کرونا ویروس؛ د اقتصادي ستونزو پر مخنیوي د نړۍ ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو بحث
په دې غونډه کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو احتمالي اقتصادي ستونزو د مخنیوي پر لارو چارو بحث کېږي.
پاکستان: په لاک ډاؤن کې نرمي به ګټه که تاوان وکړي؟
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي چې د پاکستان حکومت په لاک ډاون کې د نرمۍ کولو پريکړه په دې نه ده کړې چې د کرونا وایرس وبا يې قابو کړې بلکې د اقتصادي بحران او د بې روزګارۍ سېوا کېدو د ويرې يي دا ګام پورته کړی دی او طبې پوهان اندېښنه څرګندوي هسې نه چې د حکومت دا فېصله د کرونا وبا نورې خورېدو سبب وګرځي.
کورونا وېروس: ۹۹ کلن سړي د مرستو لپاره ۶ میلیونه ډالر راټول کړل
برتانیا کې یوه پخواني رضاکار پوځي د دغه هېواد د روغتیا ملي ادارې (این ایچ ایس) لپاره یې پنځه میلیونه پاونډه یا څه باندې شپږ میلیونه ډالره له خلکو راټول کړي، او غواړي چې د کورونا وېروس پر ضد ولګول شي. ټام مور په پیل کې یوازې د زر پاونډو راټولو هدف ټاکلی و
د افغانستان له زندانونو ۴۵۱۸ تنه خوشې شوي
د زندانیانو د خوشې کېدو فرمان ۲۰ ورځې وړاندې د ولسمشر غني لهخوا صادر شو چې پر بنسټ بهیې د افغانستان له زندانونو ۱۰ زره بندیان خوشې شي.
جرمني د داعش پنځه شکمن تاجیکستاني غړي په امریکایي اډې د برید په تور نیولې
د جرمني څارنوالانو نن د چهارشنبې په ورځ د اپریل په ۱۵ (وري ۲۷) اعلان وکړ چې د تاجیکستان پنځه تنه اتباع یې پدې تور نیولي دي چې د داعش د ترهګرې ډلې غړیتوب یې درلود.
له کرونا سره د جیټ الوتکې پر ځواک مبارزه
په کابل کې د اطفایې د موټرو په وسیله واټونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د مکروب ضد درمل شیندل کیږي. خو د روسیې په یوه سیمه کې چارواکي د یوې جیټ الوتکې له ماشین کار اخلي څو په ډیرچټکتیا ښار کې د میکروب ضد درمل وشیندي. په دې اړه نور په دې ویډیو کې کتلی شئ.
په خېبر پښتونخوا کې د سرو زرو بیې زیاتې شوي خو کاروبار کم شوی، زرګران وايي
په پېښور کې د سرو زرو کاروبار کونکي زرګرانو دوکانونه دا مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د لاک ډاون په ترڅ کې بند دي. د پېښور ښار د سرو زرو کاروباري مرکز اندرشهر د زرګرانو د تنظيم مشر شېر فرزند وايي چې د ده په ياد کې د سرو زرو نرخ کله هم دومره نه وو وچت شوي
کورونا وېروس: د هرات والي وایي، د "قبرونو په کیندلو" بوخت دی
د هرات والي سید وحید قتالي نن چارشنبه په یوه خبري غونډه کې په دې ولایت کې د کورونا وېروس په اړه وېروونکی خبرداری ورکړ او ویې ویل، که خلک قرنطین جدي ونه ګڼي نو پایلې به یې ښې نه وي. کندهار کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي
د فېروز الدین فېروز او وحید عمر استجوابېدل؛ 'افغانستان به لوی ناورین سره مخ شي'
د ولسي جرګې غړي انتقاد کوي چې د کرونا ویروس لپاره ځانګړې شوې پیسې په ځای نهدي لګېدلي.
د داعش څلور مشکوک وسله وال په جرمني کې په امریکايي اډو د حملو په سازش کې نیول شوي
ای پي په خپل رپورټ کې وايي په دې ټول وخت کې دغه کسان په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو. د حکومتي وکیلانو ترمخه دغه ډلې د حملو دپاره وسله اخېستي وه او راوسان د بم جوړولو مواد راغوښتلي وو
ډونالد ټرمپ: روغتیا نړیوال سازمان ته مرسته دروم، باید حساب ورسره وشي
د امریکا ولسمشر وویل، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په برخه کې ناسم معلومات خپاره کړي دي او له چین څخهیې متحده ایالاتو ته د امریکایي مسافرو له تګ سره د کرونا ویروس د خپرېدو په پيل کې مخالفت کړی و.
اروپا کې د زیتون ونې په وژونکې ناروغۍ اخته شوې دي
ساینسپوهان وايي، هغه خونړی چینجی یا میکروب چې د زیتونو پر ونو لګېدلی، ښايي اروپایانو ته ۲۰ میلیارده یورو زیان واړوي. دوی دغه چینجی کسیلیلا فستیدیوزا بولي چې په ایټالیا کې یې د زیتونو خورا پراخو باغونو ته زیان اړولی. دغه چینجي تر دې دمه په ایټالیا، اسپانیا او پرتګال کې باغونه زیانمن کړي دي.
کرونا ویروس؛ د ناټو د ننني کنفرانس د بحث یوازنۍ اجنډا ده
د دغه سازمان د غړو هېوادونو دفاع وزیران نن چهارشنبه «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» د وېډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کوي.
مرادعلي شاه: په سند کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د دوه اوونیو نور سخت لاک ډاؤن کوو
د پاکستان د سند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د نورو دوه اوونیو پورې سخت لاک ډاؤن يا ټول بنديز کوي.
کرونا ویروس؛ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان سره مرستې وځنډولې
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د کروناویروس پر ضد د روغتیا نړیوال سازمان پر فعالیتونو انتقاد کړی او او پر دغه سازمان یې د امریکا مالي مرستې وځنډولې.