ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې نه افغانستان سره د زیاتې مرسته غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې ترجمان ینس لېیرک وویل په اینده کال کې د ۱۶ مېلین افغانانو سره مرستې دپاره به ملګري ملتونه یو اشاریه درې بېلین (ارب) ډالرو مالي امداد ته اړتیا لري

14.12.2020 ډیوه

طالبان او افغان دولت د مذاکراتو په بل پړاو کې په کومو مسایلو بحث غواړي؟

که څه هم دغه لېستونه تر اوسه اعلان شوي ندي، مګر د افغانستان یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز رپوټ ورکړی چې د طالبانو او دولت د اېجنډاوو لېستونه د دوی په اختیار کې ورکړل شوي دي.

14.12.2020 ډیوه

رپورټ: د پاکستان په زندانونو کې په زرهاو قېدیان د کرونا وایرس د خطر سره مخامخ دي

په لندن کې دفتر لرونکې د بخښنې نړیوالې ادارې او د انصاف پروژې په نوم غیر دولتي ادارې د 37 پاڼو په یوه ګډ ریپوټ کې ویلي، زندانیان د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي او ږغ یې کړی د ځینې قیدیانو د خوشي کولو لپاره دي نوي هڅې وشي، په ځانګړې توګه د ډېر عمر زندانیان، ښځي او “د ضمیر قیدیان” دي خوشې کړل شي

14.12.2020 ډیوه

خلیلزاد: د سولې خبرو په بیا پیل کیدو کې باید هیڅ ځنډ رانشي

د افغانستان د سولې د خبرو په هکله د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې باید په ټاکلي وخت بیرته پیل شي.

14.12.2020 امریکا غږ

د پېښور په اتوو علاقو کې د کرونا وایرس د زیاتو کېسونو له امله سمارټ لاک ډاون پرځای کړی شوی

کار پوهان وايي چې د ضلعي انتظاميي لخوا دغه سمارټ لاک ډاون خو لګول کېږي ولې په دغه سيمو کې هر ډول هلې ځلي د پابندۍ باوجود هم جاري وي او خلک د اېس او پېز يا سپارښتنو خيال نه ساتي چې له امله يې کرونا وايرس نورو سيمو ته هم خورېږي

14.12.2020 ډیوه

الکټورال کالج په رسمي توګه د امریکا د انتخاباتو نتیجې تائیدوي

د انتخاباتي کالج غړي جرګه کیږي چې د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن په رسمي توګه جمهور رئیس وټاکي.

14.12.2020 امریکا غږ

د یو ساعت وقفې وروسته یوټیوت او ګوګل بیرته فعالیت پیل کړ

د یوټیوب، جي میل او ګوګل ډرایف په ګډون د ګوګل خدمتونه زیات شمیر کارونکو ته بیرته فعال شول.   

14.12.2020 امریکا غږ

نوازشریف په پوځي جرنیلانو نېوکې تکرار کړي دي

پخوانى وزير اعظم د پوځ سرلښکر قمر جاويد باجوه او د استخباراتي ادارى آي ايس آي مشر جنرل فيض حميد باندى د هغه يعني د نواز شريف حکومت په ضد د سازش او د مبینه انتخابي ټګۍ د لارې عمران خان اقتدار ته د راوستلو تورونه لګوي

14.12.2020 ډیوه

ملګري ملتونه: په نړۍ کې دوه بیلینه کسان د کورونا او نورو نارغیو سره مخ کیدی شي

د ملګرو ملتونو د صحت نړیوالې ادارې خبردارې ورکړی دی چې په نړۍ کۍ نزدې دوه بیلینه کسان  کورونا یا بله کومه ناروغي وهلې شي، اداره وايي دا کسان په داسې مرکزونو کې کارونه کوي یا ورته ورځي چرته چې د اوبو بنیادي سهولتونه نشته دی.

14.12.2020 ډیوه

امریکا سودان د تررویزم د ملاتړ کوونکو له تور لیست وایست

د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو د ژمنې نه وروسته، امریکا سودان د ترهګرو د ملاټر کوونکو د تور لیست څخه وایست

14.12.2020 امریکا غږ

په بلوچستان کې مېشته افغان کډوال وايي په پوهنتونونو کې د داخلو مشکلات لري

د بيوټمز پوهنتون د فيکلټي اف لايف سانيسز مشر ډاکټر نذير احمد د پوهنتون په نمايندګۍ ډيوه ته وويل چې په تېرو اتلسو کالنو کې له بيوټمز پوهنتون څخه اتيا افغان کډوالو زدکونکو زدکړې تر لاسه کړې ، درې زدکونکي لا هم په پوهنتون کې داخل دي

14.12.2020 ډیوه

د خېبر پښتونخوا حکومت به د ترهګرۍاغیزمن شویو مذهبي اقلیتونو سره مالي مرسته کوي

د مذهبي هم اهنګۍ او امن د پاره په خېبر پښتونخوا کې کار کونکې مدني فعاله شاهده شاه هم د حکومت دا ګام ستايي او وايي دا فنډ به د هدفي وژنو او د ترهګرۍ ښکار د ډېرو کونډو او یتيمانو مرسته وکړي

14.12.2020 ډیوه

په راولپنډۍ کې د وسله والو په یو مرکز چاپه

د پاکستان د ترویزم ضد پولیسو د راولپنډۍ په ښار کې د وسله والو په یو پټ مرکز چاپه اچولې. پولیس وایي په چاپې کې ۳ مشکوک وسله وال نیول شوي.

14.12.2020 امریکا غږ

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د بریالي امیدار رسمي تصدیق نن کېدونکی دی

د نومبر په دریمه نېټه شویو ووټونو کې په غېر رسمي توګه د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن کامیاب بلل شوی دی خو موجوده صدر او د ریپبلېکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ په ووټونو کې د درغلۍ الزامات لګولي  او ماتی یې نه دی منلی

14.12.2020 ډیوه

کرونا وبا په کومو برخو کې برعکس مثبت اغېز ښندلی دی؟

د کرونا ویروس پر دردوونکو او وژونکو اغېزو سربېره د دې وبا د خپرېدو لومړنی مثبت اغېز پر چاپېریال و چې سمدستي پاک شو.  په مارچ میاشت کې د کرونا د وبا په لومړي پړاو کې د ناسا سپوږمکیو د نړۍ د لویو ښارونو د هوا په ککړتیا کې په سلو کې دېرش کموالی ثبت کړ. د اسمان رنګ شین شو او لړه یې له مخې لېرې شوه ځکه د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د روغتیا مسوولو چارواکو پر اقتصادي فعالیتونو او سفرونو بندیز ولګاوه.  که څه هم نړیوال د تګ راتګ او تورېزم بیا پیل ته سترګې په لار دي، خو داسې نه ښکاري چې غیر ضروري سفرونه په خاص ډول رسمي سفرونه به د کرونا د وبا له پیل د مخکې وخت کچې ته ورسېږي ځکه کرونا موږ ته دا را زده کړل چې حتمي نه ده د رسمي غونډو او کنفرانسونو پر جوړولو غیرضروي پیسې او وخت ولګوو او په الوتکو کې د سفر له کبله چاپیریال ناولی کړو.  نړیوالو اوس دا زده کړي چې کاري مرکې، رسمي غونډې او نړیوالې سرمشریزې د ویډیو کنفرانس په وسیله ترسره کړي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، دی تمه لري چې د کرونا د وبا له پای ته رسېدو وروسته به د ډیپلوماتانو او دولتي چارواکو د رسمي سفرونو کچه تر ډېره راکمه شي.  د کورونا له خپرېدو وروسته د دفترونو پرځای له کوره کار کول هم دود شول.   د نړۍ په ډېری هېوادونو کې وروسته له دې چې د دې وبا د مخنیوي په مقصد محدودیتونه ولګېدل، نو دفترونه په وېرونکي ډول تش شول او شرکتونو او موسسو خپلو کار کوونکو ته وویل چې له کورونو کار وکړي.  د نظرپوښتنو له مخې اکثر کارکوونکي وايي چې له کوره د کار کولو په نتیجه کې  د دوی د ژوند او کار ترمنځ ښه انډول رامنځ ته شوی، اوس پردوی د کار فشار کم دی او کولای شي له خپلو کورنیو او بچیانو سره ډېر وخت تېر کړي.  له لېرې کار کولو همدا راز کارکوونکو ته دا ګټه هم رسولې ده چې دفترونو ته د تګ راتګ لګښت او وخت وسپموي.  هغه نړیواله نظرپوښتنه چې سلاک Slack سافټ ویر کمپنۍ د دفتر د ۴۷۰۰ کار کوونکو ترمنځ ترسره کړې ښيي چې اکثر کارکوونکي نه غواړي بیا ټوله ورځ په دفتر کې کار وکړي.   د نظرپوښتنې په سلو کې ۷۲ ګډونوالو، هم له کور او هم له دفتره کار خوښ کړی، په سلو کې ۱۳ ټوله ورځ له کوره او په سلو کې ۱۲ ټوله ورځ په دفتر کې کار غوره بللی دی.  له دې نظر پوښتنې ښکاري چې ښايي په راتلونکي کې لږ تر لږه په پرمختللې نړۍ کې هم له کور او هم له دفتره د کار بڼه دود شي.  په عین حال کې اکثر هغه کسان چې په خپلو کورونو کې حیوانات ساتي وايي چې د وبا په سختو ورځو کې همدې حیواناتو دوی ته مینه ورکړه او ښه وخت یې ورسره تېر کړ. په لویدیځو هېوادونو کې د کرونا د وبا له پیل سره سم د بې سرپرسته او کورنیو حیواناتو د ساتنې غوښتنلیکونه په بې ساري ډول زیات شول. په دې ترڅ کې په متحدوایالاتو کې له حیواناتو سره د ناوړه چلند د مخنیوي ټولنې له مارچ  میاشتې راهیسې د حیواناتو د ساتنې په شمېر کې، په سلو کې د اویا زیاتوالي خبر ورکړی. 

14.12.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more