ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بدخشان پر خاش ولسوالۍ د طالبانو د بريد "مخنيوی" شوی

د افغانستان په شمال ختيځ کې ځايي چارواکي وايي د خاش پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد يې شنډ کړی او ۱۰ وسله وال طالبان يې وژلي او ۲۰ نور یې ټپيان کړي. بل خوا طالبانو ويلي د يادې ولسوالۍ د ودانۍ شاخوا برخې د دوې تر ولکې لاندې دي.

18.07.2016 BBC

د "ښاغليو" په لوبه کې "ناښاغلى" چلند

له ايرلنډه د افغانستان د يکشنبې په بري کې لانجمنه خبره په رښتيا لانجمنه وه؟ د اېډ جوايس شارټ‌ څلوریزه وه او که او په منډه کې اوټ‌ یې سمه پرېکړه وه؟

18.07.2016 BBC

ایروان کې د یرغمل نیونې دوام؛ یو پولیس او یو ډرېور خوشي شوي

د ارمنستان د امنیت سازمان ویلي، د پولیسو یو مامور او د امبولانس یو ډرېور چې په پلازمېنه ایروان کې د پولیسو یوه مرکز کې بریدګرو سره یرغمل و، خوشي شوي. لا هم پنځه کسان بریدګرو سره یرغمل دي چې د ارمنستان د امنیت سازمان په خبره د پولیسو لوړپوړي افسران دي.

18.07.2016 BBC

قراقستان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

د قراقستان له پلازمېنې الماتا کې د ډزو راپورونه ورکړل شوي. ډزو سره ورته وخت کې د قراقستان حکومت خلکو ته په لوړه کچه د امنیتي ګواښ خبرداری ورکړی. د رپوټونو له مخې په دغو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي دي.

18.07.2016 BBC

پښتوخوا کې سپین ږیری سیاستوال شعیب خان وژل شوی

د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ سیمې پولیس وايي، په دغه ښار کې د عوامي نېشنل ګوند یو مخور سیاستوال او ددغه ایالت د اسمبلۍ پخوانی غړی شعیب خان نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی.

18.07.2016 BBC

بدخشان خاش کې طالبانو او افغان ځواکونو سره جګړه کړې

د بدخشان چارواکو، طالبانو له خوا د دغه ولایت د خاش ولسوالۍ د ټولو امنیتي پوستو د نیولوادعا رد کړې او ویلي دي،پر دغه ولسوالۍ د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي.

18.07.2016 امریکا غږ

د شاتو تولید ډېرېدل، که پر ځان د افغانستان د بسیا کېدو هیلې

افغانستان په کور دننه د شاتو په تولید کې د خپل ډول د لوړې کچې خبره کوي. د کرنې وزات وایي تېر کال افغانستان نژدې دوه میلیونه کیلو شات تولید کړي وو.

18.07.2016 BBC

ډان: نواز شریف د پاکستان د اوږو بار

د پاکستان ډان ورځپاڼه د عمران خان له خولې لیکي، که پوځ واک ته ورسېږي، خلک به جشن کوي او خواږه به وېشي. دی وايي اوسنی لومړی وزیر نواز شریف د پاکستان پر اوږو یو ډول بار دی.

18.07.2016 BBC

د فرانسې ولسمشر لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په څو ساعتونو کې د هېواد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره ګوري. ددې کتنې موخه دا ده چې نیس ښار کې د تيرې اونۍ رامنځته شوي برید په څېر پېښو مخنیوي لپاره امنیتي ترتیبات ونیول شي.

18.07.2016 BBC

اردوګان: له حکومتي بنسټونو به د "ویروس" جرړې وباسم

د ترکیې د عدلیې وزیر ویلي، د ناکامې کودتا په تور یې ۶۰۰۰ مشکوک کسان نیولي او د "کولو بهیر روان دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له حکومتي بنسټونو د "ویروس" جرړو ایستلو ژمنه کړې ده.

18.07.2016 BBC

لویزیانا کې درې پولیس وژل شوي؛ اوباما د ملي یووالي غږ کړی

د راپورونو له مخې، د امریکا لویزیانا ایالت کې د پولیسو درې مامورین په ډزو وژل شوي. تردې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر خلکو د ملي یووالي غږ کړی. اوباما د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې له داسې پېښو ټاکنیز کمپاین کې ګټه پورته

18.07.2016 BBC

د یوه ولسوال د یوې ورځې کاري یاداښتونه!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د معاملاتو د لارښوونو دفتر ته بیایو چې پوه شئ په څه ډول کورونه په کرایه ورکوي.

18.07.2016 ازادي راډیو

عراقي شیعه ملا په پلویانو غږ کړی چې امریکایي عسکر په نښه کړي

عراقي شیعه ملا په پلویانو غږ کړیدی چې هغه امریکایي عسکر دې په نښه کړي چې د اسلامي دولت د ډلې سره جنگیږي

18.07.2016 امریکا غږ

ولسمشر غني د کرکټ ملي ټيم پرونۍ بريا وستايله

افغان ولسمشر اشرف غني د کرکټ د ټیم د پرونۍ بریا له کبله  ټولو افغانانو  او د کرکټ د ملي ټیم غړو ته مبارکي وويله .

18.07.2016 ازادي راډیو

په ترکیه کې د پوځي کودتا د ناکامۍ نه وروسته زرگونه نظامیان نیول شوي

   د متحده ایالاتو خارجه وزیر جان کیري د ېکشنبې په ورځ پرجمهوررئیس رجب طیب اردوگان غږ وکړچې د پوځ د پاک سازۍ پرمهال خپله توجه یواځې د کودتاچیانو پورې محدوده کړي اوله حوصلې نه باید کارواخلي. په ترکیه کې د وړمې ورځې ناکامې نظامي کودتا په تعقیب جمهوررئیس رجب طیب اردوگان اوس په خپل هیواد کې دعامه نظم او نسق د برقرارولو کوښښونه کوي او د کودتا چیانو نیول هم دوام لري. مگرپه واشنگټن کې د اوباما حکومت تراوسه پورې د ښاغلي اردوگان د دې غوښتنې دعملي کولو په باب په غوڅه توگه اقدام نه دی کړې، چې په امریکا کې دیره د یوه ترکيي دیني مبلغ( فتح اله گولن) د ورحواله کولو لپاره یي ورنه کړې وه.  د ترکیی حکومت گولن په دې تورنوي چې د ناکامې نظامي کودتا د توطیی او دسیسی په جوړلوکې یی لاس ؤ. فتح اله گولن چې د امریکی د پینسلوانیه په ایالت کې په خپله خوښه په جلاوطنۍ  کې ژوند کوي او تجارتي کارونه لري،دغه تورنه مني. گولن چې ٧٥ کلن دی وروسته له هغې چې له ښاغلي اردوگان سره یی اختلافات راپیدا شول، څو کاله مخکې یي په امریکی سیاسي پناه واخیسته. په عین وخت کې د ترکېې د حکومت طرفدارانو د یکشنبې په ورځ هم د کودتا د ناکامۍ او د ښاغلي اردوگان د ژوندي بچ کیدو جشن ولمانځه. جان کیري د ترکیی د روانو حالاتو په اړه وویل چې ښکاري چې باید چې د کودتاچیانو سره محاسبه وشي اوهمداسې به کیږي. مونږ ټول په دې اړه یوڅه اندیښنه هم لروچې له هغو کسانو نه علاوه چې د کودتا په توطیه کی ککړ وو، نورکسان باید ونه نیول شي. د ترکیی امنیتي ځواکونو په کودتا کې د لاس درلودلو په شک یو شمیر لوړ پوړي قاضیان او نظامي افسران نیولي دي او د ترکیی د عدلیي وزیر( بکربیزداغ) د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چی تراوسه پوری ٦٠٠٠ کسان نیول شوي دي او شاید چې شمیر به یي نورهم زیات شي.  

18.07.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more