ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ټرمپ: امریکا د افغانستان په سوله کې خپل کردار ادا کوي، داسې سوله چې د قوت له لارې وي

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وایي چې ملک یې په افغانستان کې د سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي او داسې سوله چې د قوت له لارې وي. صدر ټرمپ چې د نهې/سې شنبې په ورځ یې د ویډیو لېنک له لارې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوله، د نړۍ په کچه یې د امریکا په مهمو لاسته راوړنو هم رڼا واچوله. صدر ټرمپ پخپلې وینا کې د افغانستان د حالاتو په اړه زیات ونه غږېد خو دومره یې وویل چې د امریکا په کوشش د سولې عمل هلته روان دی. هغه وویل، "همدا اوس چې مونږ لګیا یو خبرې کوو، امریکا په افغانستان کې د جنګ په ختمولو کار کوي، او مونږ خپل عسکر بېرته هېواد ته راستانه کوو. امریکا د یو سولې راوستونکي په حیث خپل کردار ادا کوي، خو داسې سوله چې د قوت له لارې وي." د صدر ډانلډ ټرمپ د دې وینا نه شېبه مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې کېلي کرافټ خبرې وکړې او په هغه کې یې دې خبرې ته اشاره وکړه چې اوس د افغانستان د سولې په خبرو کې ښځې هم شاملې شوي او ټرمپ ته دا خبره مهمه ده.  کیلي کرافټ وویل، "ښځې اوسمهال د افغانستان د امن په پروسه کې ځای لري، او صدر ټرمپ په دې باور دی چې په اختیارداره څوکیو د ښځو د شتون او د افغانانو د یو لا روښانه او لا سوله ییزې آیندې ترمنځ یو واضحه رابطه موجوده ده. د دې ټولو سره سره، صدر ټرمپ د اوږدمهاله رقیبو ډلو د یوځای کینولو دپاره چې د یوې دوامداره سولې دپاره سره کار وکړي، ضروري قوت له ځانه ښودلی دی." د دې نه علاوه، د افغانستان او سیمې په اړه څه ونه ویل شول. د نړېوالو پېښو په اړه د ټرمپ څرګندونې: ټرمپ د نهې په ورځ ملګرو ملتونو ته خپله وینا د کرونا وایرس د نړېوالې وبا په هکله پیل کړه او هغه وایرس یې "چاینا وایرس" وباله. ټرمپ په چین باندې سخت ټکونه وکړل او ویې ویل، ملګرو ملتونو ته په کار ده چې د چین نه حساب وغواړي. ټرمپ د امریکا کوششونو ته په اشارې سره وویل چې امریکا کې د کروناوایرس په درېیو واکسینونو وروستني آزمایشونه کوي او په عین حال کې بوخت دي چې دا واکسینونه مخکې له مخکې په ډېره اندازه جوړ او ویشلو ته آماده اوسي. ټرمپ خوشبینې څرګنده کړه او ویې ویل، "مونږ به واکسین وویشو، مونږ به وایرس ته ماتې ورکړو، مونږ به عالمي وبا ختمه کړو، او مونږ به داسې یو دور شورو کړو چې په هغه کې بې سابقه رفاه، همکاري، او سوله وي." ولسمشر ټرمپ د اسراییلو او دوو عربي ملکونو، بحرین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ابراهیم په نوم معاهده هم مهمه یاده کړه او ویې ویل چې د منځني ختیځ نور ملکونه به هم له اسراییل سره اړیکې ښې کړي. د امریکې ولسمشر زیاته کړه چې د بحرین او اماراتو نه وروستو، "ډېر نور د مشرق وسطی ملکونه به ورپسې وي. هغوی په تېزې راروان دي، او هغوی پوهېږي چې څه ورته ګټور دي او څه نړۍ ته ګټه کوي."  ښاغلي ټرمپ پخپل تقریر کې چې د لسو مېنټو نه کم و، د ملګرو ملتونو په کردار باندې هم تبصره وکړه او ویې ویل: "که په کار وي چې ملگري ملتونه یو موثره یا ګټور تنظیم وي، په کار ده چې دا تنظیم د نړۍ په اصلي مشکلاتو غور وکړي، په دې ستونزو کې ترهګري، د ښځو ټکول کېدل، اجباري کارکول، د مخدره موادو سمګلېنګ، د انسانانو سمګلېنګ او د هغو نه جنسي ګټه اخېستل، د مذهب په نوم ځورول، او د مذهبي اقلیتونو نسلي قتل عام شامل دي." صدر ټرمپ دا دعوه هم وکړه چې امریکا به همیش د بشري حقونو په برخه کې مخکښه پاته وي.

22.09.2020 ډیوه

ايا سعودي د اسرايل د تسليمولو لپاره ولس تياروي؟

اسرایل سره د سعودي عرب د تعلقاتو د امکان په اړه بېلا بېل پیغامونه د څېړونکو په وېنا د ۳۵ کلن سعودي ولي عهد او د هغه ۸۴ کلن پلار شاه سلمان په نړیوالو چارو کې د دوی د نظر فرق څرګندوي

22.09.2020 ډیوه

اسرائیل سره د اړیکو پیلولو لپاره د سعودي عربستان شرط

سعودي عربستان وایي د اسرائیل سره اړیکې یواځې هغه وخت عادي کیدای شي چې دا هیواد د فلسطینیانو سره سوله وکړي. 

22.09.2020 امریکا غږ

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

22.09.2020 امریکا غږ

اشنا تلويزیون د سه شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

22.09.2020 امریکا غږ

د چین په ولسمشر انتقاد کوونکی په ۱۸ کلونو بند محکوم شو

په چین کې یوې محکمې د ولسمشر ژي جيپینګ یو منتقد، چې د ملکیتونو یو پخوانی لوی سوداګر دی، د فساد په تور په ۱۸ کلونو بند محکوم کړی دی.

22.09.2020 امریکا غږ

د امریکا او بهاما پولیسو د ۳میلیون ډالرو په ارزښت ماروانا نیولې 

چارواکي‌وايي د امریکا د متحدو ایالتونو امنیتي ځواکونو د بهاما د پولیسو سره په ګډه په سمندر کې د درې میلیون ډالرو په ارزښت ماروانا نیولې ده.

22.09.2020 امریکا غږ

ملګري ملتونه د خپلې ۷۵کلنۍ تاریخي‌ غونډه کوي

د ملګرو ملتونو کلنۍ تاریخي عمومي غونډه نن د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې۱) په نیویارک کې پرانیستل کیږي. 

22.09.2020 امریکا غږ

د کولمبیا د یاغیانو د مشر په سر پنځه میلیون ډالر جایزه 

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د کولمبیا د «ملي ازادۍ ځواک» د مشر د ځای او موقعیت په اړه د معلوماتو په بدل کې پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې ده. 

22.09.2020 امریکا غږ

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن - په ټوله نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۱.۵ میلینه او د مړو شمېر له ۹۶۹۰۰۰ څخه زیات شوی دی. وروستۍ شمېرې ښيي،‌ چې په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۴۵۰۰ څخه زیات شوی دی.‌ همدارنګه د نهې یا سې شنبې تر سهار پورې په امریکا کې په کورونا  باندې د اخته شویو کسانو شمېر له اوه میلینه ۴۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز یا سي ډي سي د معلوماتو له مخې، له څلورو څخه درې برخه مړینه له ۶۵ کلنۍ څخه په زړو خلکو کې شوې ده. راپور وايي، په جنوب لویدیځو او منځني لویدیځو برخو کې د کورونا په شمېرو کې وروستی زیاتوالی د ښونځیو او کالجونو له بیا پرانېستل کېدو سره تړاو لري.‌ د اروپا په لویه وچه کې د کورونا د پېښو له بیا زیاتېدو سره هېوادونو نوي بندیزونه لګولي.‌ برتانیې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۴۳۶۸ نویو پېښو راپور ورکړی او په دغه هېواد کې د کورونا د ټولو پېښو شمېر نېږدې څلورو لکو ته رسېدلی. د برتانیې روغتیايي او ساینسي چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ په ملي تلویزیوني وینا کې وویل چې دغه هېواد غلط لوري ته روان دی او په غبرګون ښودلو کې سخت پړاو ته رسېدلې دی.‌ د برتانیې د روغتیا وزیر مات هنکاک د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، دغه هېواد ښايي د بندیزونو له نوي پړاو سره مخ شي کچېرې عام خلک نوې شپږ سپارښتنې چې د لومړي وزیر بورېس جانسن لخوا یې حکم وشو عملي نه کړي.‌ په دغې حکمنامه کې دا هم راغلي دي، چې په یو ځای کې دې له شپږو څخه زیات کسان نه راټولېږي.‌ په فرانسه کې چې په دې وروستیو اونېو کې یې پېښې زیاتې شوې دي د ټېسټونو نوي مرکزونه په پاریس کې پرانېستل شوي دي‌. ایټالیا د ګل په ورځ اعلان وکړ چې دوی به د کوېډ ۱۹ ټېسټ په هغو کسانو لازمي کړي چې له پاریس او د فرانسې له نورو برخو څخه ورځي. د اسپانیې په پلازمېنه مېډرېد کې د ګل په ورځ له ښار څخه د خلکو په وتلو راوتلو باندې بندیز ولګول شو تر څو د وایرس د خپرېدو مخنیوی وکړي.  د کورونا وبا د نړۍ په کډوالو باندې هم اغیز لرلی دی.‌ د ناروې د کډوالو شورا د ګل په ورځ په یوې نوې خپرې شوې سروې کې ویلي، چې نېږدې ۸۰ فیصده خلک چې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي د کورونا د پیل راهیسې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي.‌ د ان ار سي لخوا په دغې سروې کې چې د افغانستان، کولمبیا، عراق او وینزوېلا په ګډون د ۱۴ هېوادونو له ۱۴۰۰ کسانو پکې پوښتنې شوي ۷۰ سلنه خلکو ویلي چې دوی اوس کافي خواړه نه لري‌ او ۷۳ فیصده خلکو ویلي، چې دوی د اقتصادي ستونزو له امله خپل ماشومان ښونځیو ته نشي لېږلی. د کورونا د واکسین جوړولو سیالي: د کورونا لپاره د یو خوندي او اغېزناک واکسین جوړولو په ډګر کې بیا ستونزه هغه وخت ښکاره شوه کله چې د برتانیې ټیلېګراف ورځپاڼې د یکشنبې یا اتوار په ورځ راپور ورکړ چې په امریکا کې ددغه واکسین د انساني ازمېښت وروستی پړاو د ممکنه جانبي عوارضو د اندېښنو له امله درول شوی دی.‌ د برتانیې د اکسفورډ پوهنتون او سترې درمل جوړونکې کمپنۍ اسټرازېنېکا لخوا په ګډه جوړ شوی واکسین په امریکا، برتانیه، برازیل، جنوبي‌ افریقا او د هند په ګډون په ګڼو هېوادونو کې د ازمېښت په دریم پړاو کی دی.‌ ټیلېګراف دا هم وايي، چې ددغه واکسین ورکول دوه ځله په برتانیه کې هم و ځنډول شو کله چې په دوه رضاکاره اخیستونکو کې جانبي عوارض وموندل شول. بل پلو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي،‌ چې ۱۵۶ هېوادونه د دوی له هغه نړیوال پلان سره یوځای شوي چې هر ممکنه راتلونکی واکسین به په مناسبه توګه په ټولو خلکو یو ډول وېشل کېږي. خو دا یې ویلي،‌ چې امریکا او چین په دغه پلان باندې لاسلیک نه دی کړی.‌

22.09.2020 ډیوه

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډه نن شروع کېږي

د غونډې په پېل کې به د روایت سره سم د برازیل د صدر پېغام واورول شي او بیا به د ملګرو ملتونو د کوربه ملک په حېٍث د امریکې صدر ډانلډ ټرمب خپل تقریر کوي

22.09.2020 ډیوه

غني سولې ته د رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو همکاري وغوښته

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته په خپل ویډیويي پیغام کې یو ځل بیا د چټک اوربند په تامین ټینګار وکړ. د افغان ولسمشر د وینا یوه برخه دلته لیدلی شئ.

22.09.2020 ازادي راډیو

سیمه او نړۍ دې طالبان وهڅوي چې اوربند وکړي- غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې خبرو کې هر پرمختګ د طالبانو له له اعمالو سره تړاو لري.

22.09.2020 امریکا غږ

افغانستان کې تازه ۲۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې تنه مړه شوي دي.

22.09.2020 امریکا غږ

باجوړ: افغانستان سره په پوله بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی

د پاکستان پوځ ویلي په باجوړ کې د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه په ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيري وژل شوی دی.

22.09.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more