ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان چارواکي: امنیتي ځواکونو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

د راخوشي شویو زندانیانو عمرونه له ۲۵ تر ۶۰ کلونو پوري یاد شوي دي ، چې چارواکي وایي، ټول ولسي کسان دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغې ډلې له دې وړاندې له دوی سره زنداني ملکي کسان د دوی په خبره حقوقي او جنایي مجرمان بللي.

04.10.2019 BBC

د انتخاباتو کمېسیون: له ټاکنو پاتې رأی پاڼې به ژر تر ژره قرنطین شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به هغه میلیونونه رأی پاڼې قرنطین شي چې د ټاکنو په ورځ پاتې دي.

04.10.2019 ازادي راډیو

ارګ: د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې وايي، د ټاکنو د پایلو تر اعلانه وروسته حکومت د سولې خبرې له سره پیلوي.

04.10.2019 ازادي راډیو

افغان کمانډو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو له یو زندان څخه ۱۳ زندانیان خوشي کړي دي.

04.10.2019 امریکا غږ

قریشي: طالب پلاوی پاکستان کې له امریکايي استازو سره ګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ټاکل شوې طالب او امریکايي استازي چې دا مهال په اسلام اباد کې دي مخامخ سره وګوري.

04.10.2019 امریکا غږ

ارش ننګیال: په پښتو کې پولیسي او تاریخي ناولونو لیکلو ته اړتیا ده

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په ځينو هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده.

04.10.2019 ازادي راډیو

عراق کې د ناارامي دوام؛ د وژل شویو شمېر زیات شو

عراق کې امنیتي سرتېرو پر هغو معترضانو ډزې کړې چې ګرځبندیز ته له پام پرته سړکونو ته وتلي وو. دې سره د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلي، که څه هم د امریکا سي اېن اېن پرون د مړیو شمېر ۳۴ بللی دی. ملګرو ملتونو او امریکا د عراق له حکومت یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.

04.10.2019 BBC

عبدالسلام ضعیف: په پاکستان هیڅکله باور نشي کیدای

ښاغلي ضعیف امریکا غږ ته په یوې مرکې کې وویل چې پر پاکستان باور نشي کیدای او افغانان او طالبان باید په ډیر دقت سره پر مخ ولاړ شي.

03.10.2019 امریکا غږ

د هند په شمال کې ورښتونو سلګونه کسان مړه کړي دي

د هند په بیهار او اوترپرادېش ایالتونو کې د سختو موسمي ورښتونو له کبله یواځې تېره اونۍ څه باندې۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

03.10.2019 امریکا غږ

مزارشریف: معلولینې د سولې د خبرو د بیا پیل کیدو غوښتنه کوي.

دوي نور نه غواړي د وطن ماشومان او ځوانان یې د پردیو د جګړو قرباني شي

03.10.2019 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

03.10.2019 امریکا غږ

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له قطر نه پاکستان ته تللی؛ له بهرنیو چارو وزیر او د ای اس ای له رییس سره یې کتلي. سعودي وايي چې بېرته یې د تیلو تولید سم کړی دی. په هند کې هره ورځ لسګونه کسان د یوه طلايي بُت د نندارې لپاره ورځي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

03.10.2019 ازادي راډیو

د افغانستان د انتخاباتو پر شفافیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت د تأمین غوښتنه کړې ده. دغې شورا د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو څخه غوښتي چې د افغانانو د رأیو د کره شمېرنې او له دې چې د دغو انتخاباتو پایلې به په منصفانه، شفافه او ټوله‌ییزه توګه مشخصې کړي، ډاډ ورکړي. دغې شورا دغه‌ شان له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له وخت مخکې پایلې اعلان نه‌کړي او نوماندان دې دغه بهیر او هغو اصولو ته چې دوی پرې لاسلیک کړی، درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رأی ورکوونکو، د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکو، انتخاباتي ناظرینو او امنیتي ځواکونو زړورتیا ستایلې او د هغوی کسانو اقدام‌یې غندلی چې غوښتل‌یې دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړي. افغانستان د میزان په ۶مه په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشریزو انتخاباتو شاهد و. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د تخمیني شمېرو په اساس د افغانستان په ولسمشریزو انتخاباتو کې دوه نیم میلیونه کسانو ګډون کړی. دغه کمیسیون ویلي چې د درغلیو ادعاوې به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وڅېړي. 

03.10.2019 ازادي راډیو

پاریس کې بریدګر څلور کسان په چړې وژلي دي

فرانسوي پولیس وايي، د پولیسو د مرکز یو کارکوونکي پلازمېنې پاریس کې خپل کارځای کې څلور کسان د چړې په ګوزارونو وژلي دي. وژل شویو کې درې پولیس افسران دي. وروسته بریدګر هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی

03.10.2019 BBC

کمیسیون : شنبې په ورځ نږدې ۲.۷ میلیونو خلکو رای کارولي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو کمیشنر مولانا محمد عبدالله خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو په ورځ په ۳۴ ولایتونو کې ۶۸۶ مرکزونه، چې ۳۰۱۸ محلونه کیږي تړلي پاتې شوي وو.

03.10.2019 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more