کرونا وایرس د نیویارک سټاک اېکسچېنج د سرمایه کارانو ترڅنگ د ښار خواریکښ هم اندېښمن کړي
بابل عبدل په نیویارک کې د وي او ای ډیوه خبریال جهانگیر خټک سره خبرو کې وویل که چېرې کاروبار یې په دغه کچه پاتې شو نو د کورنۍ مشکلات به یې زیات شي. " نیویارک ډیر ګران ښار دی. زما په شان مزدوران که پیسی نه ګټی نو خوري به څه؟"
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ارویايي ټولنې د سیمې څخه امریکې ته د خلکو په تگ د صدر ټرمپ بندیز غندلی
د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل او د اروپايي کمېشن مشر اروسولا وان په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې کورونا وایرس په ټوله نړۍ کې یو بحران دی او دا یوازې په یو براعظم پورې محدود ندی. هغوي زیاته کړې چې دا د یو اړخیزو اقداماتو پرځای همکارۍ ته اړتیا لري
دوه امریکایي پوځیان او یو بریتانوی سرتیری په عراق کې ووژل شول
د بغداد په شمال کې پر تاجي پوځي اډې باندې چې د نړیوال ایتلاف ځواکونه په کې میشت دي څو توغندي لگیدلي دي چې په نتیجه کې یې یو برتانیوی او دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او لږ تر لږه ١٢ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې دکرونا وایرس دمشکوکو پیښو شمیر۱۶۵ ته ورسید
له ډیوې سره په خبرو کې دروغتیا وزارت ویاند مرستیال توحید شګوفمند وايي دکابل په ګډون سمنګان غور،بلخ نیمروز،هلمند او یوشمیرنورو ولایتونو کې دکرونا وایرس ۱۶۵ شکمنې ثبت شوي چې له دې څخه یوازې ۷ یې مثبتې دي
ډاکټران وايي په خېبرپښتونخوا کې په ١٠٠ کې یو کس د گردو ناروغي لري
د ډاکټرانو په وېنا خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د ګردو د بيمارانو د علاج د پاره ځانګړي انسټيټيوټ اف کيډني ډيزيز هسپتال کې د عملې، د ډائليسيسز مشينونو او د بسترو يا وارډونو کمی دی چې له امله یې د گردو مريضان د اپرېشنو د پاره په کلونو انتظار کوي
پېښورۍ نجلۍ د جنسیت بدلولو لپاره جراحي عملیات کول غواړي
یوې ۲۲ کلنې نجلۍ د پېښور محکمې ته د خپل جنسیت د بدلون په پار یو غوښتنلیک سپارلی او دا یې ویلي چې د دې خوی او کړنې د نارینه و په څېر دي، او له مجبوریته پرده کوي، چې ډېره ورسره په عذاب ده.
غني: د سولې پروسه اوږده ده او حوصله غواړي
د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني وايي چې د سولې پروسه اوږده ده او په دې برخه کې تدبیر او حوصلې ته اړتیا ده.
ارګ د کورونا ویروس له کبله د مزاری تلین غونډه وځنډوله
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي د کورونا ویروس په تړاو د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو له مخې یې په ارګ د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبد العلي مزاری تلین غونډه لغوه کړه. ښاغلي په همدې مناسبت یو ویډويي پیغام خپور کړی.
پاکستان په کابل کې د ویزو ورکول ځنډولي
د افغانستان په پلازمينه کابل کې د پاکستان سفارت ویلي د لنډ وخت لپاره یې خلکو ته د ویزو ورکول بند کړي دي.
عراق: په پوځي اډه راکټي بريد کې دوه امریکايي، يو برتانوي سرتېری وژل شوي
د بغداد په شمال کې د اتحادي ځواکونو په پوځي اډه کېمپ تاجي راکټي بريد کې دوه امریکايي او يو برتانوي سرتېری وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
داسې نوې سیاره چې د "وسپنې باران" پکې ورېږي
ستورپوهانو یوه لرې سیاره مومندلې چې ممکن د وسپنې باران پکې ورېږي. دا سیاره تر خپل کوربه ستوري دومره نږدې څرخي چې د ورځې تودوخه یې تر ۲۴۰۰ سانتي ګراد لوړېږي او په بړاس د فلزاتو بدلولو لپاره پوره ګرمه وي.
کرونا وايرس: سعودي عرب د پاکستان په ګډون د څو نورو هېوادونو سره سفري بندېز لګولی، راپور
سعودي عرب د کرونا وايرس له ویرې د يورپي يونين او پاکستان ترڅنګ د ۱۲ هغو هېوادونو سره سفري بندېز اعلان کړی چرته چې د کرونا وايرس شتون لري.
د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي لپاره د خلیلزاد هڅو ولې نتیجه ورنکړه؟
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د هغه هڅې د مختلفو لاملونو په سبب بېنتیجې پاتې شوي.
سوات: د ژورنالسټ په ساتنه مامور پوليس وژل شوی
د خېبرپښتونخوا په سوات ضلع کې د يو ځايي ژورنالسټ په ساتنه مامور پوليس نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.