اخیرۍ مباحثه: ټرمپ او باېډن په کرونا، نسلي تعصب او یو شمیر مسلو خبرې کړي
په امریکا کې شوو نظر پوښتنو تر مخه جوباېډن د ټرمپ نه وړاندې دی. خو مقابله اوس سختو ایالتونو ته تللې چې د انتخاباتو فیصله به کوي. په امریکا کې د ۴۰ میلینه نه زیاتو امریکایانو د انخاباتو د ورځې وړاندې راېې اچولي.
برتانیا ځینې رضاکاران قصدآ په کرونا اخته کوي
د برتانیا حکومت وايي چې د کروناویروس د واکسین جوړولو د بهیر چټک کولو لپاره ځینې رضاکاران په قصدي ډول د کرونا په ویروس اخته کوي.
د روهنګیا کډوالو سره د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرستو ژمنه
په بنګله دېش، هند، مالیزیا او اندونیزیا کې د شاوخوا ۱۵۰زره روهنګیايي مسلمان کډوالو سره د بشري مرستو ټولولو لپاره نړیوال کنفرانس وشو.
د ولسي جرګې د رئیس په مشرۍ دافغانستان پارلیماني پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی
دافغانستان د پارلیمان یو ۱۷کسیز پلاوی د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ دجمعې په ورځ دپاکستان په شپږ ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته ورته تود هرکلی ویل شوی دی.
نیمروز:دطالبانو برید کې د ملي اردو ۲۰سرتیري وژل شوي
د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال جلیل وطن دوست رسنیو ته ویلي چې طالبانو دا برید تیره شپه خاشرود کې د ملي اردو په یو مرکز کړی چې د۲۰عسکرو وژنه پکې تاید شوې ده.
دپاکستان حکومت وایي نواز شریف به تر جنورۍ پاکستان ته راوستل شوی اؤ زندان ته اچول شوی وي
په پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفو ډلو ترمنځ تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې په سیوا کیدو دی اؤ حکومت وایي لندن ته دعلاج په بهانه دتللي پخواني وزیراعظم بېرته د راوستلو دپاره یې دبرتانیې حکومت سره تماس نیولی اؤ دجنورۍ تر ۱۵مې به هغه دلته په زندان کې پروت وي.
د ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره؛ کرونا ویروس سره مبارزه د بحث موضوع وه
ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، پرون د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې چې یو نیم ساعتیې دوام وکړ، برخه واخیسته. دوی د لومړۍ مناظرې په پرتله دا ځل ډېر نرم او ارام وو، ځکه له نویو اصولو سره سم یوازې د هغه کاندید مایکروفون لګېدلی و چې خبرې یې کولې. ولسمشر ټرمپ چې په اکثر نظرپوښتنو کې تر خپل سیال وروسته دی د کرونا ویروس پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ستاینه وکړه. د مناظرې لومړنۍ موضوع هم همدا وه. هغه وویل، متحده ایالات اوس دا زده کوي چې له کرونا ویروس سره ژوند وکړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دې ویروس پر ضد واکسین به د کال تر پایه جوړ شي. ټرمپ غوښتنه وکړه چې د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره ورځنی کاروبار باید دوام وکړي. جوبایډن په ځواب کې وویل، کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده، خو ټرمپ، د ده په وینا په راروان تیاره ژمي کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نهلري. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د مړینې مسؤل ټرمپ دې بیا د ولسمشر په توګه نهغوره کوي. بایډن د ټرمپ هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې دی د کرونا د مخنیوي لپاره ټوله امریکا قرنطین کوي او زیاتهیې کړه چې دی غواړي د دې ستونزې پر وړاندې علمي چلند وکړي. د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، خو نسبتاً لږ امریکایان تر اوسه د رأی ورکولو په برخه کې ذهنیت نهلري. نظرپوښتنې ښيي چې ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د خپل سیال پخواني مرستیال ولسمشر بایډن په پرتله په سلو کې اته وروسته دی. د ټنسي ایالت په ناشویل ښار کې له پرونۍ مناظرې مخکې شاوخوا ۴۷ میلیونه امریکایانو خپلې رایې مخکې له مخکې کارولې دي چې پخوا تر دې ساری نهلري. ټرمپ په بېګانۍ مناظره کې همداراز خپل سیال یو فاسد سیاستوال وباله او په وار وار یې وویل بایډن او د هغه زوی هنټر چې د اوکراین د انرژۍ په کمپنۍ کې یې د ډایرکترانو د بورډ د مشر په توګه کار کړی، په فساد کې ښکېل وو. بایډن وویل چې د ده زوی هېڅ غلط کار نهدی کړی او په ځواب کې یې ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې څنګه د اوکراین په قضیه کې استیضاح شو. بایډن خپلو لفظي حملو ته زور ورکړ او د ټرمپ د بهرنیو کاروباري اړیکو او همداراز د مالیو په برخه کې یې د هغه پر اجرااتو شک څرګند کړ. د ټرمپ او بایډن په مناظره کې په امریکا کې د نژادي مسایلو یادونه هم وشوه او په دې ترڅ کې بایډن ولسمشر د نژاد پالنې په پارونه تورن کړ، خو ټرمپیې په ځواب کې وویل، له ابراهام لنکن پرته چې په امریکا کې یې مرییتوب لغوه کړ، د ټولو پخوانیو ولسمشرانو پرتله ده د تور پوستو لپاره زیات کار کړی.
افغانستان کې تازه ۶۱ تنه کرونا نیولي او دوه نور مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه کسان مړه شوي دي.
نیمروز او کندز کې د طالبانو بریدونه؛ '۲۷ افغان سرتیري وژل شوي'
د کندز چارواکي وايي، د یاد ولایت په دشت ارچي او خان اباد ولسوالیو کې اووه افغان سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
جنوبي وزیرستان: حکومت د ورانو کورونو مالومولو سروی روانه کړې، خو خلک پرې ټکونه کوي
د پاکستان حکومت په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ورانو شوؤ کورونو سروی روانه کړې خو ځايي خلک په دغه سروی شکايتونه کوي چې سروی پوره نه ترسره کيږي.
ننګرهار کې ۱۲ طالبان وژل شوي؛ شپږ یې پاکستانیان دي- چارواکي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کراچۍ: تعليمي ادارې ايي بي ای د دهړکو له امله د عاطف ميا د انټرنېټ د لارې لکچر منسوخ کړی
په کراچۍ کې د بزنس اف اډمنسټرېشن [ايي بي ای] د تندلارو دهړکو له امله د اقتصادي چارو کارپوهه عاطف ميا د انټرنېټ د لارې لکچر منسوخ/ لغوه کړی دی.
ټرمپ او بایډن په وروستۍ مناظرې کې څه وویل؟
دغه مناظره چې د امریکا د تینیسي ایالت په نشویل ښار کې تر سره شوه، فضا یې د تیرې مناظرې په پرتله ښه وه او د دواړو کاندیدانو ترمنځ کمه لفظي شخړه رامنځ ته شوه.
ملګري ملتونه د تخار په هوايي برید کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو په اړه پلټنې کوي
واشنګټن – ملګري ملتونه وايي، د هغو ادعاوو په اړه پلتنې کوي چې ګواکې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې ۱۲ ماشومان هغه مهال ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول کله چې یې په مدرسې باندې هوايي برید ترسره شو. په تخار کې دغه مرګونی هوايي برید یوه ورځ وروسته له هاغې ترسره شوی کله چې طالبانو په یو کمین کې ۲۶ تنه افغان امنیتي سرتیري ووژل. په کابل کې د ملګروملتونو دفتر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ژمنه کړې چې د ترسره شوي برید په اړه د دوی د روانو پلټنو پایلې به له بشپړېدو څخه وروسته په ډاګه کړي. د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دغه برید کې د ماشومانو وژل کېدل رد کړي دي. ښاغلي صالح ویلي، په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي دي چې افغان امنیتي سرتیري یې وژلي وو. امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، "موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی. له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازو یې د (خبرونو) سرټکي جوړ کړي. ما دا ثبوت په خپله لیدلی دی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې. ډاډه واوسئ". د افغانستان ددفاع وزارت هم په یو خپور کړي بیان کې ویلي، په برید کې ټول وژل شوي کسان وسلوال طالبان وو او دا یې هم ویلي، چې د دفاع وزارت لخوا یوه ډله ګمارل شوې چې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه پلټنې وکړي. د تخار ولایتي شورا وايي چې په دغه هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. د دغې شورا منشي اعظم افضلي د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل: "پرون چهارشنبه هوايي ځواکونو په بهارک ولسوالۍ کې د هزاره قرلق په نوم د یو کلي مدرسه چې ماشومانو په کې درس لوسته، د یو غلط راپور په اساس تر هوايي برید لاندې ونیو". همدارنګه د یو بل خبر له مخې، په افغانستان کې د ناټو ماموریت د زیارت یا پنجشنبی په ورځ دا منلې ده چې په جنوبي کندهار ولایت کې د سړک د غاړې د یو بم په چاودنه کې دوه رومانیايي سرتیري ژوبل شوي دي. دوی وايي، د ناټو دغه پوځیان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ګزمې په حال کې وه چې پرې د سړک د غاړې ماین وچاودېده. طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه په داسې حال کې زیات کړي دي، چې په قطر کې یې د یوې میاشتې راهیسې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه مذاکرات پیل کړي دي. امریکا ددغو خبرو منځګړیتوب کړی چې غواړي په افغانستان کې خپل ۱۹ کلن پوځي حضور چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي پای ته ورسوي. د طالبانو دغه مذاکرات د ټرمپ د ادارې د هغه تړون په ترڅ کې پیل شوي چې په فیبرورۍ کې یې له وسلوالو طالبانو سره وکړ.
پمپیو د ازربایجان او ارمېنیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ګوري
واشنګتڼ - د ازربایجان او ارمېنیا د بهرنیو چارو وزیران د جمعې په ورځ په واشنګټن کې په جلا جلا توګه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ګوري. دا په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره هم له هغو نړیوالو هڅو سره یوځای شوه چې پخوا یې مشري د روسیې لخوا کېدله تر څو د ناګورنو کرباغ پرسر راپورته شوې جګړه سړه کړای شي. ددغې جګړې د پیل یعنې د تېرې سپټمبر راهیسې په سلګونو جنګیالي او ملکي وګړي وژل شوي دي. امریکا په دواړو هېوادونو غږ کړی چې جګړه ودروي او د ناګورنو کراباغ په اړه د مذاکراتو میز ته سره کښیني. یاده سیمه په نړیواله توګه د ازربایجان د سیمې په نامه پېژندل شوې خو د نژادي ارمېنیایانو لخوا اداره کېږي. پمپیو ددې اونۍ په سر کې ویلي وو، "ددغې شخړې حل باید د مذاکراتو او سولیزو بحثونو له لیارې وشي نه د وسلوالو شخړو له لیارې." د جمعې د ورځې ملاقاتونه د امریکا ډپلوماټیکه ښکېلتیا ښيي چې په نړیوالو ډپلوماټیکو مسلو کې تر څو یو دوامداره اوربند وشي. په ورته وخت کې په واشنګټن کې د خبرو په درشل کې ازري او ارمینیايي ځواکونو په خپلو کې جګړو ته زور ورکړی. د غرونو ترمنځ پرتې دغه سیمه کې د ۱۹۹۰ یمې لسیزې رادیخوا دومره درنې جګړې نه وې شوې هغه مهال چې له اوربند مخکې کابو ۳۰۰۰۰ کسان ووژل شول. هغه مهال اوربند د ماسکو په منځګړیتوب او د امریکا او د فرانسې په ملاتړ رامنځ ته شوی وو.