ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اروپايي ټولنه: طالبان او تروریستي ډلې د زیاتو ملکي تلفاتو مسول دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو سفیرانو په دغه هیواد کې پر رسنیو، مدني فعالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه غندلي دي.

07.12.2020 امریکا غږ

د پېښور په خېبر ټيچنګ هسپتال کې د بې غورۍ په سرد شپږو ناروغانو په مړينه اووه چارواکي معطل کړی شوي

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د پېښور په خېبرټيچينګ روغتون کې چې د اکسيجن ګېس د نشتوالي له امله شپږ ناروغان مړه شوي په دغه بې غورۍ يې د روغتون د مشر په ګډون  اووه چارواکي معطل کړي دي.

07.12.2020 ډیوه

د کندهار دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم چاودنه شوې

نن دوشنبه سهار څه باندې ۱۰ بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مرکز موټر بم برید شوی دی.

07.12.2020 امریکا غږ

نوازشريف: په پاکستان کې جمهوریت د امریتونو ښکار شوی او بيا بيا د ائين سرغړونه شوې

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مخالفه ګوند مسلم ليګ ن مشر نواز شریف ويلي، دا هغه پاکستان نه دی چې علامه اقبال يې خوب ليدلی ؤ.

07.12.2020 ډیوه

کندهار کې د مېرمنو یوه راډیو د بیان ازادۍ نړیوالې جایزې ته کاندیده شوې

په کندهار کې د 'مېرمن' په نوم د ښځو لپاره ځانګړې محلي راډیو چې د مېرمنو له‌خوا د مېرمنو لپاره خپرونې لري د بې‌پولې خبریالانو سازمان له‌خوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالې جایزې په نوملړ کې شامله شوې ده. دغه جایزه سبا سې شنبه د ټایوان په مرکز ټایپي کې اعلانېږي. د مېرمن په نوم راډيو د ۲۰۱۱ م کال را په دې خوا فعالیت لري چې د مېرمنو له‌خوا په سیمه‌ییزه کچه ۱۴ ساعته د ښځو پر مسایلو خپرونې او پروګرامونه لري. د مېرمنو لپاره په دغه ځانګړې محلي راډيو کې شاوخوا ۱۰ نجوني کار کوي. د زینب حلیمي په نوم د دغې راډيو یوه کارکوونکې وايي چې د دوی د راډيويي پروګرامونو موضوعات ښځو ته ځانګړي شوي. اغلې حلیمي زیاتوي: "زموږ اصلي هدف یعنې مېرمنې دي، د هغو لپاره مختلف پروګرامونه لرو، ټولنیز یا اجتماعي همدارنګه تفرېحي پروګرامونه د هغه ترڅنګ خبرونه او داسې نور او د ماشومانو لپاره هم ځانګړي پرګرامونه لرو، داسې د ښځو د مشکلاتو اړوند پروګرامونه چې ښځې ستونزي ولري هغه هم د دې راډیو له لارې خلکو ته رسوو." اقرا محراب د مېرمن راډيو یو بله کارکوونکې د خپلو پروګرامونو په اړه وايي: "یو دودونه او خواړه خپرونه ده چې په دې خپرونه کې موږ د اورېدونکو لپاره روغتیایي ګټې، اشپزي او د هغه ترڅنګ د افغانستان هغه دودونه چې په ځینو سیمو کې دود او دستور دي وړاندې کوو، دوهمه هم ځانګړې مرکه خپرونه ده چې په ځانګړې مرکه خپرونه کې د افغانستان هغه مېرمنې چې موږ یې لرو او د مېرمنو په برخه کې کار کوي هغوي موږ مېلمانه کوو، وروسته د ښځو پر بېلابېلو مسایلو، تاوتریخوالي، په بدو کې ورکړه او د هغه ترڅنګ هغه مسایل چې په ورځني ژوند کې مېرمنې ورسره مخامخ دي له دغه مېرمنو سره شریکوو." د مېرمن په نوم دغه محلي راډیو د بې‌پولې خبریالانو سازمان له‌خوا د ۲۰۲۰ م کال د بیان د ازادۍ د نړیوالې جایزې په هغه نوملړ کې شامله شوې چې ټاکل شوې د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه نېټه د ټایوان په مرکز ټایپي کې اعلان شي. د دغه جایزې نوملړ ته د افغانستان څخه د مېرمن راډيو ترڅنګ د روسیې، برازیل، فیلیپین، هندوستان او فرانسې ۱۲ خبریالان او رسنۍ شامل شوي چې د رسنیو د زړورتیا، تأثیر لرونکي او د بیان د ازادۍ په درېیو جلا جلا برخو کې به جایزي ترلاسه کړي. د مېرمن راډيو مشره مریم درانۍ چې خپله هم د مېرمنو په برخه کې د بېلا بېلو فعالیتونو له کبله په نړيواله کچه ستایل شوې، هیله لري چې دغه جایزه به د هغه سخت کار له خاطره ترلاسه کړي چې دې او همکارانو یې سرته رسولی. مېرمن درانۍ زیاتوي: "زه هیله لرم د هغه فعالیتونو له خاطره چې موږ درلودل او کومې هڅې چې زموږ همکارانو، خبریالانو او پروډیسرانو د راډيو په برخه کې ترسره کړي و وکولای شو دغه جایزه ترلاسه کړو." د مېرمن درانۍ په وینا د راډیو د فعالیت څخه‌يې هدف لیرو پرتو سیمو ته د ښځو د غږ رسول دي، خو لاهم ډېر کله د کندهار په سنتي ټولنه کې په خاص ډول لیرو پرتو سیمو کې د ځنیو حساسیتونو سره مخامخ کېږي. مېرمن درانۍ وايي: "د ټولنې د ارزښتونو له خاطره موږ لاهم د ستونزو سره مخامخ یو، دا حساسیتونه په ښار کې نه، بلکې په ولسوالیو او کلیو کې شته." مریم درانۍ د مېرمنو لپاره د ځانګړې راډيو ترڅنګ د «خدیجه الکبرا» په نوم د یوه مدني بنسټ په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره ورزشي کلب، کتابتون او د عصري زده‌کړو بېلا بېل کورسونه لري. هغه د خپلو دغه فعالیتونو له کبله څو ځله په نړيواله کچه ستایل شوې او زیاتې جایزې یې ترلاسه کړې دي. نوموړې په امریکا کې د ملي دیموکراسۍ د ټولنې له‌خوا د نړۍ په کچه د ۳۰ فعاله مېرمنو په کتار کې شامله شوې، په هالنډ کې يې د بیان د ازادۍ، په امریکا کې یې د زړورې ښځې او په ترکیه کې یې د سولې په نوم جایزې ترلاسه کړې دي.

07.12.2020 ازادي راډیو

د صدر ټرمپ ذاتي وکیل روډي جولیاني ته هم کروناوایرس ولګېد

جولیاني چې شپږ اویا (۷۶) کلن دی، د کرونا بیمارۍ له وجې په واشنګټن کې د جورج ټاون یونیورسېټي په هسپتال کې بستري شوی دی.

07.12.2020 ډیوه

د هند زراعتي اصلاحاتو په ضد زرګونو تنانو په لندن کې مظاهره کړې ده

په زرګونو کسانو د اتوار/یکشنبې په ورځ، د هند په زراعت برخه کې د وروستیو اصلاحاتو په خلاف، د برطانیې په سرښار لندن کې مظاهره وکړه او د ګاډو په مخ یې لارې وتړلې. د دغو اصلاحاتو په خلاف پخپله هند کې هم پراخې مظاهرې شوي دي. په لندن کې د اتوار ورځې د مظاهرې په پایله کې پولیسو دیارلس (۱۳) تنه په دې الزام ګرفتاره کړل چې ګني د کروناوبا د مخنیوي ضوابط یې مات کړي و. یوه لویه ډله مظاهره کوونکي د هند سفارت مخې ته راغونډ شول، کوم چې د لندن ښار په منځ کې پروت دی او یوه بله ډله احتجاج کوونکي بیا د ټرافالګار میدان خوا ته ولاړل. په هند کې حکومت درې نوي قوانین راایستلي چې د حکومت په وینا، غرض یې د مواد برابرولو زاړه طریقه کار ته له سره کتل او زارعینو ته د خپلو پیداوارو د خرڅلاو نوې لارې چارې برابرول دي. خو لسګونه زره کروندګرو د دغو قوانینو خلاف په هند کې احتجاج کړی دی. زارعین یا کروندګر له دې یریږي چې په سپټمبر میاشت کې پاس شوی قانون به په آخره کې د هند په انتظام ولاړ بازارونه ړنګ کړي او حکومت به په ګرنټي شویو بیعو د غنمو له اخیستلو منعه کړي، او په دې صورت کې به کروندګر یوازې د خصوصي پېرودونکو (اخیستونکو) تابعداره پاته وي. په برطانیه کې ګڼ شمېر هندوستانیان اوسیږي، او ډېر هغه برطانویان چې پلرونه او نیکونه یې د هندوستان دي، د هند خبرونه په سنجیده توګه اوري او څاري. په برطانیې کې د دې کسانو مظاهره په داسې وخت کې وشوه چې هغه ملک هم د نړۍ د نورو برخو په څېر د کروناوبا نه متاثره شوی دی. د رائټرز یو خبریال ویلي چې په مظاهره کې ټولنیزې فاصلې په پام کې نه لیدل کیدې او کم شمېر کسانو ماسکونه تړلي و. د لندن ښار پولیسو ویلي چې د همدې وجې یې دیارلس کسان ونیول خو د هغو د جملې نه یې څلور تنه د جرمانې په بدل کې خوشې کړي دي.

06.12.2020 ډیوه

منظور پشتين: پښتانه ترهګر نه دي د ترهګرۍ متاثرين دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي، "پښتانه امن پسند خلک دي ترهګر نه دي د ترهګرۍ متاثرين دي، د پښتنو قبايلي علاقې څه چې اوس يې په ښارونو کې هم قبضې کيږي، څو پورې چې د پي ټي اېم غړي بنديوان وايي د حکومت سره په داسې کې مذاکرت ګران دي".

06.12.2020 ډیوه

افغان طالبان د خپلو نورو زرګونو قیدي طالبانو د آزادېدو په تمه دي - ذرائع

په دوحه کې بین الافغاني ناستې لا تر اوسه په افغانستان کې د جنګ جګړو اور نه دی سوړ کړی، مګر په همدې حال کې داسې خبرونه مخې ته راغلي دي چې ګني طالبان د خپلو نورو زرګونو بندیانو د خوشې کېدو تمه لري.

06.12.2020 ډیوه

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

06.12.2020 امریکا غږ

په منامه کنفرانس کې پر اسرائیل د سعودي شهزاده سخت لفظي برید

د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني رئیس شهزاده ترکي الفیصل، د بحرین د پلازمینې منامه ښار په سیمه ییز امنیتي کنفرانس کې پر اسرائیل سخت لفظي بریدونه وکړل.

06.12.2020 امریکا غږ

صدر ټرمپ د ریپبلکن سېنېټرانو لپاره په جارجیا کې کمپاېنونه کړي 

د صدارتي انتخاباتو وروسته په لومړي ځل یوې لوې غونډې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ تاسو ته معلومه ده چې مونږ په جارجیا کې ګټلې وه، چې تاسو خبر یۍ.٬٬ په غونډه کې ډیرو کمو خلکو ماسکونه په مخ کړي وو. 

06.12.2020 ډیوه

کروناویروس؛ تر اپریل میاشتې به په امریکا کې ۵۳۹ زره کسان مړه شي – رپوټ 

د امریکا په متحده ایالاتو کې د روغتیایي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې په څلورو راتلونکو میاشتو کې به په متحده ایالاتو کې د کروناویروس مړینې دوه برابره شي.

06.12.2020 امریکا غږ

کروناویروس؛ پیښور کې اوه تنه د اکسجن د نشتوالي په وجه مړه شول

د پیښور ښار مقامات وایي چې په کروناویروس اخته اوه ناروغان د خیبر پښتونخوا په ستر تدریسي روغتون کې د اکسیجن د نشتوالي په وجه مړه شوي دي.

06.12.2020 امریکا غږ

یوې چینایي پلټونکې وسیلې د سپوږمۍ نه تیږي او خاورې راټولې کړې

یوې چینایي پلټونکې وسیلې چې د سپوږمۍ څخه یې د تیږو او خاورو نمونې راټولې کړي، نن بیرته له هغې فضایي بیړۍ سره ونښلېده چې د سپوږمۍ پر مدار څرخي. 

06.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more