مظاهره کوونکو سره د ایران په چلند د امریکا او ملګرو ملتونو اندیښنه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د مظاهره کوونکو په وړاندې د وسلې په کارولو جدي اندیښنه ښودلې او له ایراني چارواکو یې غوښتي دي چې د معترضینو په وړاندې له زور څخه کار وانخلي.
اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
هکران کولی شي د وتس اپ مسجونو ته لاسرسی پیدا کړي
فیسبوک منلې چې د دوي په وتس اپ اپلیکیشن کې یوه امنیتي ستونزه موجوده ده چې له کبله یې هکران کولی شي د کاروونکو شخصي پیغامونو، عکسونو او ویډیوګانو ته لاسرسۍ پیدا کړي.
افغانستان کې په یوې خیریه موسسې د داعش څخه د ملاتړ په وجه بندیز ولگید
د امریکا د مالیې وزارت په افغانستان کې میشت د "نجات ټولنیز خیریه سازمان" باندې د داعش ډلې ته د مرستو د راټولولو په خاطر بندیز ولگاوه.
د تورنو امریکایي پوځیانو د بخښلو په خاطر پر ټرمپ انتقاد
د ملگرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو عالي کمیشنر د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستی اقدام چې په جنگي جرمونو دوه تورن پوځیان یې وبخښل او د یو بل تورن پوځي رتبه یې بیرته ورکړه د "اندیښنې وړ" گڼلي دي.
حکمتیار: د هرډول بحران مسئول به دولت او د ټاکنو کمېسیون وي
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار وايي، د هرډول احتمالي بحران مسئولیت به د دولت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر غاړه وي.
د لوبو له ميدانه د دې اونۍ په خپرونه کې
د ورزشي خبرونو ترڅنګ د دې اوني د لوبو له میدانه په خپرونه کې د پینګ پانګ د افغاني معلولې لوبغاړي نوریې نجفې د شخصي او لوبیز ژوند په اړه معلومات اورېدلای شئ.
طالبان: د بندیانو تبادله مثبت ګام دی او د سولې بهیر کې مرسته کولای شي
وسله والو طالبانو نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې د دوی او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د هغې تبادلې هرکلی کړی دی چې له مخې یې د انس حقاني په ګډون درې طالب بندیان، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو او د لسو افغان پوځیانو په بدل کې خوشي شول
طالبانو د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان خوشي کړل ـ سرچینه
په افغان حکومت کې یوې سرچینې د طالبانو لخوا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو خوشي کول تائید کړل.
غني، له امریکايي چارواکو سره د طالب بندیانو پر خوشي کولو خبرې کړي
ولسمشر غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د طالبانو د درې زندانیانو پر خوشي کولو.
طالب سرچینه: انس حقاني او دوه نور طالبان قطر ته رسېدلي
قطر کې یوې طالب سرچینې د سې شنبې په ورځ( د نومبر ۱۹) بي بي سي ته وویل، د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې بندیان قطر ته رسېدلي دي. دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دې اړه نور جزییات نه شي ورکولی او دا یې هم ونه ویل چې دغه خوشي شوي کسان د قطر کوم ځای ته وړل شوي دي.
د حقاني شبکې د غړو پر خوشې کولو د غني او امریکايي چارواکو غور او خبرې
ولسمشر غني تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني د ورور انس حقاني او دوو نورو جګپوړو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو په کابل او لوګر کې د تېرې اوونۍ له حملو وروسته جمهوري ریاست وویل، د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.
ولسمشر غني جلال آباد ته رسېدلی
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، ولسمشر سره د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلیمار، په ولسې جرګه کې د ننګرهار استازي، د کابېنې غړي او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ملګري دي.
سرچینه: انس حقاني او دوه نور طالبان له بګرام زندانه خوشي شوي
طالبانو ته یوې نژدې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې انس حقاني او ورسره دوه نور طالبان له بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.
ولسمشر غني د یو لوپوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه د نومبر پر۱۹مه«لړم۲۸مه» د لوړ رتبه پلاوي سره نن سهار څه باندې اته بجې جلال اباد ته ورسېد.