کانی وېسټ اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشرۍ لپاره کاندید دی
کانی وېسټ د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ډیری مشهورې کارونکې کیم کارډشیان میړه – خاوند دی.
چارواکي: کرونا ویروس د کاګرو ماشومانو ژوند او روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د کروناویروس تر سیوري لاندې د امریکا د خپلواکۍ کلیزې لمانځل
امریکایانو د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۴) د امریکا د متحده ایالاتو ۲۴۴مه کلیزه ولمانځله. د امریکا متحده ایالاتو په ۱۷۷۶ کال کې د بریتانیا نه خپله خپلواکي واخیستله.
هند افغانستان کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړې کړي ـ د هند سفیر
په کابل کې د هند سفیر ویني کومار وايي، هیواد یې د تیرو څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې بشپړه کړي دي.
پاکستان ایران سره تجارت دپاره خپلې تړلې لارې نن بیا خلاصوي
د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې ګاونډي ایران سره د سوداګرۍ لپاره د یکشنبې په ورځ څلور سرحدي لارې خلاصوي.
له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغه شوې ۷۰ کلنه ښځه؛ کورنۍ یې خپلولو ته چمتو نهده
د فاطمې ډاکتره وايي، فاطمې د سختې ساه لنډۍ له امله سختې ورځې تېرې کړي، خو اوس چې روغه شوې هېڅڅوک یې له روغتون نه د وړلو لپاره نهدي ورغلي.
نړۍ کې تېر ۲۴ ساعته کرونا ویروس ۵۱۰۰ کسان مړه کړي
د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.
افغانستان کې یو امریکايي سرتیری په ترافیکي پېښه کې وژل شوی
د پنټاګون په پرونۍ اعلامیه کې هم راغلي چې یاد امریکايي سرتیری په یو ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی او وایي په دې اړه یې څېړنې روانې دي.
افغان حکومت نن د پاتې طالب بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي ـ صدیقي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، نن یکشنبه به تر دامهاله د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو د شمېر او پاتې بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه اعلان کړي.
کابل به روانه اوونۍ کې د افغان سولې په تړاؤ د دریو مهمو ناستو کوربه وي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې کابل به روانه اوونۍ د دریو مهمو ناستو کوربه وي چې هدف به یې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا وي.
تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۳۸ تنه مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې ۲۷۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۸ نور ورڅخه مړه شوي دي.
صدرعلوي:۱۸م ترمیم بیا کتنې سره نور ښه کیدای شي/لاسوهنه به پکې په وفاق برید وي،زرداري
دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي وایي که اتلسم ائیني ترمیم ته بیا کتنه وشي نو دا نور هم غوره کیدای شي خو دپاکستان پیپلز ګوند مشر اؤ دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري بیا خبرداری ورکړی دی چې دغه ائیني ترمیم کې لاسوهنه به په وفاق برید وي.
فراه ولایت کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی
د امریکا دفاع وزارت وایي، د تیرې جعمې په ورځ یو امریکايي سرتیری د افغانستان په فراه ولایت کې وژل شوی دی.
پینځم جولايي،پاکستان کې دجمهوریت په ضد دمارشل لاء توره ورځ دبدمرغیو پیلامه یادیږي
دجولایي پینځمه پاکستان کې د جمهوریت په ضد دپوځي کودتا یا مارشل لاء په یوه توره ورځ یادیږي اؤ دسیاسي چارو پوهان اؤ څېړونکي وایي چې دپاکستان دبدمرغۍ ورځ ۴۳ کاله وړاندې هم له دې ورځې د جنرال ضیاء په امریت سره پیل شوې وه.
دخیبر پښتونخوا ۸۹ سیمو څخه دټېټې کچې لاک ډاؤن ختم کړل شوی
دخیبر پښتونخوا په ۸۹ سیمو کې د کرونا وایرس دپېښو شمیره کې د واضحه کموت راتلو نه وروسته حکومت ددغو سیمو څخه د ټېټې کچې لاک ډاؤن یا ټول بند ختم کړی دی.