ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کندز کې یو شمېر بې وزله مېرمنو ته د شنوخونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

۴۰ کلنه فرزانه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ده، نوموړې له ۴ کلونو راهیسې په یادې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د پروسس او د کورنۍ باغچو په برخه کې کار کوي. نوموړې وايي: "له دې لارې موږ کولی شو ژمي کې تازه سبزیجات ترلاسه کړو او هم زموږ لپاره یو ښه مصروفیت دی. له همدې له لارې د خپلو کورنیو خواړه برابروو او هم  یې بازار کې خرڅوو او د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هواروو."  ۳۰ کلنه مریم بیا د کندز د علي اباد اوسېدونکې ده وايي، پخوا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو له هغه راهیسي چې مو کورنۍ باغچې ته مخه کړې تر یو حده پورې ستونزې هوارې شوي دي. نوموړې زیاتوي: "زه له دوی مننه کوم چې زموږ لپاره یې شنې خونې جوړي کړي. ځکه له دې سبزیجاتو هم د خپلې کورنۍ خواړه تأمینوم او هم یې په بازار کې پلورو."  که څه هم په افغانستان کې په ځانګړي توګه په جګړه ځپلي کندز کې د امنیتي ستونزو تر څنګ جنسیتې نابرابري هم د دې لامل شوې چې ډېری اقتصادي او کرنيز فعالیتونه نارېنه پرمخ یوسي، خو په دې ولایت کې داسې مېرمنې هم شته چې پر امنیتي ګواښونو او ټولنیزو محدودیتونو سربېره په اقتصادي او کرنيزه برخه کې فعالیتونه کوي.   د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي چې دوی روان کال کې د دې ولایت په کچه د ښځو لپاره کورنۍ باغچې او شنې خونې جوړې کړي او له کبله یې کابو ۲ زره ښځو ته  د کار کولو زمېنه برابره کړې ده.  د دغې ادارې د کرنیزو چارو مشر عبدالمجید نافذ ازادي راډیو ته وویل: "د کورنیو باغچو، د شنو خونو جوړولو برخه کې او دغه راز د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې موږ دوی ته زده کړې ورکړي او د اړتیا وړ وسایل مو هم ورکړي. هغه شمېر ښځې چې دې برخو کې کار کوي خوښي څرګندوي. د بازار موندنې برخه کې هم موږ کار کوو، څو د دوی تولیداتو ته ښه بازار پیدا کړو."  د نوموړي ریاست د کورنیو اقتصاد مدیره رزما اسدي زیاتوي، د ښځو لپاره د دې باغچو جوړولو هدف دا دی چې د کورنیو د خوړو خوندیتوب تأمین شي او سربېره پر دې د حاصلاتو په پلورلو سره یې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي. نوموړې وايي: "هغه شمېر ښځو چې مخکې کار نه کاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ وې. خو اوس چې دوی د کرنې او د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې کار کوي، له خپل کاره راضي دي او وايي چې تر یوحده پورې اقتصادي ستونزې هم هوارې شوي دي."  د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو په خبره، په راتلونکو کلونو کې دغه پروګرام د کندز ولایت په ټولو سیمو کې پلې کېږي چې بې وزلو او هغو ښځو ته د کار زمېنه برابر کړي چې نشي کولی له کوره بهر کار وکړي.

18.12.2020 ازادي راډیو

منظور پشتين: د علي وزير او نورو بنديوانو د خوشي کولو او پښتنو ته د سوله ييز ژوند برابرولو دپاره به يې مبارزه روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وايي څو پورې چې " څو پورې پښتنو ته سوله ييز ژوند نه وي برابر شوی د دوی [پي ټي اېم] مبارزه به دوام لري".

18.12.2020 ډیوه

یونیسف: ۲۰۲۰ افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په کتو ۲۰۲۰ زېږدیږ کال افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و.

18.12.2020 امریکا غږ

پکتیا کې سږ کال ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې پکتیا کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي.

18.12.2020 امریکا غږ

'د تاوتریخوالي کمولو لپاره دې د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشارونه دوام ولري'

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشرې دبیرا لاینز هیله ښودلې چې بین الافغاني مذکرات پر خپل ټاکلې نېټه پيل شي.

18.12.2020 امریکا غږ

د امریکايي پوځ مشر د افغان صدر او طالب مشرانو سره ليدلي، د تشدد په کمولو يې ټينګار کړی

د امریکا د پوځ لوړ پوړي مشر د افغانستان د صدر او په قطر کې د طالب مشرانو سره ليدلي او په افغانستان کې د تشدد په کمولو يې ورسره ټينګار کړی دی.

18.12.2020 ډیوه

ارزګان کې د پلار له میراثه محرومې مېرمنې: په شته ځمکو کې موږ خیرات ټولوو

د ارزګان یو شمېر مېرمنې شکایت کوي چې د کورنۍ نارینه خپلوان په ځانګړي توګه وروڼه په جایداد کې حق نه ورکوي.  د دوی په وینا، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول دی. د افغانستان اساسي قانون ښځو او نارینه وو ته د جایداد لرلو برابر حق ورکړی او دیني علما هم وايي چې ښځې د نارینه وو غوندي په میراث کې شرعي حق لري.    بي بي هوا د ميراث له حقه محرومه مېرمن ده د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي ۳۷ کلنه بي بي حوا له همدغو مېرمنو څخه یوه ده، دی وايي، ورورنه يې پوښتنه نه کوي او د میراث حق هم نه ورکوي. دده په ټکو خاوند یې په جګړه کې وژل شوی او خپله په ترینکوټ کې په یوه کرايي کور کې له خپلو پنځو ماشومانو سره ژوند تیروي.  بې بې حوا زیاتوي، که څه هم دا زیاته ځمکه لري، خو د مېړه تر وژل کېدو وروسته يې د زیاتو اقتصادي ستونزو له امله اړه شوې چې په ترینکوټ ښار کې خیرات ټول کړي: "دا چې زه نن داسې خواره یم لامل يې دا دی چې ورونو په ځمکه کې حق نه دی راکړی، د خلکو جامې مینځم او د کور کرایه پرې برابروم."    بي بي حوا وايي، وروڼو نه یوازې دا چې د پلاره په پاتې میراث کې حق نه دی ورکړی، بلکې د دې پر سر يې د ولور په نوم په لکونو افغانۍ هم اخېستي او هغه پیسې چې د دې حق مهر کېږي، هم يې نه ورته ورکوي.    زرمینه هم له خپل کړاوه ژاړي هاخوا په دې ولایت کې د زرمینې په نوم یوه بله مېرمن ده چې د نوموړې په ټکو ورونو بېله کړې. نوموړې ۳۳ کلنه ده او وايي، نه یوازې دا چې وروڼه یې په میراث کې برخه نه ده ورکړې، بلکې هڅه کوي چې د پلار له کوره يې هم منع کړي.   د زرمینې مېړه هم وژل شوی او اوس په ترینکوټ ښار کې په یوه کرايي کور کې ژوند تیروي.  نوموړې د خپل ستړي ژوند کیسه کوي: "وروڼه مې حق هم نه راکوي او د خور په سترګه هم نه راته ګوري، زه زیاته ځمکه د خپل پلار په میراث کې لرم، خو وروڼه مې يې خوري. زه خیرات ټولوم ځان او ماشومان پرې ساتم."     زرمینه زیاتوي، که پلرونه په خپل جایداد کې د لوڼو برخه په خپل ژوند وربېله کړي، وروڼه به هېڅکله د پلرونو تر مړینې وروسته له خویندو د هغوی حق ونه خوري.    د افغانستان د اساسي قانون له مخې ښځې او نارینه د جایداد لرلو برابر حق لري، خو په عمل کې حقیقت بېل دی.  که څه هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښځې په ځمکو کې درانه کارونه کوي خو داسې موارد لږ دي چې ښځې دې د دغو ځمکو څښتنې وي.    په ارزګان ولایت کې له بېلابېلو ښځو سره تر خبرو وروسته دا څرګنده شوه چې په ډېری مواردو کې پر ښځو فشار راوستل کېږي چې په جایداد کې له خپله حقه لاس واخلي چې کورنۍ یې ورسره روابط قطع نه کړي یا د ټولنې له پېغور سره مخامخ نه شي.    دیني علماء څه وايي؟ دیني علماء هم وايي، د پلار څخه په پاتې میراث کې خویندې د وروڼو په څېر شرعي حق لري.     په ترینکوټ کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله قریشي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې که څوک خویندو ته د پلار په جایداد کې له حق ورکولو منکر شي، کافر دی. دی وايي: "که یو ورور د خپلې خور پر حق نه ورکول منکر شي، نو کافر دی. ځکه خویندو ته الله حق ورکړی او دا خبره يې په قرانکریم کې کړې او که څوک د قرانکریم له یوه توري منکر شي کافر دی، خو که منکر نه وي او وخت ورباندې تېروي دا بیا ګناهکار دی. نو زموږ غوښتنه له خلګو دا ده چې خپلو خویندو ته دې د پلار په جایداد کې حق ورکړي."      بي بي حوا او زرمینه په ارزګان ولایت کې د زرګونه مېرمنو څخه دي چې کړېدلی ژوند لري او له خپل قانوني حق څخه بې برخې دي.    ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

18.12.2020 ازادي راډیو

پاکستان کې کرونا نور 83 تنه مړه کړي، په سيند صوبه کې د ديني مدرسو تړلو امر شوی

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 83 کسان مړه شوي او په نورو 2972 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي. د سيند صوبې حکومت د کرونا له امله د ديني مدرسو تړلو امر کړی دی.

18.12.2020 ډیوه

په امریکا کې د کورونا لپاره د مډرنا واکسین د بیړني کارولو سپارښتنه هم شوې

واشنګټن – امریکايي پوهانو د کورونا دوهم واکسین ته هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بیړنۍ کارولو لپاره سپارښتنه کړې. د امریکا د خوړو او درملو د ادارې د خپلواکو سلاکارانو یوې کمېټې له اوه ساعته بحث وروسته د امریکايي کمپنۍ مډرنا لخوا د کورونا د جوړ شوي واکسین کارولو لپاره د منل کېدو سپارښتنه کړې ده. تر دې یوه اونۍ مخکې امریکايي چارواکو د فایزر په نامه د کورونا لومړني واکسین ته  اجازه ورکړې وه. دغه خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر نېږدې ۳۱۰۰۰۰ ته رسېدلی او تر ۱۷ میلیونو زیات کسان پرې اخته شوي دي.‌ د امریکا د خوړو او درملو د ادارې لخوا هم ددغه واکسین تصویب کول ښايي د جمعې په ورځ ترسره شي.‌ کله چې تصویب شي نو نېږدې شپږ میلیونه ډوزه به ولېږدول شي تر څو روغتیايي کارکونکو او د پاملرنې په مرکزونو یا نرسینګ رومونو کې مېشتو کسانو باندې یې لومړی وویشي.‌ تېره اونۍ کله چې سلاکارانو د لومړي واکسین تایید وکړ نو د خوړو او درملو ادارې یې یوه ورځ وروسته بیړني استعمال ته اجازه ورکړه. د امریکايي فایزر او جرمنۍ بایوټېک لخوا جوړ شوی واکسین په ټوله امریکا کې وېشل شوی دی. د یاد واکسین وېشل د شورو او زیارت په ورځو کې د امریکا په شمال ختیځو ایالتونو کې د واورو د ستر لومړني ژمني طوفان له امله ټکنۍ شوی دی. هوا پېژندونکو ویلي، چې ښايي تر ۳۰ سانتي مترو پورې واوره وشي. په امریکا کې د کورونا د واکسین د وېشلو په بهیر کې د ګل یا دوشنبې په ورځ له ۲.۹ میلیونو ډوزو څخه پیل شو چې د امریکا روغتونونو ته استول شوی. دواړه واکسینونه په کلینیکي ازمېښتونو کې ۹۵ فیصده اغېزناکه دي خو د مډرنا لخوا جوړ شوی واکسین لږې سړو زېرمو ته اړتیا لري او له همدې امله لېرې پرتو او اطرافي سیمو لپاره تر فایزر څخه غوره بلل کېږي. خو د مډرنا واکسین د فایزر په پرتله د ۳۰۰۰۰ کسانو په کلینیکي ازمېښت کې زیات جانبي عوارض ښودلي چې په هغو کې د لنډ موډې لپاره خارښت، ګرمکو څخه یادونه شوې.‌ امریکايي چارواکو ویلي، چې په روانه میاشت کې به په امریکا کې تر شلو میلیونو کسانو پورې په یو له دغو واکسینونو باندې واکسین شي او د ۲۰۲۱ د لومړۍ ربعې تر پایه پورې به په امریکا کې د واکسین شویو کسانو شمېر کابو سلو میلیونو ته ورسېږي.  

18.12.2020 ډیوه

د یو بېټکوین ارزښت له ۲۳۰۰۰ ډالرو څخه لوړ شو

واشنګټن: د بېټکوین ارزښت په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ سره زیات شوی او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو بېټکوین ارزښت له ۲۳۰۰۰ ډالرو څخه زیات شو. په نړۍ کې د دغې پخوانۍ کریپټو کرنسۍ ارزښت په یوه ورځ کې ۲۰٪ او په دې کال کې تر ۲۰۰٪ زیات شوی دی. د بېټکوین په ارزښت کې د پام وړ زیاتوالي دلیلونه نه دې روښانه خو ځینې کتونکي وايي، د پې پل په څېر د ځینو بنسټونو لخوا د کرپټو کرنسۍ له کارولو سره ښايي د بېټکوین ارزښت پورته شوی وي. نورو پانګوالو هم په خپلو کارونو کې د بېټکوین په کارولو باندې کار پیل کړی دی. د سوداګریزو خبرونو (بېزنېس انسایډر) د معلوماتو له مخې، د هیچ فنډ منېجر بېلیونېر پاول ټوډور جونز او بانکي پانګوال مایک نووګرېټس په دې وروستیو کې ډېر زیات بېټکوین اخیستي دي او وايي، چې ارزښت به یې نور هم زیات شي. د بېټکوین د ارزښت د زیاتوالي بل دلیل ښايي د انفلېشن د زیاتوالي اټکلونه وي. په ګګینهیم انوېسټمېنسټ کې د نړیوالې پانګونې افیسر سکاټ مېنارډ ویلي، په چټکۍ سره د پېسو چاپولو او د بېټکوین د معلوم شمېر سره ښايي د یوه بېټکوین ارزښت له ۴۰۰۰۰۰ څخه واوړي. یواځې ۲۱ میلیونه بېټکوینه به وي. دا مهال یواځې څخه باندې ۱۸.۵ میلیونه شته دي.‌ د کرپټو کرنسۍ پوهان وايي،‌که چېرې بېټکوین په همدې تېزوالي سره مخکې لاړ شي نو بل دمه به ۳۶۰۰۰ کې ووهي خو کچېرې یې له ۱۳۸۰۰ څخه وغورځي نو دا ټیټه بیه یې ښايي تر یو وخت پورې پاتې شي.

17.12.2020 ډیوه

۲۰۲۰ م کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۷۴ خبریالان جېل ته لېږل شوي

 کال ۲۰۲۰م کې د نړۍ په کچه ۲۷۴ خبریالان د خپل کار پر وخت نیول شوي او زنداني شوي دي. دغه شمېره د نورو کلونو په پرتله ډیره زیاته ریکارډ شوې. د بیان د ازادي او د خبریالانو د تحفظ د کمیټۍ د وروستي کلنۍ سروې له مخه چین، ترکیه او مصر د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو زیات خبریالان بندي کړي. همداراز په بیلاروس او ایتوپیا کې د مظاهرو په ترڅ کې ګن شمېر صحافیان نیول شوي او جیل ته لېږل شوي. چین کې د کورونا وبا رارسېدو سره بیجینګ ګڼ شمېر هغه خبریالان بندي کړي چې په ټولنیزو رسنیو یې د شمېرو او کورونا وایرس وروستی حال شریکولو. د خبریالانو د ژغورنې کمیټۍ مشره، کورټني راډش وايي: "په بند کې د خبریالانو اچولو دا تر ټولو ډیرې شمېرې دي. او دا په دوو دلیلو، یو خو د کرونا نړېوالې وبا ته غبرګون دی کوم چې د خبریالانو د خپلواکه ریپورټینګ پرضد د غلط یا بې بنیاده خبرونو په ترڅ کې کارول شوی او بل د بې ساري‌ مظاهرو له کبله."  د کورونا وبا له کبله په حکومتونو دغو نیول شوو خبریالانو ته د انصاف ورکولو غږ کیږي. د راپور له مخه په جېل کې لږ تر لږه  دوه خبریالان مړه شوي. همداراز درییم خبریال چې د قرغزستان سره تعلق لري، کورنۍ یې وايي ‌دوي هم ګڼي چې ښايي هغه د دغه وایرس له کبله په زندان کې مړ شوی وي. مېرمن کورټني زیاتوي: "د روغتیا نړیوال کړکېچ پر مهال یو خبریال ته د جېل سزا ورکول، جرنلزم ته د مرګ سزا ورکولو په څېر ده ځکه هغوي د نورو څخه خپله فاصله هم نشي ساتلی. هغوي د ځان ژغورنې یا د احتیاطي تدابیرو نیولو لپاره سهولت هم نه لري. او تاسو خو پوهیږئ چې جېل د مرضونو ځاله ده." د کمیټۍ د شمیرو تر مخه په امریکا کې هم د نسلي تضاد پر ضد د مظاهرو پر مهال ۱۱۷ خبریالان نیول شوي وو چې بیرته ژر خوشې شول خو ځینې یې لا اوس هم په زندانونو کې دي. د امریکې د بیان ازادۍ د څار ادارې منجینګ ایډیټره کرسټین مکډین وايي: "د نورو په پرتله د خبریالانو لپاره مظاهرې تل یو خطرناک ځای بلل کیږي. دا مظاهرې هغه وخت پېل شوې چې په مېناپولس کې ۲۵ کلن جورج فلوېډ مړ شو. د مې میاشتې په ۲۶ مه نیټه مونږ د خبریالانو پرضد د لومړي تشدد شاهد شو او بیا د مې په ۲۹ ګڼ شمېر صحافیان ونیول شوه چې د ټولو شمېر ۱۱۷  ته رسیدو." د ایتوپیا په تیګرې سیمه کې هم د مظاهرو پر مهال ګڼ شمېر خبریالان زنداني شول. مېرمن کورټني وايي: " ایا بیلاروس او ایتوپیا هم غواړي د چین، ترکیې، مصر او سعودي عرب هیوادونو په لیسټ کې شامل شي چیري‌ چې خبریالان د خپل کار لپاره جېل ته استول کیږي؟ زه هیله لرم چې داسې نه وي." پداسې حال کې چې  په نړۍ کې د کورونا وایرس کړکېچ دوام لري او د تېر هر وخت په پرتله خلک خپلواکه خبرونو ته اړتیا لري، د خبریالانو زنداني کېدل اندیښنې پیدا کړي.  

17.12.2020 ډیوه

منظور پښتین: د علي وزیر د خلاصون لپاره د جمعې په ورځ نړیوال لاریونونه کېږي

منظور پښتین: د علي وزیر د خلاصون لپاره د جمعې په ورځ نړیوال لاریونونه کېږي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان د پولیسو لخوا د غورځنګ د مخکښ نیول شوي مشر علي وزیر د خلاصون لپاره د نړیوالو لاریونونو خبر ورکری. ښاغلي پښتین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دې اړه په خپلې فیسبوک پاڼه باندې ویلي دي چې دغه لاریونونه به سبا یعنې د جمعې په ورځ ترسره کېږي.‌ نوموړي د لاریونونو د ځایونو یو اوږد نوملړ هم له خپل پوست سره خپور کړی چې د لاریون لپاره پکې په پاکستان، افغانستان او جرمني کې د لاریون ۳۴ ځایونه او ورسره د لایون وختونه کتار شوي دي. د پاکستان د قامي اسامبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د قربانیانو په یاد د یوې جوړې شوې غونډې په پای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پرون د پېښور پوليسو نيولی ؤ، عدالت نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د سيند پوليس ته سپارلی دی. د پي ټي اېم وکيل فرهاد اپريدی وايي علي وزير نن د پېښور پوليسو جوډيشل مجسټرېټ نور الحق ته پېش کړو او نوموړي مجسټرېټ د سيند پوليس څخه د هغه په اړه قانوني اسناد وغوښته او د قانوني اسنادو په ورکولو علي وزير د سيند پوليس ته په راهدارۍ ريمانډ وسپارلی شو. پرون د پېښور د شرقي يا ختيځې تاڼې پوليس ويلي ؤ د کراچۍ د پوليس په يوه مقدمه [اېف ايي ار] کې يې علي وزير نيولی ؤ. په علي وزير او پي ټي اېم په نورو مشرانو په کراچۍ کې په شپږم دسمبر د پي ټي اېم د جلسې وروسته اېف ايي ار شوی او په اېف ايي ار کې دعوه شوې چې د پي ټي اېم جلسې ته وېنا کوونکو د رياستي ادارو، د پاکستان د پوځ، پوليس او رېنجرز پرضد د سپکاوي د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه ځکه د دوی پرضد مقدمه درج شوې ده. د پي ټي اېم مخکښ او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی ميرکلام وزير وايي، يوه خبره دا چې په علي وزير مقدمه په کراچۍ کې درج شوې خو ګرفتاري يې په پېښور کې وشوه، هغه وايي په پېښور کې د علي وزیر ګرفتاري دوی د خېبرپښتونخوا د پوليس سره د مخامخ کولو هڅه ده. وي او اي ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل پي ټي اېم به نن د علي وزیر او د غورځنګ د نورو بنديوانو غړو د راخلاصولو دپاره خپله تګلاره اعلانوي. بل لور ته د سيند پوليس وي اوای ډيوه سره د پي ټي اېم پرضد د جوړې مقدمې رپورټ شريک کړی او چارواکي يې دومره وايي چې د سيند صوبې د محکمه داخله په حکم دغه کار شوی دی د نور څه ویلو څخه ډډه کوي. وي اوای ډيوه د سيند حکومت د ویاند سره د تماس هڅه کړې خو هغه ورته کوم ځواب نه دی کړی. په کراچۍ کې دپي ټي اېم مشران وايي په ياده مقدمه کې تراوسه پورې په کراچۍ کې د چا ګرفتاري نه ده شوې.  

17.12.2020 ډیوه

پنټاګون په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو نظارت کې پاتې راغلی – سیګار 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وایي چې د امریکا دفاع وزارت د هغو نظامي تجهیزاتو په نظارت کې پاتې راغلی چې د کال ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي دي. 

17.12.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

17.12.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

17.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more