ترکیه لویدیځ ته: زموږ هېواد د داعش "جهادیانو هوټل" نه دی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تر دې دمه یې د یو امریکايي په ګډون ډېر اورپايي "جهادیان" یې خپلو اصلي هېوادونو ته استولي دي.
د پاکستان د "آی اس آی" مشر فیض حمید کابل ته راغلی
د پاکستان د 'آی اس آی' ادارې رئیس جنرال فیض حمید نن دوشنبه د نومبر پر ۱۱مه «لړم۲۰مه» د یو پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د افغان کرکټ ټیم د پرله پسې یو ورځنیو سیالیو د ماتې لاملونه څه وو؟
د لوبو له میدانه د دې اوونۍ په خپرونه کې د افغان کرکټ د یولسو پرله پسې یو ورځنیو سیالیو د ماتې په لاملونو غږېدلي یوو.
حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو ۴۴ سلنه رایې 'جعلي' وبللې
په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ناندریو په دوام د ولسمشریزو ټاکنو یو بل کاندید ګلبدین حکمتیار هم د ټاکنو کمېسیون لخوا.
خوست کې ماین چاودنې پنځه پولیس وژلي ـ چارواکي
د خوست امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په تریزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بمي چاودنه او.
"امريکايي پوځيان نږدې راتلونکي کې افغانستان نه پرېږدي"
د امريکا د لوى درستيزانو د جرگه گۍ مشر ويلي امريکايي پوځيان نږدې راتلونکي کې افغانستان نه پرېږدي. د جنرال ميلي په خبره، امريکايي ځواکونه د سپتمبر له پېښو وروسته په دې موخه افغانستان ته ورغلل چې ډاډ ترلاسه شي دغه هېواد بيا د هغو توندلارو په ځاله بدل نشي چې ښايي امريکا په نښه کړي او دا ماموريت لا نه دى بشپړ شوى
امریکا په سوریه کې سلګونه سرتيري ساتي
د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي چې په سوریه کې لا هم د داعش جنګیالي شته او دوی به هلته خپل سلګونه سرتیري وساتي.
امریکايي عسکر به څو کاله نور هم افغانستان کې وي- جنرال میلي
د متحدو ایالتونو د پوځ یو لوړ پوړی جنرال مارک میلي وایي چې امریکایي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.
حسن روحاني: ایران کې د تېلو نوې زېرمې موندل شوې دي
د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، په هېواد کې یې د تېلو داسې نوې زېرمې موندل شوې دي چې په راسپړلو به یې د دې هېواد د تېلو تولید یو په درېیمه برخه ډېر شي. دا زېرمې په خوزستان ولایت کې موندل شوې دي او په کابو دوه نیم زره کیلومتره مربع سیمه کې پرتې دي
نواز شریف د درملنې لپاره بهر ته ځي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددې هیواد پخوانی صدراعظم نواز شریف د خراب روغتیایي وضعیت په وجه له زندان نه خوشې شوی و، اوس کولای شي بهر ته مسافرت وکړي.
داعش افغانستان کې په بشپړ ډول له منځه یوړل شوی- اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي چې داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ختم شوی دی.
ټرمپ: چین سره تجارتي معامله باید د امریکا په گټه وي
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د چین سره یې تجارتي خبرې ښه پرمخ ځي خو امریکا یوازې په یوه شرط د بیجنگ سره معامله کوي چې هغه امریکا ته گټوره وي.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
امارات: ایران دې د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره خبرو ته کښیني
عربي متحده امارات وایي چې ایران باید د یوې نوې موافقې لپاره د نړۍ له ځواکمنو او د سیمې له هیوادونو سره مذاکره وکړي.
ټاکنو کمېسیون: په مرکز او ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پيل شوه
ټاکنو کمیسیون نن یکشنبه د یوې وینا په خپرولو خبر ورکړی چې، د رایو بیا شمېرنه او پلټنه یې په خپلو ولایتي دفترونو کې پیل کړې او بهیر یې د نوماندانو د استازو او کورنیو او بهرنیو ناظرانو او رسنیو له خوا څارل کېږي. یو شمېر ټاکنیزو ډلو غوښتنه کړې چې دا چاره دې ودرول شي