ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څلور پاکستانیان په فرانس کې په چاړه د حملې په لړ کې نیول شوي

په څلورو واړو شک کېږي چې ورته نه یوازې دا معلومه وه چې ظهیرحسن محمود به حمله کوي بلکې د له پېریېزین نومې اخبار د رپورټ ترمخه په مبینه توګه یې د هغه حوصله افزايي هم کوله

19.12.2020 ډیوه

پاکستان وايي هندوستان پرې د حملې سازش کوي او د دواړو ملکونو جنګ به د افغان سولې بهیر خراب کړي

شاه محمود قرېشي وویل چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ جنګ به په افغانستان کې د سولې بهیر په منفي ډول اثر وکړي. هغه وویل د دې ذمه واري به د هندوستان په غاړه وي

18.12.2020 ډیوه

د ډبلیو اېچ په همکارۍ به اینده کال په نړیواله کچه د کرونا وایرس په ضد د وېکسین تقسیم شروع شي

وېکسین جوړونکو کمپنو ویلي د راتلونکي کال په لومړو میاشتو کې به د وېکسین رسد شروع کړي او ډبلیو اېچ او وویل چې د وېکسین یو اشاریه درې ارب نسخبې په د کم او منځني امدن ملکونو ته ورکول کیږي

18.12.2020 ډیوه

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شو

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس ته نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) ته پداسې حال کې د کرونا ضد واکسین د پیچکارۍ د لارې ورکړل شو.

18.12.2020 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

18.12.2020 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

18.12.2020 امریکا غږ

عمران خان د طالبانو د سیاسي کمیسون له غړیو سره وکتل

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د طالبانو د سیاسي کمیسیون د غړیو سره یې په اسلام آباد کې کتلي دي.

18.12.2020 امریکا غږ

په امریکا کې د کرونا ضد یو بل واکسین هم منظور شو

د ماهرینو د یوې خپلواکې کمیټې غړیو د ۷ ساعتونو بحث وروسته په بیړني حالت کې د کرونا ضد یو بل واکسین ته چې د امریکا د دارو درملو د جوړولو مودرینا شرکت تولید کړی، استعمال منظور کړ.

18.12.2020 امریکا غږ

ایران د ځمکې لاندې یوې اتومي بټۍ سره نږدې د رغونې تازه فعالیت پیل کړی

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د سټلایټ داسې انځورونه تر لاسه کړي چې پکې ښودل کیږي ایران د فردو اتومي بټۍ ته څیرمه چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، د رغونې فعالیتونه پیل کړي.

18.12.2020 امریکا غږ

‏ غزني کې په يوه کور کې چاودنې ۱۵ ملکيان وژلي

د غزني ولايت د ګيلان په ولسوالۍ په يو کور کې چاودنې ۱۵ تنه ملکیان وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

18.12.2020 امریکا غږ

افغانستان کې تازه ۲۵۴ تنه نور په کرونا ويروس اخته شوي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبتې شوي او۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

18.12.2020 امریکا غږ

کندز کې یو شمېر بې وزله مېرمنو ته د شنوخونو له لارې د کار زمینه برابره شوې

۴۰ کلنه فرزانه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي ده، نوموړې له ۴ کلونو راهیسې په یادې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د پروسس او د کورنۍ باغچو په برخه کې کار کوي. نوموړې وايي: "له دې لارې موږ کولی شو ژمي کې تازه سبزیجات ترلاسه کړو او هم زموږ لپاره یو ښه مصروفیت دی. له همدې له لارې د خپلو کورنیو خواړه برابروو او هم  یې بازار کې خرڅوو او د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هواروو."  ۳۰ کلنه مریم بیا د کندز د علي اباد اوسېدونکې ده وايي، پخوا له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، خو له هغه راهیسي چې مو کورنۍ باغچې ته مخه کړې تر یو حده پورې ستونزې هوارې شوي دي. نوموړې زیاتوي: "زه له دوی مننه کوم چې زموږ لپاره یې شنې خونې جوړي کړي. ځکه له دې سبزیجاتو هم د خپلې کورنۍ خواړه تأمینوم او هم یې په بازار کې پلورو."  که څه هم په افغانستان کې په ځانګړي توګه په جګړه ځپلي کندز کې د امنیتي ستونزو تر څنګ جنسیتې نابرابري هم د دې لامل شوې چې ډېری اقتصادي او کرنيز فعالیتونه نارېنه پرمخ یوسي، خو په دې ولایت کې داسې مېرمنې هم شته چې پر امنیتي ګواښونو او ټولنیزو محدودیتونو سربېره په اقتصادي او کرنيزه برخه کې فعالیتونه کوي.   د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي چې دوی روان کال کې د دې ولایت په کچه د ښځو لپاره کورنۍ باغچې او شنې خونې جوړې کړي او له کبله یې کابو ۲ زره ښځو ته  د کار کولو زمېنه برابره کړې ده.  د دغې ادارې د کرنیزو چارو مشر عبدالمجید نافذ ازادي راډیو ته وویل: "د کورنیو باغچو، د شنو خونو جوړولو برخه کې او دغه راز د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې موږ دوی ته زده کړې ورکړي او د اړتیا وړ وسایل مو هم ورکړي. هغه شمېر ښځې چې دې برخو کې کار کوي خوښي څرګندوي. د بازار موندنې برخه کې هم موږ کار کوو، څو د دوی تولیداتو ته ښه بازار پیدا کړو."  د نوموړي ریاست د کورنیو اقتصاد مدیره رزما اسدي زیاتوي، د ښځو لپاره د دې باغچو جوړولو هدف دا دی چې د کورنیو د خوړو خوندیتوب تأمین شي او سربېره پر دې د حاصلاتو په پلورلو سره یې د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي. نوموړې وايي: "هغه شمېر ښځو چې مخکې کار نه کاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ وې. خو اوس چې دوی د کرنې او د خوراکي توکیو د پروسس په برخه کې کار کوي، له خپل کاره راضي دي او وايي چې تر یوحده پورې اقتصادي ستونزې هم هوارې شوي دي."  د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست د چارواکو په خبره، په راتلونکو کلونو کې دغه پروګرام د کندز ولایت په ټولو سیمو کې پلې کېږي چې بې وزلو او هغو ښځو ته د کار زمېنه برابر کړي چې نشي کولی له کوره بهر کار وکړي.

18.12.2020 ازادي راډیو

منظور پشتين: د علي وزير او نورو بنديوانو د خوشي کولو او پښتنو ته د سوله ييز ژوند برابرولو دپاره به يې مبارزه روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مشر منظور پشتين وايي څو پورې چې " څو پورې پښتنو ته سوله ييز ژوند نه وي برابر شوی د دوی [پي ټي اېم] مبارزه به دوام لري".

18.12.2020 ډیوه

یونیسف: ۲۰۲۰ افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په کتو ۲۰۲۰ زېږدیږ کال افغان ماشومانو ته ګواښونکی کال و.

18.12.2020 امریکا غږ

پکتیا کې سږ کال ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې په روان کال کې پکتیا کې ۹۰۰ ټنه شات تولید شوي دي.

18.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more