ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان کریکټ ملي لوبډله د سیالیو لپاره بنګلدېش ته لاړه

د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکي وايي، د کریکټ ملي لوبډله په هند کې له ازمایښتي لوبو د بنګلدېش په لور وخوځېدله، چې له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

21.09.2016 BBC

د هرات وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي

د افغانستان لوېدیځ ولایت هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې یوې پروژې څلور ساتونکي او دوه ملکي وګړي د وسله والو په برید کې وژل شوي. تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

21.09.2016 BBC

هندي کشمیر کې هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي

د هند تر واک لاندې کشمیر کې حالات اوس هم پوره سم شوي نه دي، ځکه د مظاهرو لړۍ لا هم روانه ده او هره ورځ نژدې ۵۰ کسان نیول کیږي.

21.09.2016 BBC

سولې شورا: اسلامي حزب سره د سولې موافقه سبا لاسلیک کیږي

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، که کومه جدي پېښه رامنځ ته نشي، له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي.

21.09.2016 امریکا غږ

له شیدو پلورلو د یوې کورنۍ اړتیا پوره کول

د ختیځ ولایت ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د افغانستان د کلیوالي سیمو د پرمختیا ملي پروګرام د مالادارانو د بوختیا او ګټې وټې لپاره د شیدو پلورلو پروګرام پیل کړی او هره ورځ ترې درې زره لېتره شیدې ټولوي.

21.09.2016 BBC

افغاني ټولنه کې باورونه او پر وړاندې یې عقیدې 

کله چې انسان پېدا شوی او عقل یې ملګرتیا کړې، نو په بېلابېلو وختونو کې ورسره بېلابېل باورونه او عقاید مله شوي دي.

21.09.2016 ازادي راډیو

امریکا روسیه پر مرستندویه کاروان د برید مسووله بولي

د امریکا متحده ایالتونه وايي، روسیه د هغه هوايي برید مسووله بولي چې د دوشنبې په ورځ پکې د سوریې له حلب ښار سره نژدې مرستندویه کاروان په نښه شو.

21.09.2016 BBC

"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبان ماتولی شي"

"نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبانو ته ماتې ورکولی شي؛ ځکه نو باید د هغوی ترمنځ جوړجاړي او بل ته تېریدنې لپاره کار وشي".

21.09.2016 BBC

بروکسل غونډې ته د افغان حکومت تیارۍ څومره مؤثره ثابتیدای شي؟

حقیقت خو دا دې، درنو اوریدونکو چې د راروانې اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه په بروکسل کې له افغانستان سره د مالي...

21.09.2016 ازادي راډیو

"له کړکېچ تښتېدونکو سره مرستې زیاتول پکار دي"

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې غونډې په پیل کې ویلي، نړۍ له یوه بېساري کړکېچ سره مخامخ ده.

21.09.2016 BBC

امنیتي ځواکونو ته د ملي امنیت شورا د غونډې سپارښتنې 

د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه کې امنیتي ځواکونو ته پرون سې شنبې سپارښتنه وشوه چې د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي. په‎دې غونډه کې ولسمشر محمداشرف غني ټینګار کړی چې امنیتي ادارې باید د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. کابل کې دوه اوونۍ مخکې د ملي دفاع وزارت ته مخامخ په چاودنه کې تر ۴۰ تنو زیات ووژل او لږ تر لږه ۱۱۰ تنه زخمیان شول.

21.09.2016 ازادي راډیو

هغوی ته زېری چې له ليد بې برخې وي

په طبي ازموينو کې جراحانو د انسان د سترګې دننه فعاليت لپاره يو روبوټ کارولی دی. دا جراحۍ كې د روبوټي ټکنولوژۍ يو مهم پړاو بلل شوی، چې د انګلستان اکسفورډ کې ترسره شوې ده

20.09.2016 BBC

د هند او پاکستان ترينګلتيا

په کشمير کې پر هندي سرتېرو له بريد وروسته ډيلي کې د اسلام اباد ضد غږونه زيات شوي.

20.09.2016 BBC

ټولنه کې د کډوالو ورګډولو تر ټولو غوره لار څه ده؟

د سوريې کورنۍ جګړې د دغه هېواد ۵ ميليونه وګړي له خپلو مېنو او کورونو بې ځايه کړي او کډوالۍ ته يې اړ کړي دي.

20.09.2016 BBC

فلمي لوبغاړې انجلینا له میړه د جلا کېدو پرېکړه کړې

د هالیوډ مشهورې فلمي ستورې انجلینا جولي وکیل ویلي چې هغې له خپل میړه براډ پیټ نه د جلا کېدو لپاره دوسیه ثبت کړې ده.

20.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more