کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
ټرمپ ته د طالبانو غبرګون؛ وروسته له هوکړې به اوربند سملاسي پلی شي
طالبان د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېګنیو خبرو ته په غبرګون کې وایي، د دغې ډلې او امریکا ترمنځ اوربند به د دواړو لورو تر هوکړې وروسته سمدلاسه پلی شي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ولاړ او اعلان یې وکړ چې له طالبانو سره خبرې یې له سره پيل کړي دي.
په عراق کې تاوتریخوالی؛ صدراعظم استعفی کوي
په عراق کې د شیعه ګانو لوی مشر آیتالله علي سیستاني خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی ونه دریږي، عراق به په کورنۍ جگړه کې ښکیل شي.
د عبدالله عبدالله زرګونو پلویانو د "ټاکنیزو درغلیو" پرضد کابل کې لاریون وکړ
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې زرګونه پلویانو د هغه څه پروړاندې چې "ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتول" بولي نن په کابل ښار کې لاریون وکړ.
آیا طالبان له امریکا سره د خبرو دوام ته چمتو دي؟
ټرمپ وایي طالبان اوربند کوي خو طالبان وایي پدې هکله یې دریځ بدل شوی ندی.
د 'ثبات او همپالنې' ټاکنیز ټکټ مظاهره په سوله ییز ډول پای ته ورسېدله
د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ د کاندید عبدالله عبدالله د پلویانو مظاهره د یوې شپږ مادیزې قطعنامې په وړاندې کولو سره په کابل ښار کې بای ته ورسېدله.
څېړنوال مشواڼی: د افغانستان علومو اکاډمي د لغاتونو د راټولونې په یوې علمي پروژې کار کوي
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
کابل پولیس اعتراض کوونکو ته: د غیر قانوني کړنو پر وړاندې دریږو
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم نن د جمعې په ورځ ( لیندۍ ۸مه) د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رایو د بیا شمیرلو او تفتش د پریکړې سره د مخالفت لپاره د کابل ښار کې پراخه لاریون پیل کړی دی
وېسټ انډيز افغانستان ته ټېسټ لوبه کې په ۹ وېکټو ماتې ور کړه
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ويسټ انډيز په ٩ ويکټو افغان لوبډلې ته ماته ورکړې. افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۷ او په دویمه پاڼۍ کې ۱۲۰ منډې کړې وې او ويسټ انډیز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې کړې وې او په دې توګه افغان لوبډلې ۳۰ منډې هدف اېښی و چې ویسټ انډیز د یوه لوبغاړي په سوځېدلو پوره کړ.
ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او بګرام کې یې ولسمشر غني سره وکتل
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی. نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او هلته مېشتو امریکایي پوځيانو ته یې هم وینا کړې ده. دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر و
ټرمپ افغانستان ته تللی
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په لومړي ځل افغانستان ته تللی دی.
نور؛ هغه مسلمانه نجلۍ چې د حجاب له کبله له سیالیو وویستل شوه
امریکا کې د ځغاستې له سیالیو څخه د مسلمانې نجلۍ ایستلو بحثونه پارولي دي.
اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو اهمیت
په امریکا کې د ولسمشر د استیضاح تحقیقات د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو پر ټېلفوني مکالمې متمرکز دي.
د ازادي سټوډیو له لارې د نړۍ مهم خبرونه وګورئ
ملګروملتونودافغانستان د وضعیت په اړه پرېکړه لیک تصویب کړاوټینګاریې کړی چې له تروریزم سره په ګډه مبارزه وشي. د عراق په نجف کې مظاهره چیانو د ایران قنسولګري سوځولې اودایران غوصه یې پارولې. نیپالۍ بودايي راهبې د ځان ساتنې لپاره کنګفو زده کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
امریکایی سفیر د درې ښځو په جنسي ځورونه تورن شو
درې ښځو د اروپایي ټولنې لپاره د امریکا پر استازي ګورډن سونډلنډ د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي. دا تورونه د پورټلنډ میاشتنۍ مجلې او "پرو پبلېکا" رسنیو خپاره کړي او هغه وخت پورې اړه لري چې دی سفیر نه و. ښاغلي سونډلنډ پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او سیاسي یې بللي