پمپیو له ازربایجان او ارمینیا څخه وغوښتل چې د ناګورنو کرباغ لانجه پای ته ورسوي
واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ارمینیا او ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی دی پای ته ورسوي او ملکي وګړي دې وغوري. د غرونو ترمنځ پرته د ناګورنو کرباغ په سیمه کې د نېږدې یوې میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده. د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هاغې چې پمپیو د ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جېهون بېراموف او د ارمېنیا د بهرنیو چارو له وزیر سهراب متسکنین سره په جلا توګه د جمعې به ورځ په واشنګټن کې وکتل یوه اعلامیه خپره کړه. د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټېګس وویل، د بهرنیو چارو وزارت ددې خبرې په ارزښت هم ټینګار وکړ چې دواړه غاړې دې مذاکرات پیل کړي. د ارمینیا د بهرنیو چارو وزیر له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر وخت امریکا غږ ته وویل، خبرې "ډېرې ښې وې" او کله چې ورڅخه د اوربند د وخت په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل، مونږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو. په ورته وخت کې تر شلو زیات ارمینیایانو د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته د جمعې په ورځ احتجاج وکړ. په واشنګټن کې دغه لیدنه وروسته له هاغې ترتیب شوه چې د اوربند د راوستلو لپاره د روسیې د منځګړیتوب دوه پلا هڅې ناکامه شوې. پمپیو هم د نړیوالو له مشرانو سره په دې کې یو ځای شو چې په دغه لانجمنه سیمه کې دې جګړه پای ته ورسېږي. خو د ارمینیا لومړي وزیر نېکول پشینین د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي وو دی د جګړې په دې پړاو کې د ډپلوماټیک حل هېڅ ډول امکان نه ویني. اخوا د ازربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلي، د ارمینیا ځواکونه باید له ناګورنو کراباغ سیمې څخه ووځي تر څو جګړه ختمه شي. د روسیې ولسمشر ویلادمیز پوتین ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې کابو ۵۰۰۰ کسان وژل شوي وي. دغه راز ترکیې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی به له دې څخه دریغ و نه کړي چې له ازربایجان سره د مرستې لپاره سرتیري او پوځي مرسته واستوي که ترې وغوښتل شي. په واشنګټن کې د لیدنې له پیل څخه لږ مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي دي د شخړې د حل لپاره له روسیې سره د مرستې هیله لري.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ لا هم افغان ماشومان ګوزڼ کیږي
د اکتوبر ۲۴ ( شنبه) د پولیو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
امریکا د کرونا بیمارانو لپاره د ریمدیسویر کارول تصویب کړل
د امریکا د خوړو او درملو ادارې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) ریمدیسویر د کروناویروس د درملنې لپاره د لومړۍ دوا په توګه تایید کړ.
اېف ای ټي اېف یو ځل بیا پاکستان په خړ فهرست کې ساتلی
اېف ای ټي اېف ویلي پاکستان له به نړۍ ته دا ښودل وي چې امنیتیادارې یې د ترهګرو مالي سرګرمو پېژندګلو او پلټنې کوي چې کوم خلک او ډلې په دې کې ککړې دي او څوک ددغه خلکو او ډلو لخوا دغه کارونه ترسره کوي
ټرمپ او بایډن په وروستۍ مناظره کې پر یوبل سختې نیوکې وکړې
ولسمشر ډونالډټرمپ او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه ډیموکرات سیال جو بایډن د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ. په دې مناظره کې تر ډېره د کوروناویروس پرضد د امریکا د حکومت پر اجرااتو خبرې وشوې .
اخیرۍ مباحثه: ټرمپ او باېډن په کرونا، نسلي تعصب او یو شمیر مسلو خبرې کړي
په امریکا کې شوو نظر پوښتنو تر مخه جوباېډن د ټرمپ نه وړاندې دی. خو مقابله اوس سختو ایالتونو ته تللې چې د انتخاباتو فیصله به کوي. په امریکا کې د ۴۰ میلینه نه زیاتو امریکایانو د انخاباتو د ورځې وړاندې راېې اچولي.
برتانیا ځینې رضاکاران قصدآ په کرونا اخته کوي
د برتانیا حکومت وايي چې د کروناویروس د واکسین جوړولو د بهیر چټک کولو لپاره ځینې رضاکاران په قصدي ډول د کرونا په ویروس اخته کوي.
د روهنګیا کډوالو سره د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه
په بنګله دېش، هند، مالیزیا او اندونیزیا کې د شاوخوا ۱۵۰زره روهنګیايي مسلمان کډوالو سره د بشري مرستو ټولولو لپاره نړیوال کنفرانس وشو.
د ولسي جرګې د رئیس په مشرۍ دافغانستان پارلیماني پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی
دافغانستان د پارلیمان یو ۱۷کسیز پلاوی د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ دجمعې په ورځ دپاکستان په شپږ ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته ورته تود هرکلی ویل شوی دی.
نیمروز:دطالبانو برید کې د ملي اردو ۲۰سرتیري وژل شوي
د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال جلیل وطن دوست رسنیو ته ویلي چې طالبانو دا برید تیره شپه خاشرود کې د ملي اردو په یو مرکز کړی چې د۲۰عسکرو وژنه پکې تاید شوې ده.
دپاکستان حکومت وایي نواز شریف به تر جنورۍ پاکستان ته راوستل شوی اؤ زندان ته اچول شوی وي
په پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفو ډلو ترمنځ تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې په سیوا کیدو دی اؤ حکومت وایي لندن ته دعلاج په بهانه دتللي پخواني وزیراعظم بېرته د راوستلو دپاره یې دبرتانیې حکومت سره تماس نیولی اؤ دجنورۍ تر ۱۵مې به هغه دلته په زندان کې پروت وي.
د ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره؛ کرونا ویروس سره مبارزه د بحث موضوع وه
ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، پرون د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې چې یو نیم ساعتیې دوام وکړ، برخه واخیسته. دوی د لومړۍ مناظرې په پرتله دا ځل ډېر نرم او ارام وو، ځکه له نویو اصولو سره سم یوازې د هغه کاندید مایکروفون لګېدلی و چې خبرې یې کولې. ولسمشر ټرمپ چې په اکثر نظرپوښتنو کې تر خپل سیال وروسته دی د کرونا ویروس پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ستاینه وکړه. د مناظرې لومړنۍ موضوع هم همدا وه. هغه وویل، متحده ایالات اوس دا زده کوي چې له کرونا ویروس سره ژوند وکړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دې ویروس پر ضد واکسین به د کال تر پایه جوړ شي. ټرمپ غوښتنه وکړه چې د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره ورځنی کاروبار باید دوام وکړي. جوبایډن په ځواب کې وویل، کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده، خو ټرمپ، د ده په وینا په راروان تیاره ژمي کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نهلري. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د مړینې مسؤل ټرمپ دې بیا د ولسمشر په توګه نهغوره کوي. بایډن د ټرمپ هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې دی د کرونا د مخنیوي لپاره ټوله امریکا قرنطین کوي او زیاتهیې کړه چې دی غواړي د دې ستونزې پر وړاندې علمي چلند وکړي. د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، خو نسبتاً لږ امریکایان تر اوسه د رأی ورکولو په برخه کې ذهنیت نهلري. نظرپوښتنې ښيي چې ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د خپل سیال پخواني مرستیال ولسمشر بایډن په پرتله په سلو کې اته وروسته دی. د ټنسي ایالت په ناشویل ښار کې له پرونۍ مناظرې مخکې شاوخوا ۴۷ میلیونه امریکایانو خپلې رایې مخکې له مخکې کارولې دي چې پخوا تر دې ساری نهلري. ټرمپ په بېګانۍ مناظره کې همداراز خپل سیال یو فاسد سیاستوال وباله او په وار وار یې وویل بایډن او د هغه زوی هنټر چې د اوکراین د انرژۍ په کمپنۍ کې یې د ډایرکترانو د بورډ د مشر په توګه کار کړی، په فساد کې ښکېل وو. بایډن وویل چې د ده زوی هېڅ غلط کار نهدی کړی او په ځواب کې یې ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې څنګه د اوکراین په قضیه کې استیضاح شو. بایډن خپلو لفظي حملو ته زور ورکړ او د ټرمپ د بهرنیو کاروباري اړیکو او همداراز د مالیو په برخه کې یې د هغه پر اجرااتو شک څرګند کړ. د ټرمپ او بایډن په مناظره کې په امریکا کې د نژادي مسایلو یادونه هم وشوه او په دې ترڅ کې بایډن ولسمشر د نژاد پالنې په پارونه تورن کړ، خو ټرمپیې په ځواب کې وویل، له ابراهام لنکن پرته چې په امریکا کې یې مرییتوب لغوه کړ، د ټولو پخوانیو ولسمشرانو پرتله ده د تور پوستو لپاره زیات کار کړی.
افغانستان کې تازه ۶۱ تنه کرونا نیولي او دوه نور مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه کسان مړه شوي دي.
نیمروز او کندز کې د طالبانو بریدونه؛ '۲۷ افغان سرتیري وژل شوي'
د کندز چارواکي وايي، د یاد ولایت په دشت ارچي او خان اباد ولسوالیو کې اووه افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.