ولسمشرۍ ټاکنې: درې ټاکنیزو ډلو د رایو له بیا شمېرنې سره پرېکون وکړ
دریو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی دی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۸ زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. خو د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمېسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
طالبانو د کندهار شاه ولیکوټ کې د پولیسو پر مرکز برید کړی
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن شنبه سهار د «لړم پر۱۸مه» د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم او وسله وال برید کړی دی.
د هند ستره محکمه د بابري جومات د ځای په اړه پرېکړه کوي
د هند ستره محکمه د مذهبي ځای ایودیا، چې مخکې پرې بابري جومات و، په تړاو پرېکړه کوي. مسلمانان او هندوان له لسیزو راهیسې د ایودا بابري جومات پر سر اختلاف لري. په وروستیو لسیزو کې ددغه مذهبي ځای د مالکیت د شخړې پرسر د مسلمانو او هندي مذهبي ډلو پښې محکمې ته وڅکول شوې.
د څه باندې ۸زره محلونو رایو له بیا شمېرلو سره د عبدالله مخالفت
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون، په ټول افغانستان کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو بهیر د پیلولو خبر ورکړ.
نورستانۍ: که انتخاباتي ټیمونو سره نن هم اختلاف حل نه شو، د رأیو ارزونه پیلوو
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځې غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.
مولانا فضل الرحمان: حکومتي پلاوي ته مو ویلي، چې استعفا له ځان سره راوړئ
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پلازمېنه اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف مظاهرې 'ازداۍ مارچ ' ګډونوالو ته د جمعې پر ورځ ویلي، 'د حکومت مرکچي پلاوي ته مو وویل، چې کله موږ ته راځئ، تش لاس به نه راځئ.'
روسیه: د کوریا وچې اټومي مشکل په خبرو هواریدای شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن جمعه د ( نوامبر ۸ مه ) په مسکو کې وویل د کوریا وچې اټومي مشکل یوازې د خبرو اترو له لارې هواریدلای شي.
پمپیو: که ناټو بدله نشي، خپل موثریت بایلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبرداری ورکړی که د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ځان د نویو امنیتي چلنجونو سره برابر نکړي له کاروان پاته کیږي او بې اثره کیږي.
د نړۍ مهم خبرونه له ازادي ستوډیو وګورئ
په ایران کې یوې زلزلې ۶ کسان وژلي او شاوخوا ۴۰۰ نور یې ټپيان کړي. په عراق کې مظاهرې اوس د یوه انقلاب په لور روانې دي. په چین کې یو موټر جوړ شوی چې معلوموي ډریور خوشاله دی که خپه. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
د ایران پوځ "یوه بې پیلوټ الوتکه غورځولې"
ایراني رسنیو د جمعې په ورځ نومبر ٨ (لړم ١٧) د ایران په جنوبي سرحدي ښارگوټي ماهشهر کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د پرزیدلو خبر ورکړی دی.
ایا ریښتیا هم د خوب پر مهال وزن بایلو؟
چاغښت په نړۍ کې یوه پراخه ستونزه شوې ده او روغتیایي متخصصین یې دې ته اړ کړي چې د بدن د وزن د کمولو لپاره گټورې او عملي لارې چارې ولټوي.
د انتخاباتو کمېسیون: د رأیو په بیا شمېرلو کې ځنډ د اندېښنې وړ دی
د افغانستان د ټاکڼو خپلواک کمېسیون د رأیو په بیا شمېرلو کې ځنډ د اندېښنې وړ ګڼي.
حکومت د یو قانوني چوکاټ لهمخې د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی ـ دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د سولې د 'بین الافغاني' خبرو پیلولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور رامنځته کولو ته اړتیا ده.
مولانا عبدالله: ممکن لومړنۍ پایلې د 'لړم پر۲۳مه' اعلان نشي
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله وايي، ستونزو ته په کتو فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې دي د «لړم پر۲۳مه» اعلان شي.