ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ملي مصالحې عالي شورا: د جمهوریت نظام نه بدلیدونکی دی

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د جمهوري نظام او د ټاکنو له لارې واک ته د رسېدلو پرته، نور ټول مسایل د مذاکرې وړ دي.

21.12.2020 امریکا غږ

امریکا: د بغدا په زرغونې سیمې برید د ایران د ملاتړ نه برخمنو ملیشو کړی

امریکایي مقامات وایي د بغداد په زرغونې سیمې چې اکثریت د بهرنیو هیوادونو سفارتونه پکې پراته دي او ټینګ امنیتي تدابیر یې نیول کیږي، د یکشنبې د ورځې برید هغو ملیشو کړی چې ایران یې ملاتړ کوي.

21.12.2020 امریکا غږ

د بین الافغاني خبرو له لومړي پړاو نه وروسته هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده

واشنګټن – په داسې حال کې چې د امن دپاره کوششونه ورځ تر بلې زیاتیږي، مګر د ګل/دوشنبې په ورځ بیا هم د افغانستان بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي پېښې مخې ته راغلې.  افغان امنیتي چارواکي وايي،‌ د کابل پروان د لویې لارې پر قومندان تېره شپه د ماین چاودنه شوې چې خپله د قومندان ولي علیزاده په ګډون پکې پنځه پولیس وژل شوي دي.   چاودنه تېره شپه د پروان مرکز چاریکارو اړونده په عبدي بای نومې سیمه کې د هغه په ټانک باندې د ګزمې پر وخت شوې ده.   ددغه برید پړه وسلوالو طالبانو په غاړه اخیستې ده.   همدارنګه نن د ګل یا دوشنبې په ورځ د کابل د څرخي پله سیمه کې هم د پولیسو په یو موټر چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي.     پرون د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار هم سرښار کابل کې لویه چاودنه وشوه چې له امله یې زیات شمېر خلک مړه او ټپیان شول.  د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې په کابل کې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په بمي چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه لسو او د ټپیانو شمېر ۵۲ ته رسېدلی دی.  صالح زیاته کړه، له ټپیانو څخه یواځې شپږ یې تر اوسه هم په روغتون کې دي او پاتې نور یې له روغتونو څخه خپلو کورونو ته استول شوي دي. دغه چاودنه د افغانستان د پارلمان د وکیل حاجي خان محمد وردګ په موټر شوې وه خو خپله وردګ له پېښې ژوندی پاته دی، خو زخمي شوی دی. افغان چارواکي وايي، چاودنه هغه مهال وشوه کله چې د کابل د ښار په پنځمه ناحیه کې سپین کلي سره د ښاغلي وردګ د موټرو کاروان له سیمې تېرېده.  په چاودنه کې په ګڼ شمېر موټرو او شاخوا ودانیو ته هم زیانونه رسېدلي.  د طالبانو په ګډون هېڅ کومې وسلوالې ډلې تر اوسه ددغه برید پړه نه ده منلې.   دې ته ورته امنیتي پېښې په هلمند، غزني او د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هم رامنځ ته شوي چې له امله یې د سولې د روانو خبرو په اړه د افغانانو ناهیلې زیاته شوې ده ځکه د سولې په اړه د امریکا او د طالبانو ترمنځ د تړون یوه ماده د تاوتریخوالي کمېدل دی.  د سولې خبرې او د تاوتریخوالی زیاتېدل  په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون وروسته د افغان حکومت او د وسلوالو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو په برخه کې پرمختګونه شوي خو تاوتریخوالی نه یواځې کم شوی نه دی بلکه د افغان او امریکايي چارواکو په باور د پخوا په پرتله لا زیات شوی.  د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزادا د ډیسمبر په ۱۹ نېټه د خپل ټوېټر له لارې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی وو او له ښکېلو اړخونو څخه یې د ژر تر ژره کمولو او اوربند ټينګولو غوښتنه کړې وه.   هغه دا هم ویلي وو چې په دې وروستیو کې د افغانانو وژنه او مړینه ډيره عامه شوې ده.  د کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې خبر ورکړی وو چې په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.  بل پلو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ډیسمبر په ۱۶ نېټه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پر وخت ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي‌په کمېدو او د اوربند په ټېنګېدو کې مرسته وکړي خو لا تر اوسه دغه ژمنې عملي شوي‌ نه دي.   دې ته ورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د وسلوالو طالبانو له پلاوي سره تر خبرو وروسته یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې خو دا یې هم ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو مسولیت یواځې د طالبانو نه دی بلکه ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.‌  افغان حکومت په ځانګړي‌ توګه افغان ولسمشر تل په خپلو خبرو کې ویلي، چې د سولې د خبرو اصلي ټکی دا دی چې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي هغه څه چې تر اوسه طالبانو نه دی منلی.  

21.12.2020 ډیوه

کورونا وایرس: امریکايي مشران خپل اولس ته د 900 بیلینو ډالرو په امداد ورکولو سلا شوي دي

امریکایانو ته د 900 بیلینو ډالرو په ځانګړو مرستو ورکولو نن  دسمبر په 21مه  د امریکا کانګرس او سینیټ ووټونه ورکوي، دا امداد به د کورونا وایرس نه اغیزمن شوو امریکایانو او کاروباریانو ته ورکړی کېږي

21.12.2020 ډیوه

د سلماني د وژنې غچ؛ امریکا ایران ته خبرداری ورګړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان خبرداری ورکړی که ایران د قدُس ځواکونو د پخواني قوماندان جنرال قاسم سلیمان د مړینې د لومړني تلین د لمانځلو په مناسبت کوم برید وکړی، امریکا په سیمه کې د خپل ځان، ملګرو او همکارانو دفاع کولو ته چمتو ده.

21.12.2020 امریکا غږ

په برتانیه او جنوبي افریقا کې د کورونا وایرس نوې بڼې خپرې شوي

واشنګټن - په برتانیې او جنوبي افریقا کې د کورونا وایرس له یو نوي ډول سره چې په اسانۍ سره خپرېږي اندېښنې زیاتې شوي خو د وایرس پوهان وايي، دا لا نه ده څرګنده چې ایا دا نوی وایرس به واکسینونو ته کومه ستونزه جوړه کړي او که به د لا زیاتې سختې ناروغۍ سبب شي. وایرسونه له خپرېدو سره بدلون هم کوي، چې ځینې یې له نورو څخه زیات بدلېږي. د همدې دلیل له امله مونږ هر کال د زکام یا ریزش یو تازه واکسین ته اړتیا لرو. د کورونا واکسین نوې بڼې او ډولونه د پیل راهیسې چې نېږدې یو کال مخکې په چین کې موندل شوی لیدل شوي دي.‌ د شنبې یا خالي په ورځ لومړي وزیر بورېس جانسن د کورونا د نوي ډول له امله نوي محدودیتونه اعلان کړل. ګڼو اروپايي هېوادونو او کاناډا له برتانیې څخه ځینې الوتنې بندې یا محدودې کړې تر څو د د کوم وایرس خپرېدل محدود کړي.‌ ددغه حالت په اړه چې څه ښکاره دي هغه په لاندې توګه دي. په برتانیه کې د کورونا د نوي ډول په اړه کومې اندېښنې دي؟ په برتانیه او امریکا کې روغتیا پوهان وايي، د کورونا دغه نوی ډول د نورو په پرتله په اسانۍ سره خلک اخته کوي خو تر اوسه په دې اړه شواهد نشته چې زیات وژونکی به هم وي. د برتانیې په حکومت کې وتلي ساینسي سلاکار پټرېک ویلانس ویلي، چې د کورونا وایرس دغه ډول "په چټکۍ سره خپرېږي او د کورونا په تر ټولو ځواکمن ډول بدلېږي،" چې په لندن کې یې په ډیسمبر کې د کورونا د پېښو ۶۰ فیصده جوړول. دا نوی ډول په دې هم د اندېښنې وړ دی چې په ډېرو شکلونو بدلېږي، یعنې تر شلو زیاتو باندې او ځینې یې داسې پروټین لري چې په اسانۍ سره د بدن حجرې اخته کوي. ډاکټر روي ګوپتا چې د برتانیې په کمبریج پوهنتون کې د وایرسونو په برخه کې زده کړه کوي وايي، "زه په ريښتیا هم په دې اړه اندېښنه لرم خو دا له وخت څخه مخکې ده چې پوه شو دا به بلاخره څومره مهم ثابت شي. نوموړي او نورو څېړونکو د ساینس پوهانو په ویب سایت باندې خپل راپور هم خپور کړی خو تر اوسه یې په رسمي توګه کتنه نه ده شوې او نه هم په کوم جورنال کې چاپ شوی دی. په هر صورت وایرسونه لویه اندېښنه داده کله چې وایرس بدلېږي نو هغه خپل پروټینونه بدلوي تر څو له درملو او یا دفاعي یا معافیتي سیستم څخه وتښتي. د امریکا په سیاټل کې له فریډ هوچنسن په نامه د سرطان له یو مرکز څخه د بیالوژۍ او جنیتکي برخې کارپوه ټریور بیډفورډ په ټویټر لیکلي، ترلاسه شوي شواهد ښيي چې دا هغه څه دي چې اوس له نوي کورونا سره پېښږي. دا زیاتوي، "مونږ اوس دغه بدلون وینو او ګڼ شکلونه یې په خپرېدو دي. او ځینې یې د انتي باډي درملنې په وړاندې هم مقاومت ښيي." د کورونا نوي کوم ډولونه ښکاره شوي: په اپرېل کې په سویډن کې څېړونکو یو وایرس ومونده چې دوه جنیتکی بدلونونه پکې راغلي وو او له همدې امله دوه چنده زیات خطرناک شوی وو. ګوپتا وویل، د کورونا ددغه ډول ۶۰۰۰ پېښې تر اوسه په ټوله نړۍ کې رپوټ شوي چې زیاتره یې په ډنمارک او انګلېنډ کې دي. ددغه بدلې شوې بڼې څو نور ډولونه هم رامنځ ته شوي دي چې ځینو خلکو په ډنمارک کې د سارویو له فارمونو څخه ترلاسه کړي دي. دې ته ورته بدلونونه د جنوبي افریقا په کورونا کې هم رامنځ ته شوي دي.‌ اوس لویه پوښتنه دا ده چې ایا هغه خلک چې پخوانۍ کورونا تېره کړې ده ایا په نوې کورونا باندې به اخته شي او ایا د کورونا نوې بڼې به جوړ شوي واکسینونه وننګوي؟ دې پوښتنو ته ځواب دا دی چې نه ښايي داسې و نشي. د امریکا د خوړو او درملو د ادارې پخواني کمېشنر سکاټ ګاټلیب د یکشنبې یا اتوار په ورځ سي بي اس ته وویل، ښايي داسې و نشي او ګوپتا هم په دې نظر دی. د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن لخوا نومول شوي چارواکي وېوېک مرتي د یکشنبې یا اتوار په ورځ ان بي سي ته وویل، هېڅ دلیل نشته چې داسې باور وکړو چې جوړ شوي واکسینونه دې ددې وایرس په وړاندې اغېزناکه نه وي.

21.12.2020 ډیوه

د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید فابریکه بېرته فعالېږي

چارواکي وايي، د کندز د سپین زر شرکت د غوړیو د تولید د فابریکې پر بیارغونې کار روان دی او دغه څانګه فعالوي. د سپین زر شرکت چې یو مهال‌یې په بېلابېلو برخو کې تولیدات درلودل، په کورنیو جګړو کې نه‌یوازې دا چې غیر فعال شو، بلکې ماشینونه او امکانات‌یې ویجاړ او لوټ شول. چارواکي وايي څو میاشتې مخکې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د فابریکو د بېرته فعالېدو لپاره د یوې هوکړې له مخې د کندز سپين زر فابریکې د فعالېدو لپاره د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۵ پايې د غوړیو د تولید ماشینونه پېرل شوي او کندز ته انتقال شوي. د دې شرکت رئیس ذبیح‌الله زاهد له ازادی راډيو سره د خبرو پر مهال وویل: "هر ماشین په ۲۴ ساعتونو کې د دوه ټُنو غوړیو د تولید ظرفیت لري او په مجموع کې دغه پنځه پایې ماشینونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ ټُنو غوړیو د تولید وړتیا لري. د نصبولو چار یې جریان لري او ډېر ژر په دغه چارې بشپړې شي او بیا وروسته د غوړیو فابریکه پرانیستل کېږي." نوموړی وايي، دا ماشینونه د پنبه‌دانې د پروسس سربېره د نورو هر ډول تیلي دانو د پروسس وړتیا هم لري. زاهد زیاتوي: "دا ماشینونه هر ډول دانې پروسس کوي، لکه کونځلې، زغر، شړشم، لمرګلي او دانې. همداراز په دې ماشینونو کې یو ځانګړی ماشین دی چې کولای شي سیاه دانه، د پستې او بادامو زړي هم پروسس کړي او طبي دانې هم پروسس کولای شي." په کندز کې خلک د سپین زر شرکت بېرته فعالېدو ته خوښ دي. ۳۵ کلن هدایت‌الله زیارمل وايي، که دا شرکت فعال شي، بېلابېلو برخو کې د خلکو پر ژوند ښې اغېزې کوي. ښاغلی زیارمل وايي: "زه ډاډمن یم چې د دې فابریکې بیارغونه به سلګونه تنو بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، سربېره پر دې دا کارونه د امنیت په ټینګښت کې هم خپل تأثیرات درلودلی شي. سیمه‌ییزه اداره چې د بیارغونې په برخه کې هر ګام پورته کوي موږ یې هرکلی کوو." د سپین زر شرکت رئیس وايي، له کورنیو جګړو مخکې دې شرکت هر کال له کروندګرو ۱۰۰ زره ټنه پنبه پېرله او همداراز یې هر کال ۳۰ زره ټُنه پخته، ۷ زره ټنه خالص غوړي، ۳۰ ملیونه کلچې صابونونه، مقطرې اوبه، اکسیجن او ډول ډول چیني لوښې تولیدول. د سپین زر شرکت په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې له کبله د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایل‌یې لوټ او کارکونکي یې بې‌کاره شول. افغان حکومت په تېره دوه لسیزو کې ونه‌توانېده چې د کندز دا مهم تولیدي شرکت بېرته فعال کړي. خو اوس د کندز د سپین زر شرکت رئیس وايي، هڅه کوي چې د غوړیو د فابریکې سربېره د پنبې د تولید فابریکه هم بېرته فعاله کړي چې ورسره به د کروندګرو پنبې ته بازار او بې‌روزګارو کسانو ته کار پیدا شي.

21.12.2020 ازادي راډیو

د ملي دسترخوان پروګرام؛ ' ۲۰۱۴۴ کورنیو ته مرستې رسېدلي'

د کلیو د پراختیا وزارت وايي چې د ملي دسترخوان پروګرام له پیلېدو راهیسې په ټولو ولایتونو کې له ۲۰ زرو ډېرو کورنیو سره مرستې شوي.

21.12.2020 امریکا غږ

په کراچۍ کې د پي ټي اېم بل مشر نيول شوی

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] بل مشر محمد شېر خان مسید پولیسو نیولی دی، پوليس وايي هغه هم د کراچۍ د پي ټي اېم د شپږم دسمبر د جلسې په مقدمه کې نيول شوی دی.

21.12.2020 ډیوه

افغانستان کې تازه ۲۱۱ تنه کرونا نیولي، ۱۵ تنه نور مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۱۱مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۵کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

21.12.2020 امریکا غږ

په قبايلي ضلعو کې به ډېر انټرنېټ روان شي، بنګش

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ روانولو دپاره د صوبې حکومت او پاکستان سافټ ويئر بورډ يو يادداشت لاسليکوي چې ترمخه به يې په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېر زر انټرنېټ روان شي.

21.12.2020 ډیوه

پروان کې ماین چاودنې د شهرا قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژلي

د پروان امنیتي چارواکي وايي، د پروان ـ کابل د شهرا قطعې قوماندان له څلورو نورو پولیسو سره په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

21.12.2020 امریکا غږ

سعودي عرب د هوا، ځمکې او سمندر د لارې  نړيوال ورتګ معطل کړی

سعودي عرب په اتوار/ يکشنبه ناوخته دغه هېواد ته د نړۍ څخه د هوا، ځمکې او سمندر د لارې نړیوال ورتګ معطل کړی، دا بندېز چې د يوې اوونۍ دپاره لګول شوی، ویل شوي دا غځېدی هم شي.

21.12.2020 ډیوه

ګڼو اروپايي هېوادونو بریتانیا ته پر تګ راتګ بندیزونه ولګول

یو شمېر اروپايي هېوادونو بریتانیا ته په تګ راتګ باندې نوي بندیزونه لګولي. د جرمني، بلجیم، ایټالیا او هالند له‌خوا تازه بندیزونه وروسته له هغه ولګېدل چې بریتانوي چارواکو د لندن په ګډون په ځینو سیمو کې د کرونا ویروس د یو بل چټک ډول د خپرېدو اعلان وکړ. د امریکا متحده ایالاتو هم په بریتانیا کې د کرونا د نوي ډول په خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خلک باید ډېر پام وکړي. جرمني پرون ناوخته اعلان وکړ چې له نیمې شپې به جرمني ته د بریتانیا الوتنې ودرول شي. بلجیم له دې مخکې ویلي و د هغو کسانو په مخ چې د ځمکې یا هوا له لارې له بریتانیا راځي لارې تړي. ایټالیا چې یو وخت په خپله کرونا ویروس ډېره ځپلې وه اعلان وکړ چې بریتانیا ته الوتنې ځنډوي. هالند هم بریتانیا ته پروازونه منع کړل. اتریش هم ورته اقدام کوي. دا ټول وروسته له هغه چې بریتانوي چارواکو د کرونا ویروس د یوې نوې بڼې د خپرېدو اعلان وکړ. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د ویروس د نوې بڼې په اړه ویلي: "داسې شواهد نه‌دي موجود چې ثابته کړي د کرونا ویروس د دې بڼې روغتیايي ستونزې دې ډېرې وژونکې وي، خو داسې ښکاري چې د ویروس دا شکل له اصلي ویروسه ۷۰ فیصده ډېر چټک د انتقال وړ دی." بریتانیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو ده چې ګڼ خلک په‌کې کرونا نیولي او مړه کړي دي. د وروستیو شمېرو له مخې چې د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون اعلان کړي څه باندې دوه ملیونه کسان په بریتانیا کې په کرونا اخته دي او له ډلې یې ۶۷ زره او ۵۰۰ تنه مړه شوي. د کرونا د نوې بڼې نښې نښانې ان په سپټمبر کې راپور شوې وې. یو شمېر خلک د بریتانیا په حکومت انتقاد کړی چې ولې یې مخکې له مخکې دا مسئله جدي نه‌وه نیولې. په بریتانیا کې دننه تدابیر بېرته سخته شوي. د روغتیا وزیر مت هانکوک ویلي محدودیتونه په چټکۍ پلي کېږي. هغه د خلکو غونډې له هغې ډلې د رېل ګاډو په تم ځایونو کې ګڼه ګوڼه غندلې او غیر مسؤلانه کار یې بللی دی. د امریکا متحده ایالاتو هم چې د کرونا له لاسه تر نورو هېوادونو ډېر ځپل شوی او له نږدې ۱۸ ملیونه ناروغانو درې لکه او ۱۷ زره تنه په‌کې مړه شوي په بریتانیا کې د 'کووېډ-۱۹' د نوې بڼې په خپرېدو جدي اندېښنه ښودلې ده. د امریکا لوی جراح یا «Surgeon General» جروم آدمز پرون وویل په کرونا ویروس کې هر بدلون ښيي چې خلک باید ډېر محتاطه واوسي. هغه ګواښ وکړ چې ویروسونه تل همداسې په بدلېدو وي او دا وار ثابته شوې چې د کرونا تازه بڼه په چټکۍ خپرېږي. د کرونا د نوې بڼې د خپرېدو اعلان داسې وخت وشو چې د نړۍ په ځينو سیمو کې د کرونا د واکسیناسیون پیل خلکو ته د دې وژونکې وبا د ختمېدو لپاره هیلې پیدا کړې وې. بریتانیا د نړۍ له لومړنیو هېوادونو وه چې د فایزر او بایو ان تیک کمپنیو په لاس جوړ د کرونا واکسین‌یې پیل کړ. په امریکا کې هم په فایزر بایو ان تیک سربېره د مودرنا کمپنۍ له‌خوا جوړ شوی د کرونا واکسین هم پيل شوی.

21.12.2020 ازادي راډیو

بلوچستان: د ترهګرو پرضد عملياتو کې د پاکستان د پوځ سرتيری وژل شوی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په اواران ضلع کې د لټون په عملياتو کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی، پوځ ویلي لانس نايک افسر د ترهګرو سره په نښته کې وژل شوی دی.

21.12.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more