ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د 'کووېډ-۱۹' درملنې لپاره د یوه واکسین لومړنۍ ازموینې ته هیله‌مندي

د امریکا متحده ایالاتو او جرمني دوو شرکتونو په ګډه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره دا واکسین چمتو کړی دی.

02.07.2020 ازادي راډیو

په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه 11.1 فیصده ته کمه شوې

د کرونا وایرس وړاندی په امریکا کې د بې روزګارۍ کچه 3.5 فیصده ته کمه شوې وه چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د ټولو ټیټې کچې ته نږدې ده.

02.07.2020 ډیوه

آیا د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند انشعاب کړی؟

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ په شورا کې اختلافونه په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګند شوي دي او ویل کیږي چې دې ګوند انشعاب کړی دی.

02.07.2020 امریکا غږ

په روسیې کې رای اچوونه؛ ۲۰۳۶ پورې د پوتین واکمنۍ ته لاره پرانستل شوه

كرملین د هغه عامه نظر پوښتنې د پایلې جشن ونیو چې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته د دوو نورو دورو لپاره د جمهوري ریاست حق ورکوي.

02.07.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

02.07.2020 امریکا غږ

ناروغ زوم د خپل واده څه دپاسه ۱۰۰ میلمانه په کرونا اخته کړل او پخپله هم مړ شو

د هند په بیهار ایالت کې د څه دپاسه سلو تنو د کروناویروس معاینه هغه وخت مثبته ثابته شوه چې هغوی د یو کس د واده په مراسمو کې او بیا د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

02.07.2020 امریکا غږ

پنټګان: طالبانو د القاعدې سره اړیکو ته دوام ورکړی

د پنټګان وروستۍ خپور شوی راپور وايي چې طالبانو اوس هم له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرېکړي. د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ تنو ته راټیټ شوی دی

02.07.2020 ډیوه

د ټرمپ د کورنۍ د رازونو بربنډونکي کتاب د چاپیدو اجازه ترلاسه کړه

د نیویارک ایالت د استناف محکمې د هغه کتاب د خپریدو او ویشلو اجازه ورکړه چې کیدای شول د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ته ستونزې وزیږوي.

02.07.2020 امریکا غږ

روس: پوټین د ریفرنډم پاس کېدو وروسته تر 2036 کال صدر پاتی کېدی شي

د پوټین د صدرات موده په 2024 کال کې پای ته رسي خو هغه اوس کولائ شي چې په اساسي قانون کې د نوي بدلون له کبله د دوه نورو شپږ شپږ کالو مودو دپاره ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړي

02.07.2020 ډیوه

پاریس کې د لوور موزیم دروازې وروسته له ۴ میاشتو پرانیستل شوې

د موزیم لیدونکو ته لارښوونې شوې دي چې له یوه بله به لیرې درېږئ. تر کرونا مخکې به دې موزیم ته په تېره بیا په اوړي کې د خلکو څنګ په څنګ کتارونه ولاړ وو.

02.07.2020 ازادي راډیو

شاه محمود قرېشي وايي د جنوبي پنجاب صوبې جوړوولو دپاره کار شروع کړی شوی دی 

د رېډیو پاکستان د رپورټ ترمخه شاه محمود قرېشي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وډیو پېغام کې وویل د جنوبي پنجاب دپاره اېډیشنل سېکریټري او د پولیس اېډیشنل انسپکټر جنرل ګمارل شوي دي چې دفترونه به په ملتان او بهاولپور کې پرانځي

02.07.2020 ډیوه

د امریکا لوړپوړي استخباراتي مشران طالبانو ته د روسیې د انعام ورکولو په هکله معلومات ورکوي 

د امریکا استخباراتي مشران د امریکا د کانګرس غړو ته په افغانستان کې پر امریکایي او ایتلافي قواو باندې د بریدونو په بدل کې طالبانو ته د زوسیې له خوا د انعام په اړه معلومات ورکوي.

02.07.2020 امریکا غږ

چارواکي: ننګرهار کې طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي

د ننګرهار چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې دوه پولیس په‌کې وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییز برید کې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، افغان سرتېرو برید پر شا تمبولی او د پوستو د بېرته نیولو ترڅنګ‌یې له ۱۰ زیاتو مخالفینو ته مرګ‌ژوبله واړوله. د خوګیاڼي په وینا په سیمه کې وضعیت ښه او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی. وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي. د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د داعش له ماتې وروسته یو ځل بیا د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.

02.07.2020 ازادي راډیو

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: کرونا وبا تر بل هر وخت په چټکۍ خپرېږي

په امریکا متحده ایالاتو کې دغو نویو شمېرو امریکایي چارواکي اړ ایستي چې مخصوصاً په جنوب او لوېدیځو ایالتونو کې د رستورانتونو، بارونو او د لمبو او ځان ته لمر ورکولو لپاره سواحلو ته تګ بېرته بند کړي.

02.07.2020 ازادي راډیو

 استخباراتي مامورین به د کانګرس غړو ته په افغانستان کې د روس انعامي پروګرام په اړه معلومات ورکوي 

وایټ هاوس د دې خبرې تصديق کړی دی چې د سي ايي ای مشره جینا هېسپل او او د نېشنل سکیورټي یا د قامي سلامتیه ادارې مشر پال نېکسون به د کانګرس اتوو سینیر غړو د روس مبینه انعامي پروګرام په اړه ورستی حال تیروي

02.07.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more