې ۶۵۰ زرو تنو رایې ګټلې دي. دا دویم پرله پسې کال دی چې محمد صلاح دغه لقب تر لاسه کوي.

15.12.2018 BBC

پاکستان په ۱۷نیټه د طالبانو او امریکا ترمنځ اسلام اباد کې جرګه جوړوي

د پاکستان صدراعظم وایي ډېر ژر به طالبان د اسلام آباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي. ده ویلي چې په ۱۷ نیټه دواړو خواوو د جرګه کېدو هوکړه کړې چې که ددې میاشتې نیټه وي نو دوشنبه به دغه جرګه وشي.

15.12.2018 BBC

کونړ: هوايي بمبارۍ کې ملکي خلک وژل شوي

د کونړ ځايي روغتون مسوولین وايي، د پېښې له ځایه ۱۵ ټپي شوي کسان وروړل شوي دي. عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، د یو شمېر وسله والو طالبانو تر څنګ یې دغه پېښه کې وژل شوي اته ماشومان هم خاورو ته سپارلي دي.

14.12.2018 BBC

محصلینو د 'توکمپال' مهاتما ګاندي مجسمه ونړوله

د اکرا پوهنتون یو شمېر استادان او محصلین چې د ګاندي مجسمې لرې کولو کمپاین یې کړی وايي، ګاندي توکمپال و او هندیان یې تر افریقایانو 'غوره' بلل. په ۲۰۱۶ کال کې د دغه پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د دغې مجسمې لرې کولو کمپاین له هغه لږ وروسته پیل کړ، چې د هند پخواني ولسمشر د دغې مجسمې پرانیسته وکړه.

14.12.2018 BBC

افغان جګړه؛"د طالبانو د جنګي قومندانانو له منځه وړل زیاتېږي"

رویټرز خبري اژانس د ځینې افغان امنیتي چارواکو له خولې وايي، د طالبانو د جګړې د ډګر هغه قومندانان په نښه کېږي، چې د سولې خبرو مخالف دي. د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي له نومپرته رویټرز ته ویلي: د طالبانو د جګړې د ډګر قومندانان د سولې هڅو خورا لوی خنډونه دي، ځکه هغوی په دې باور دي چې له پوځي پلوه بریالي کېږي.

14.12.2018 BBC

یمن جګړه: حدیده کې پر اوربند هوکړه شوې

د یمن جګړه کې ښکېلو اړخونو په مهم ساحلي ښار حدیده کې پر یوه اوربند هوکړه کړې. دغه ښار د هېواد له دریو دوو برخو لپاره خورا مهم بلل کېږي.

13.12.2018 BBC

''پاکستان کې د شخصي ښوونځیو څښتنان د زرو کانونه لري؟''

پاکستان سترې محکمې ویلي، شخصي ښوونځي باید د دوبي رخصتیو د فیس پنځوس سلنه بېرته د زده کونکو کورنیو ته ورکړي او یا یې د راتلونکي په فیسونو کې حساب کړي.

13.12.2018 BBC

لاجورد لار؛ افغانستان له کراچۍ بندر پرته نړۍ سره نښلول کېږي

افغان ولسمشر نن "د ډیسمبر پر ۱۳ " هرات کې لاجورد لار پرانیستله، چې له مخې یې افغانستان په نوې او ارځانه لار خپل توکي تر منځني ختیځ، اروپا او افریقا رسولی شي. ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې لارې لېږدولی شي.

13.12.2018 BBC

"فرانسه کې بریدګر له 'الله اکبر' نارې وروسته ډزې وکړې"

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې چارواکي وايي، ستراسبورګ ښارګوټي کې یوه بریدګر په کرسمس مارکیټ کې پر خلکو د ډزو له پیله مخکې 'الله اکبر ناره وکړه.' ځايي څارنوال ریمې هییتز وايي، د فرانسې دغه ختیځ ښار کې د یاد برید له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

12.12.2018 BBC

د ولسي جرګې ټاکنې؛ له نږدې اونۍ ځنډ وروسته د کابل "رایې شمېرل بیا پیل" شول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، له نږدې اوو ورځو ځنډو رووسته یې بیا د ولسي جرګې د کابل رایې شمېرل پیل کړل. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عزیز ابراهیمي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دې ادارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون سره د رایو بیا شمېرلو پر نوي چلنلار هوکړه کړې او د هغه له مخې دا رایې بیا شمېرل کېږي.

12.12.2018 BBC

پاکستان امریکا ته: د لږکیو خوندیتوب کې مشورې ته اړتیا نه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د سیاسي موخو پر بنسټ دغه هېواد د مذهبي ازادیو د خوندیتوب په برخه کې تور نوملړ ته ور زیات کړی دی. دغه وزارت یوه بیان کې وايي، پاکستان د خپلو لږکیو د حقونو خوندي کولو کې د کوم هېواد مشورې ته ضرورت نه لري.

12.12.2018 BBC

افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ غړي اعلان کړي

د ملي امنیت شورا لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ په غونډو کې به د حکومت پر مشرتابه او ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د دیني عالمانو د شورا مشر،د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او یو شمېر جهادي او سیاسي مشران ګډون کوي.

11.12.2018 BBC

کابل کې موټربم ځانمرګي برید ۴ افغان سرتېري وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر موټرو موټربم ځانمرګی برید شوی. د کورنیو چارو وزارت وایي، چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. تر اوسه ددغه برید مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.

11.12.2018 BBC

د طالبانو جرمن جنګیالی شپږ کاله زنداني شو

د جرمني دوسلدورف کې محکمې ددغه هېواد یو وګړی په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې د جنګېدو په جرم په شپږ کاله بند محکوم کړی. دغه مخکېني طالب جنګیالي منلې چې په ۲۰۱۲ کال پاکستان ته تللی او پنځه کاله د طالبانو لیکو کې جنګېدلی.

11.12.2018 BBC

افغان کارګر په قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي

د افغانستان کار او ټولنیزو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره بهر ته د افغان کارګرو د لېږلو ستراتیژي اعلان کړه. یاد وزارت وایي، بهر ته د افغان کارګرو لیږلو ملي ستراتیژۍ له مخې يې تر اوسه یوازې له عربي متحده اماراتو سره تړون لاسلیک کړی.

10.12.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more