فرانس: چارواکو په نیس کې شوي برید کې دریم شکمن تن هم نیولی
د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران ویلي د سکولونو او چرچونو د تحفظ دپاره د امنیتي ځواکونو شمېر به د ۳۰۰۰ نه ۷۰۰۰ ته زیاتوي او هېواد به د ترهکرۍ په وړاندې ماتی نه مني.
یو سړي د مکې له جومات سره خپل موټر جنګولی
په سعودي کې چارواکي وايي یو کس د مکې د جومات له باندني دیوال سره خپل موټر قصدآ جنګولی دی.
اذربایجان او ارمنستان توافق وکړ چې په ملکیانو به برید نه کوي
د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو په ژنیو کې په یوې غونډې کې دې موافقې ته ورسېدل چې د ناګورنو-قره باغ په جګړې کې به په قصدي توګه ملیکان نه په نښه کوي.
د امریکا انتخابات؛ ټرمپ او بایډن خپل وروستي کمپاینونه کوي
ټاکل شوې چې نن شنبه اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) د امریکا د را روانو ټاکنو دوه مخکښ سیالان دونالډ ټرمپ او دموکرات کاندید جو بایډن ځینو مهمو ایالتونو کې کمپاینونه وکړي.
کابل کې د یوې خبریالې پر کور د پولیسو 'حملې' ته د بشر حقونو څار بنسټ غبرګون
د جنوبي اسیا لپاره د بشر حقونو څار بنسټ مرستیالې پتریشیا ګاسمن، تازه ویلي چې په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو ورتلل، ټکان ورکوونکې ده. د دې په خبره دا پېښه د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح له وروستۍ لیکنې، ډېره ټکان ورکوونکې ده. په کابل کې د یوې ښځې پر کور د پولیسو د حملې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، ښاغلي صالح د اکټوبر په ۲۲مه پر فېسبوک پاڼه لیکلي وو: "د پوليسو پر ضد ټولو شایعاتو ته له دې جملې دغې پېښې ته چې پولیس د قانون له مراعتولو پرته یوه کور ته ننوتي، رسېدنه کېږي او هر چا چې دغې شایعې ته لمن وهلې، باید ځواب ورکړي. له دولت سره همکاره اوسئ، له دولت سره ضدیت، د دولت پر ضد د شایعاتو خپرول او د بنسټونو بدنامول، له دښمن سره همکاري ده او باید ډډه ترې وشي." اغلې ګاسمن د دغې لیکنې په غبرګون کې ویلي چې د جمهور رئیس لومړی مرستیال د دې پر ځای چې د پولیسو کړه وڅېړي، پر شاکي کس انتقاد کوي. خو د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته وايي، د ښاغلي صالح د لیکنې هدف دا دی چې د دغې "مېرمنې" ادعا دې وارزول شي. که تور یې بېبنسټه وي، باید ځواب ورکړي. د جنوبي لپاره د بشر حقونو د څار بنسټ مرستیاله د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وايي، د دغې ښځې پر کور د پولیسو حمله او د موسیقۍ غلي کول، د طالبانو له کړنو سره ورته دي، ځکه طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د موسیقي د خپرولو او اورېدلو اجازه نهورکوله. ګاسمن وویل: "دا واقعیت چې پولیسو هڅه کړې یو کور ته ننوځي او په یوه مېلمستیا کې موسیقي غلې کړي، هغه څه دي چې له طالبانو یې تمه کېږي نه له پولیسو." او دې د دغې پېښې پر کره او هر اړخیزې څېړلو ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې طاهره رضايي چې مدعي شوې، د اکټوبر په ۱۵مه شپه پولیس د ۱۰مې حوزې له امر سره یوځای، له رسمي اجازې پرته د دې کور ته ننوتي وايي، په دغه شپه د حوزې یوه کارکوونکي ځان څارنوال وښود او بیا له پولیسو سره د دې کور ته ننوتل، ټول کور یې وپلټه او له مېلمنو یې تحقیقات وکړل. دې ازادي راډیو ته وویل، پولیسیې کور ته له ننوتو وروسته، پرته له اجازې د دې او د مېلمنو عکسونه واخیستل او پر مېلمنو یې لاسلیکونه هم وکړل. په ورته وخت کې د بشر حقونو څار بنسټ د طاهرې رضايي له خولې لیکلي چې پولیسو د کور د پلټلو پر مهال، پرته له اجازې د دې فلم اخیستی او ترې غوښتې یې دي چې په پاڼه کې دې ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې به مېلمستیاګانې نهکوي او موسیقي به پهکې نهغږوي. د رضايي په خبره، دغو پولیسو یوه مېلمنه ښځه هم وډبوله. دغه خبریاله مدعي ده چې د دغې شپې د پېښې د چیغو او د پولیسو د ورتګ تصویرونهیې هم اخیستي او د اړتیا په صورت کې بهیې خپاره کړي. رضایي وايي، ځینو نړیوالو بنسټونو تهیې په دې اړه شکایت کړی او له دغو بنسټونو یې غوښتي چې د دې شکایت ته رسېدنه وکړي. دې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "له نړیوالو بنسټونو هیله کوم چې دغه قضیه په جدي او عادلانه توګه وارزوي. د لومړي مرستیال له لیکنې او د کورنیو چارو وزارت له بیانيې د ډار احساس کوم، له دې امله د نړیوالو بنسټونو همکاري غواړم." وموغوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق ارین نظر هم ولرو، خو ده له څه ویلو ډډه وکړه. ښاغلي ارین مخکې له دې په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د یوې ښځې ادعا چې ګواکې پولیسیې کور ته ننوتي، ارزول کېږي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند د لیکنې له مخې، لومړني نتایج ښيي چې د دغې ښځې د کور پلټل ، قانوني و او د څارنوال په شتون کې شوي دي. ارین دا هم لیکلي، دغه پلټنه د سیمې د خلکو د وړاندیز له مخې شوې ده.
ټرمپ نن په پېنسلوینیا او باېډن په میشیګن کې انتخابي کمپاینونه کوي
د تیرې ورځې(جمعې) پورې ۸۲ ملینه امریکایانو د وړاندې نه رایې ورکړي. دغه شمیره د کال ۲۰۱۶م د انتخاباتو د نیمایې نه زیاته ده. په دغه کال کې ۱۳۸.۸ میلینه امریکایانو رایې ورکړې وې.
یوناما یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» وايي د روان تاوتریخوالي ډیر قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د امریکا د ولسمشرۍ کاندید جو بایډن څوک دی؟
د سه شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له تجربه کار جوبایډن سره مخ دی. په دې راپور کې د جوبایډن شخصي او سیاسي ژوند ته کتنه شوې ده .
افغانستان کې ۹۱ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۳ کسان مړه شوي دي.
سولې بهیر کې د ښځو پر فعاله ګډون د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ټینګار
د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډلې د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو پر معنا داره ګډون د ملاتړ ترڅنګ د هغوی لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.
د ترکیې زلزله، د مړو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد
د ترکي چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د پرونۍ زلزلې له امله دمړو شوو کسانو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.
ارمېنیا او ازربایجان معاهده وکړه چې د يو بل په شهري ابادۍ به حملې نه کوي
په جنګ کې ښکیل د دواړو ملکونو ترمنځ معاهده د دواړو خارجه وزیرانو ترمنځ د جمعې په ورځ په جنیوا کې وشوه. په دې موقع د فرانس، روس او د امریکې استازي هم موجود وو
په امریکا کې به د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد نهه مېلین ته ورسیږي
د جانز هاپکنز ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اېلینای، وېسکانس، اوهایو، ټېکسس، کېلېفورنیا او په فلوریډا ریاستونو کې په یوه ورځ کې په ریکارډ تعداد کې د کرونا وایرس کېسونه رپورټ شول
امریکايي مامورین وايي صدارتي انتخابات د ایران، روس او چین د خطراتو نه محفوظ ساتل شوي
د ایوانا ترمخه روس ډانلډ ټرمپ خوښوي او کرېملېن ځېنې کردارونه د ټرمپ په حمایت کې په سوشل میډیا او په ټېلې وژن کېمپېنونه چلوي. چین د جوبایډن حمایت کوي او ایران ګڼي چې که چېرې ډانلډ ټرمپ بیا صدر منتخب شو نو په ایران به فشار دوامداره وساتي