ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


قبرس ته وړیا سفر، خو که دغه هېواد کې په کرونا اخته شوی

اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.

31.05.2020 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: که د حکیم الکوزي ادعا ثابته شي درمل به‌یې نړۍ ته ولېږدوو

خو دا وزارت له خلکو غواړي تر هغه وخته چې د دغه طبیب جوړه شوې دوا څېړل کېږي خلک دې ورڅخه ګټه نه‌اخلي.

31.05.2020 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: د الکوزي کرونا واکسین د طبي معیارونو په اساس ندی جوړ

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د حکیم الکوزي د کرونا واکسین به په لابراتوارونو کې چک کوي او که ګټور و، افغانستان او نړۍ ته به یې په "ډېر ویاړ" وړاندې کړي.

31.05.2020 امریکا غږ

د امریکا په ښارونو کې یوځل بیا د تشدد ډک احتجاجونه شوي دي

دغه احتجاجونه په مېنېسوټا ایالت کې د افریقایي امریکایي جارج فلویډ د مینیا پلس د پولیسو په تحویل کې د مړینې لا امله کېږي

31.05.2020 ډیوه

عامې روغتیا وزارت: د حکیم الکوزي درمل مه کاروئ؛ تائید شوي نه دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه دودیز درمل چې د حکیم الکوزي په نامه د کندهار د یوه اوسېدونکي لخوا جوړ شوي او د کورونا وېروس درملنې په نامه خلکو ته ورکول کېږي، د تائید وړ نه دي او خلک یې باید ونه کاروي.

31.05.2020 BBC

په هند کې د کروناویروس د پېښو نوی ریکارډ

په هند کې د کروناویروس د خپرېدو د پیل راهېسې په لومړي ځل په یوه ورځ څه باندې۸۰۰۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

31.05.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس: پاکستان کې ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پېښو نوی رېکارډ؛ ۳ زره تازه پېښې ثبت شوې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوويډ-۱۹ ناروغانو تر بل هر وخت زیات شمېر، یعنی ۳ زره کسان ثبت شوي دي. له دې سره پاکستان کې د ټولو ناروغانو شمېر اویا زرو ته نږدې شوی دی.

31.05.2020 BBC

امریکا کې د تاوتریخوالي ډکې مظاهرې روانې دي؛ ۱۴۰۰ تنه نیول شوي 

د امریکا د متحده ایالاتو په ګوټ ګوټ کې د یو سپین پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي د وژنې په غبرګون کې مظاهرې لا هم روانې دي. د امریکا په زیات شمیر ایالتونو کې د تاوتریخوالي، لوټمار او نا ارامیو د درولو په خاطر بندیزونه لګول شوي دي او د ملي ګارد ځواکونه ګمارل شوي چې حالت کنترول کړي. تیره شپه پولیسو د اعتراض کوونکو د خواره واره کولو لپاره د اوښکې بهونکي ګاز او د ربړي مرمیو څخه کار واخیست چې یو شمیر مظاهره کوونکي او خبریالان یې ژوبل کړل. د اسوشیتدپرس، د پوټ له مخې د پنجشنبې د ورځې راهیسې د امریکا په ۱۷ ایالتونو کې شاوخوا ۱۳۸۳ تنه نیول شوي دي. ښایي د توقیف شویو کسانو شمیر له دې هم زیات وي ځکه مظاهرې لا هم روانې دي. په ځینو ښارونو کې بیا دغه مظاهرې سوله ییزې دي او په ځینو کې بیا تاوتریخوالی، لوټ او تالان هم شوي دي. د دوشنبې په ورځ د مېنېسوټا ایالت د مینیاپولیس په ښار کې تور پوستي امریکايي جورج فلوید هغه وخت مړ شو چې یو پولیس افسر ډیریک شاووین هغه غورځولی و او پر غاړه یې خپل زنګون اېښی و. دا ټوله پېښه اته دقېقې وه. دغه پولیس منصبدار د فلوید د قتل په تور نیول شوی دی. د رپوټونو له مخې ددغو مظاهرو په ترڅ کې ډزې هم شوې دي چې په وجه یې د پولیسو څو تنه منسوبین هم ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي دي چې لږ تر لږه دوه تنه د ډزو په تور نیول شوي دي. د اسوشیتدپرس اژانس د رپوټ له مخې د امریکا د دفاع وزارت ددې هیواد پوځ ته لارښونه کړې ده چې ځانګړي پولیس چمتو او د مینیاپولیس ښار ته یې واستوي؛ هغه ځای چې د پنجشنې د ورځې راهیسې په کې مظاهرې روانې دي. دا پداسې حال کې دي چې د ملي ګارد ۴۱۰۰ غړي د مینیاپولس او سنت پال ښارونو ته استول شوي او د پولیسو سره د وضعیت په کنترولولو کې مرسته کوي. مظاهره کوونکي وايي پولیس افسر د تعصب او نژادي توپیر په اساس جورج فلویډ وژلی دی، خو پولیس افسران وايي‌ چې جورج فلویډ د نیولو پر مهال له پولیسو سره همکاري‌ ونکړه او مقاومت یې کاوه. د یو بل خبر له مخې د دغه پولیس افسر ښځې محکمې ته عریضه کړې او غواړي له خپل مېړه څخه طلاق واخلي.

31.05.2020 امریکا غږ

افغانستان کې زیاتېدونکی کرونا ویروس؛ کاري وخت په طاق او جفتو ورځو ووېشل شو

تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

31.05.2020 ازادي راډیو

'شپه او ورځ د نجونو ښوونځي پر جوړولو بوخت یم'

د افغانستان سوېل ختیځ خوست کې یوه نالوستي سړي په خپله سیمه کې د نجونو د ښوونځي لپاره دوه جریبه کرنیزه ځمکه وړیا ورکړې ده. وکیل شاه خان وايي د خپلې سیمې د نجونو د ښه راتلونکې لپاره یې خپله ځمکه د ښوونځي د جوړیدو په موخه وربخښلې ده.

31.05.2020 BBC

ولسمشر غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست ونومولو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا نوی وزیر نومولی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره وایي، ښاغلی عثماني به د سرپرست وزیر په توګه دنده پیلوي او وروسته به ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور پېژندل کېږي.

31.05.2020 BBC

کرونا؛ ښايي افغانستان د اکسیجن او تابوتونو کموالي سره مخ شي

د افغانستان د روغتیا وزارت خبر داری وکوي چې په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې.

31.05.2020 امریکا غږ

مسجد نبوي او مسجد اقصی پرانستل شو خو خانه کعبه د خلکو دپاره اوس هم بنده ده

سعودي عرب د خالي په ورځ په ملک کې د جوماتونو پرانستلو اعلان کړی او مسجد نبوي یې هم د نمونځ کوونکو دپاره پرانستی خو خانه کعبه د خلکو دپاره اوس هم بنده پرته ده.

31.05.2020 ډیوه

د پاکستان د تازه پرېکړې پر ضد د بولدک او چمن د اوسېدونکو اعتراض

سپین بولدک او چمن ترمنځ د تګ راتګ په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې پر وړاندې د چمن او سپين بولدک.

31.05.2020 امریکا غږ

افغانستان ته د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو زیاتوالی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېرو لسو ورځو کې افغانستان ته د اورګاډي په واسطه له سلو زرو نه ډېر سوداګریز توکي وارد شوي دي.

31.05.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more