ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان یو عدالت د جماعت الدعوه درې مشرانو ته د بند سزا اورولې

امریکا د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د ترهګرو په ځانګړي فهرست کې هم اچولې او په کال 2012 کې د هغه د درک لګولو لپاره یې د لس ميلينه ډالرو انعام هم اعلان کړې. 

06.11.2020 ډیوه

بایډن د امریکا ټاکنې وګټلې

د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د یوې اوږدې او سختې مبارزې وروسته وګټلې. 

06.11.2020 امریکا غږ

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو رایې شمېرنه لا هم دوام لري

د امریکا د کال ۲۰۲۰م د صدارتي انتخاباتو رايې شمېرنې تراوسه روانې دي او تر اوسه اخري نتيجې مخې ته نه دي راغلي. د ډیموکرېټ ګوند کاندید او پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن بریا ته نزدې شوی ځکه چې د وروستي رایې شمیرنو له مخې په جارجیا او پېنسلوینیا ایالتونو کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ووټونو ترلاسه کولو کې شاته پاتې دی. د امریکا د ټاکنو ګټلو لپاره یو کاندید ته د ۲۷۰ الکټرل وټونو ترلاسه کول پکار وي. تر اوسه د د ریپیلیکن ګوند ۲۱۴او ډیموکریټ ۲۵۳ الکټرل ووټونه ګټلي. د رایو شمېرنه اوس هم په څلورو ایالتونو کې روانه ده چې د ټاکنو پریکړه به کوي: اریزونا او نیواډا، چې بایډن په کې مخکې دی. پېنسلوینیا، چیرې چې د جمعې د پېل راهسې د ډونلډ ټرمپ رایې ۱۸،۰۰۰ ته راټیټي شوي. او جارجیا، چیرې چې بایډن د ۹۱۷ رایو سره له خپل سیاله مخکې دی. اخوا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د بېسارو او ناتایید شویو دعوو په کولو د هېواد جمهوري بهیر په نښه کړی دی او په ډیموکرېټ ګوند تورونه لګوي چې په ټاکنو کې درغلي کړې. د نومبر پر شپږمه د ووټونو شمېرلو په مرکزونو کې نتیجې ښايي چې د دواړو نوماندانو ترمنځ سیالي خورا سخته شوې ده چې د امریکا له ستړي کوونکو او سخت رقابتي انتخاباتو څخه یو بلل کېږي. په پېنسلوینیا او جارجیا ایالتونو کې بایډن ټرمپ ته د ورنژدې کېدو په حال کې دی خو په نېواډا او اېرېزونا کې ورڅخه لږ څه مخکې دی. په امریکا کې خلک په مستقیمه توګه ولسمشر نه ټاکي بلکې د انتخاباتي پلاوي یا الکټرل کالج له لارې انتخابېږي. د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کولو لپاره باید یو نوماند له ۵۳۸ انتخاباتي ووټونو څخه ۲۷۰ ترلاسه کړي. که بایډن په اریزونا کې ۱۱ رایېو سره او نیواډا کې د شپږو سره خپلې رایې ترلاسه کړي، نو هغه به د جنوري په میاشت کې د ۲۷۰ الکټرل کالج اکثریت ته ورسیږي نو د هیواد ۴۶م ولسمشر به شي. او په جورجیا او پنسلوانیا کې د رایو شمېرنې به پر پایلو کوم اغېز و نه لري. ټرمپ باید هغه ټول ایالتونه وساتي چې هغه په کې مخکې دی او یا هم نیواډا یا اریزونا کې مخکې شي، په کوم کېچې بایډن اوس مهال مخکې دی.

06.11.2020 ډیوه

په هرات کې د المونيمي توليداتو تود بازار

دلته لسکونه ډوله المونيمي لوښي جوړېږي. د دغو لوښو تولېدونکي وايي، په دې ورستيو کې یې نورو هېوادونو ته هم د خپلو توليداتو صادرول پيل کړي دي. نور په راپور کې:

06.11.2020 ازادي راډیو

کابل کې د وژل شوي ۲۲ مجتبی کورنۍ عدالت غواړي

مجتبی دوه میاشتې وړاندې د تایمني په سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د هغه مور وایي، چې خپل زوی یې په سختي او بېوزلۍ کې لوی کړی و. د مجتبی پلار ته د زوی له مړینې وروسته د زړه ناروغۍ پیدا شوې چې اوس یې روغتیایي حالت ښه نه دی او ان تر دې چې خبرې هم نه شي کولای. خجسته کبیري په دې اړه راپور لري:

06.11.2020 ازادي راډیو

دشمالي وزیرستان دجلسې نه وړاندې محکمې دعلي وزیر دنیولو امر وکړو

دخیبر پښتونخوا دبنو سیمې یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دجنوبي وزیرستان څخه دپاکستان دمرکزي پارلیمان دغړي علي وزیر دنیولو وارنټ جاري کړی اؤ پولیسو ته یې امر کړی چې هغه باید(نن دجمعې په ورځ) محکمې ته وړاندې کړي.

06.11.2020 ډیوه

افغانستان کې تازه ۴۰ تنه کرونا نیولي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۴۰ثبتې پېښې ثبت شوي دي.

06.11.2020 امریکا غږ

د امریکا انتخابات: پولیسو یوې انتخاباتې حوزې سره نږدې دوه تنه نیولي

پولیسو د امریکا د پنسلوانیا ایالت مرکز، فلاډیلفیا انتخاباتي حوزې سره نږدې دوه تنه نیولی. د پنسلوانیا په ایالت کې لا هم د رایو شمیرل پای ته ندی رسیدلي او تر اوسه معلومه نده چې کوم کاندید به دغه ایالت وګټي.

06.11.2020 امریکا غږ

دترهګرۍ دمخنیوي دعملیاتو ګډو تمرینونو دپاره روسي ځواکونه پاکستان ته رسېدلي دي

دترهګرۍ دمخنیوي په غرض دپاکستان او روس ځواکونه پینځلس ورځني ګډ تمرینات پیل کوي چې په دغو تمریناتو کې دبرخې اخستو دپاره د روسي ځواکونو یوه ډله پاکستان ته رسېدلې ده.

06.11.2020 ډیوه

امریکا په عربي متحدو اماراتو پرمختللې ډرون الوتکې پلوري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګریس ته خبر ورکړی چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ادراه پلان لري په عربي متحده اماراتو د ۲.۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت په وسلو سمبالې پرمختللې ډرون الوتکې وپلوري.

06.11.2020 امریکا غږ

امریکا افغان پوځ ته ۴۵۰هاموي ټانکونه،۸۰میلیونه مرمۍ او دوربینونه وسپارل

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته ۴۵۰ هاموي ټانکونه.

06.11.2020 امریکا غږ

فواد چوهدري:ریاست دې دمذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګوونکو ته عبرتناکې سزاګانې ورکړي

دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري پنجاب کې د مذهب دسپکاوي په تور دیو بینک دمنیجر وژنه ظلم بللی اؤ وایي د ریاست فرض جوړیږي چې په داسې مقدمو کې ککړو مجرمانو عبرتناکې سزاګانې ورکړي.

06.11.2020 ډیوه

د ازادۍ راډیويي مجله

06.11.2020 ازادي راډیو

دوهمه یو ساعته خپرونه

06.11.2020 ازادي راډیو

پاکستان کې نور۳۰کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي

پاکستان کې د کرونا وایرس دخوریدو دویمه څپه نوره هم چټک شوې اؤ په تیره یو شواروز کې دیرش کسان په دې وایرس مړه شوي دي چې دې سره هیواد کې د کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۶۹۲۳ؤ ته رسېدلې ده.

06.11.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more