پاکستان: یو هلک سره په ویدیو لیدل شوې نجونې وژل شوي
د شمالي وزیرستان په قبائیلي سیمه کې دوه نجونې هغه وخت ووژل شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی یوه ویدیو خپره شوه.
کروناویروس؛ امریکا کې د مړو شمېر شاوخوا ۹۰زرو ته ورسېد
د کروناویروس چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۷هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی، په امریکا کې یې تر بل هر هېواد زیات انسانان مړه کړي دي.
اسمان ته وګورئ؛ سپوږمۍ درته خاندي
ستورپوهانو د اپرېل لومړیو کې د ګلابي سپوږمۍ او د اپرېل وروستیو کې د مسلمانانو لپاره د روژې لپاره د میاشتې پر لیدلو بوخت وو، خو له دې سره سره د اسمان شپه کې لا نور شیان هم د لیدلو دي.
رباني: اسلامي جمعیت ګوند د غني او عبدالله په تړون کې شریک نه و
د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني وايي د تېرو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت قانونی اعتبار نه لري او د تېرې ورځې سیاسي هوکړه کې د دوی له سرې کرښې چې هغه د متمرکز نظام بدلون دی پښه اړول شوې ده. نوموړی وایي، جمعیت دې هوکړه کې شریک نه و
په خېبرپښتونخوا کې د مسافر ګاډو ته د تګ راتګ اجازت ورکړی شو، سپریم کورت وايي بازارونه دې پرانیستل شي
په پاکستان کې د ډاکټرانو تر ټول لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن د خبرداري باوجود وفاقي حکومت دا میاشت په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان وکړو. ډاکټران وايي د کرونا وایرس خطر لا کم شوی نه دی او په لاک ډاون کې نرمي به په پاکستان کې د وایرس نور په چټکتیا خپور کړي
افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر۷۰۷۲ تنو ته لوړ شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۸ نور افغانان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
خېبرپښتونخوا: رېسکيو ۱۱۲۲ د کرونا وبا دپاره عمله او اېمبولنسونه ځانګړي کړي
په خېبرپښتونخوا کې په بېړنو حالاتو کې د ژغورنې اداره (ريسکيو ۱۱۲۲) وايي په صوبه کې چې د کرونا وبا خوره شوې دا اداره هم په لومړي صف کې خدمتونه ترسره کوي د کرونا وايرس مشکوک کسان منتقل کوي او د جراثيمو وژونکي دوايانې هم پاشي.
طالبانو پسرلني بریدونه پیل کړي، افغان ځواکونه د سولې لپاره جنګيږي- امنیتيچارواکي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د افغان پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري.
ایران سیند ته د کډوالو اچولو په هکله د افغانستان سندونه ونه منل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران کمېشنرۍ د ایراني پوله ساتو په لاس سیند ته د افغان کډوالو اچولو په هکله د افغانستان شواهد او سندونه ونه منل.
امریکايي ځوان د اته میلیون ډالرو وړاندیز رد کړ
د امریکا اسېدونکی تنکی ځوان اوي شیفمن چې د کرونا ویروس په اړه یې معلوماتي ویب سایت جوړ کړی، دغه سیایت کې یې د سوداګریزو اعلانونو په بدل کې د اتو میلیونو ډالرو وړاندیز نه دی منلی.
شمالي وزيرستان: د غېرت په نوم د وژل شوؤ جينکو ويډيو جوړؤنکی سره د نورو څلورو تنو نيول شوی
په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې چې څلور ورځې وړاندې دوه جينکۍ د غېرت په نوم وژل شوې، د دغو جينکو د وژنې په تور کې هغه تن چې د جينکو ويډيو يې جوړه کړې او نور څلور تنه نيول شوي دي.
شمالي وزيرستان: د غېرت په نوم د وژل شوؤ جينکو ويډيو جوړؤنکی سره د نورو څلورو تنو نيول شوی
په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې چې څلور ورځې وړاندې دوه جينکۍ د غېرت په نوم وژل شوې، د دغو جينکو د وژنې په تور کې هغه تن چې د جينکو ويډيو يې جوړه کړې او نور څلور تنه نيول شوي دي.
د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي توافق ته د طالبانو غبرګون
وسله والو طالبانو د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ سیاسي توافق د پخوانیو « ناکامو تجربو» تکرار بللی دی.
پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد
په پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړينو شمېرې ۹۰۳ او د اغېزمنو شمېر ۴۲ زره ۱۲۵ ته رسېدلی دی.
غزني کې د ملي امنیت پر ودانۍ موټر بم برید
د افغانستان مرکزي ولایت غزني کې د دوشنبې په سهار( د مۍ ۱۸) د ملي امنیت ځانګړې قطعې دروازه کې موټر بم چاودنه شوې ده. د غزني د ملکي روغتون رییس بي بي سي ته ویلي په دې چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه یې ټپیان دي چې په وینا یې ټول د ملي اردو سرتیري دي. وسلوال طالبان وايي، دا برید دوی کړی دی.