ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


آیا پوتین غواړي له ولسمشرۍ وروسته د ژوند تر پایه سناتور شي؟

ولادیمیر پوتین، یو قانون لاس لیک کړی چې له مخې یې د روسي جمهور رئیسان د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو وروسته کولای شي د عمر تر پایه د پارلمان د سنا غړي شي.

22.12.2020 امریکا غږ

د کریمه بلوچ په مړینه د بخښنې نړیوال سازمان او نورو بشري ډلو اندیښنه

د بشري حقونو سازمانونو د کاناډا د تورنتو ایالت له چارواکو غوښتي چې د فعالې کریمه بلوچ د مړینې په هکله جدي پلټنه وکړي.  

22.12.2020 امریکا غږ

د داعي د قتل څلوېښت ورځې وشوې

په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي څلوېښت ورځې مخکې د ده په موټر پوري د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو. د ده همکارانو او د بشري حقونو مدافعینو له حکومته غوښتي چې د دې قتل عاملین دې مجازات کړي. ملالۍ بشير د الیاس داعي د کار او ژوند په اړه دا لنډه ويډيو جوړه کړې ده.

22.12.2020 ازادي راډیو

په خوست کې د ماین چاودنې پنځه تنه وژلي 

د خوست امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په صبریو ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې په نتیجه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

22.12.2020 امریکا غږ

"د نظرباییف کورنۍ۶ هېوادونو کې څه کم ۸۰۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې"

د ازادي راډیو یوه څیړنیز راپور موندلې چې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نور سلطان نظرباییف کورنۍ او نژدې خپلوانو یې د هغه د اوږدې مودې واکمنۍ د څه باندې شلو کلونو په موده کې په بهرنیو هېوادونو کې څه کم اته سوه میلیونه ډالره په ملکیتونو پانګونه کړې، عصري کورونه او اپارتمانونه یې اخیستي دي. نورسلطان نظرباییف نژدې درې لسیزې، له ۱۹۹۱ نه ترتیر۲۰۱۹ کال پورې د دې هېواد واکمن و.  د ازادي راډیو د دغه څیړنیز راپور موندنې ښیي چې د څه باندې شلو کلونو په موده کې د نظرباییف خپلوانو په شپږو هېوادونو کې پانګونه کړې او پر نژدې ۷۸۵ میلیونه ډالرو یې عصري اپارتمانونه او کورونه اخیستي دي. د ازادي راډیو د راپور له مخې دا ټوله هغه پانګونه نه ده چې د نظرباییف اولادونو، لمسیانو او نورو نژدې خپلوانو او هغه ته نژدې سیاسي کړۍ یې په بهر کې کړې بلکې دا یوه لومړنۍ هڅه ده چې هغه ملکیتونه تثبیت او ارزښت یې معلوم شي چې پر ډېرو یې له کلونو راهیسې حقوقي لانجې روانې دي او رسنۍ یې هم ډېرې بوختې ساتلې وې.    د فرانسې د کن ښار د یوې غونډۍ پر سر پر یوې لوکسې ویلا د نظرباییف د ورور بولات او د هغه د پخوانۍ مېرمنې مایرا کورمانګالیوا ترمنځ د مالکیت پر سر دعوا ده، همداسې د نیویارک ښار په والسټریټ کې پر یوه لوکس اپارتمان چې کړکۍ یې د دې ښار د مرکزي پارک پر لوري دي هم د دوی دواړو دعوا روانه ده.   د نظرباییف د دوهمې لوردینارا میړه تیمور کولیباییف د هسپانیا په کاستابراوا کې د یوې ماڼۍ مالک دی چې تل پرې جنجال و، د چاپیریال ساتنې سیمه ییزو مدافعانو د دغه ملکیت له خوا د یوه سړک د بندولو له هڅو سره مبارزه کړې ده. دا هغه ماڼۍ ده چې ویل کېږي په خپله نظرباییف هم ډېر ځلي ورغلی او په کې اوسیدلی دی.  او زوی یې نورعلي بیا په بریتانیا کې د څو ملکیتونو څښتنان دي چې د بریتانیا د جرایمو ملي ادارې په نښه کړې دي. پر هغوی تور دی چې پرهغو پیسو چې دغه ملکیتونه اخېستل شوي ښایي له غیر قانوني سرچینو برابرې شوې وې.  داریغا همداشان د لندن په یوه مشهوره کوڅه، بکرسټریټ کې هم پر ښاري بڼه د کورونو د بلاک د یوې برخې خاونده ده چې ویل کېږي د یوې نامعلومې غیرفعالې کمپنۍ له لارې اخېستل شوي دي.  همداسې د داریغا یو لیورایسلطان په لندن کې د یوه عصري ملکیت او په چک جمهوریت کې د یوه هوټل خاوند دی.  په سویس کې د جنیوا د جهیل په خوا کې د نظرباییف دوهمه لوردینارا دوه کورونه لري.  همداسې په یو شمېر نورو ځایونو کې هم د نظرباییف د کورنۍ غړي د ملکیتونو خاوندان دي.  نورسلطان نظرباییف نژدې درې لسیزې، له ۱۹۹۱ نه تر۲۰۱۹ کال پورې د قزاقستان یوازینی واکمن و چې پر چارو یې کلکه څارنه کوله او د هرې سیاسي هڅې چې نوموړی یې له خطر سره مخامخ کاوه، مخه نیولې وه.      د تیلو او ګازو بډایه زېرمو لرونکي دې هېواد د نظرباییف د واکمنۍ په موده کې د سوکالۍ پر لوري د پام وړ وده کړې خو اداري فساد او خپلوي پالنه په کې یوعام دود شوی دی.  له اداري فساد سره د مبارزې فعالان او د مرکزي اسیا د چارو څیړونکي وایي، د قزاقستان پر قبیلوي سیسټم ولاړ چې یوه مشخصه ډله ترې ګټه پورته کوي، د دې هېواد اوږدمهاله راتلونکي ګواښي.  د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۹ کال د فساد د شاخص په فهرست یا جدول کې قزاقستان د نړۍ د ۱۹۸ هېوادونو په ډله کې په ۱۱۳م ځای کې راوستی او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادي په اړه د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په شاخص کې دې هېواد ته ۱۵۷ م ځای ورکړی دی.   

22.12.2020 ازادي راډیو

جګړه ځپلی افغانستان کرونا وېروس څومره وځاپه؟

کرونا وژونکې وبا افغانستان چې وار له مخه جنګ جګړو ځپلی له یوه ژور کړکېچ سره مخ کړ داسې چې ښايي عواقب یې تر ډېرو کلونو حس شي. وحید احمد لومړنی افغان و چې په هرات کې د فبروري د ۱۳۹۸ کال د کب په پنځمه د فبروري په ۲۴ یې د کوویډ – ۱۹ ازموینه مثبته وختله. ده ویلي و: "زه له قُم راغلم تقریباً شل ورځې دلته په روغتون کې بستر وم. څو ورځې چې زه روغتون کې وم یوازې په یوه اطاق کې وم. ډاکټر صاحبان چې راتلل ویزټ یې کاوه. ماته یې ډاډګېرنه راکوله چې باید قوي و اوسم. زه هم خپلو وطنوالو ته وایم چې باید قوي و اوسي." کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ میلادي کال وروستیو کې د چین په وهان کې پیدا شو، ډېر ژر د افغانستان په شمول ټولې نړۍ ته خپور شو. په افغانستان کې د کرونا د لومړۍ پېښې د ثبت راهېسې چې دا دی میاشت کم یو کال یې وشو دا ویروس په چټکۍ خپور شو، داسې ورځې هم راغلې چې په اوسط ډول تر نهو سوو ډېر افغانان په کرونا اخته کېدل. ګڼو خلکو د کرونا معاینې د روغتیايي امکاناتو او وسایلو د نشتوالي له امله ونه شوې کړای او مړینې هم د ټولنیزو ناسمو دودونو په سبب نه راپور کېدلې. په دې سربېره رسمي شمېرې ښيي چې د ډسمبر تر شلمې په ټول افغانستان کې پنځوس زره کسان په کرونا اخته او له ډلې یې څه باندې دوه زره تنه مړه شوي. په افغانستان کې د کرونا وېروس د دوهمې څپې خطر په داسې حال کې چې د نړۍ لوی هېوادونه د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو او پلي کولو بوخت دي افغانستان د دې ویروس د دویمې څپې له خطر سره مخ دی. افغان چارواکي وايي، هیله مند دي چې راتلونکی میلادي کال د کرونا واکسین ترلاسه او تطبیق يې پیل کړي، خو تر هغه پورې په کار ده چې روغتیايي سپارښتنې له پامه ونه غورځول شي. په ګڼو عواملو لکه د واټن نه ساتل او د طبي سپارښتنو نه منلو سربېره د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو یو لوی عامل هېواد ته د هغو ګڼ شمېر افغانانو راستنېدل و چې په پاکستان او ایران کې ایسار پاتې و. د ننګرهار اوسیدونکي جان آغا ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم د دروازې په خلاصېدو د ننګرهار په هر کور کې یو کس په کرونا اخته شو. دی وايي: " کله چې د تورخم لاره خلاصېدله او بند پاتې افغان کډوال راستنېدل په لومړیو کې یو څه ټېسټونو کېدل. اخره کې بیا بیخي بیروبار جوړ شو. هر سړی په خپل سر راته او معاینات یې نه کېدل نو ورسره په افغانستان کې په خاص ډول ننګرهار کې د کرونا ویروس سخت زور واخېست. په هر کور کې یو یو کس تقریباً په دې ویروس اخته شو."   د روغتيايي اسانتیاوو کموالی بل لامل و چې افغانستان کې یې د دې ویروس پراخې خورېدنې ته لاره هواره کړه. د بلخ یو اوسیدونکی حبیب الرحمن وايي: "بدبختانه موږ په مزارشریف کې یو کلنیک د کوویډ – ۱۹ لرو چې مراجعین یې هم ډېر دي او ډاکتران په سمه توګه نه شي کولای چې مراجعینو ته ورسیږي. موږ له دولته غواړو چې په دې برخه کې پام وکړي چې د مرګ او میر نه مخنیوی وشي." کرونا وېروس روغتیاپالان هم زیانمن کړل د نړۍ د ګڼو نورو سیمو په څېر افغان روغتیاپالان هم د کرونا په لومړۍ درجه اغېزمنو خلکو کې حسابیږي. د بېلګې په توګه ډاکټر میر ابراهیم بسیم چې د کرونا لومړنۍ مثبته قضیه یې معلومه کړې وه او د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې مشر و په خپله کرونا ونیوه او ساه یې ورکړه. نور روغتیاپالان وايي چې د عامه پوهاوي په نشتوالي سربېره، روغتونونو ته د مراجعینو بې غوري او تر ټولو مهمه د روغتیاپالانو کم امکانات د دې لامل شو چې ډاکتران ډېر زیانمن شي. د ننګرهار د کوویډ – ۱۹ ځانګړي روغتون یو مرستندویه ډاکتر خېبر کلیوال ازادي راډیو ته وویل: "روغتیا پالان خو بیخي له یوه صحي جنګ سره مخ شول. په اول سر کې زموږ یو ډاکټر صاحب په افغان جاپان روغتون کې وفات شو. زه خپله هم اخته شوم. بیا چې کله کور ته انتقال شوم. زما په کور کې زما د کور اکثر غړي اخته شول. نو ننګونې خو ډېرې زیاتې وې خصوصاً د ډاکټرانو لپاره. وزارت چې څومره امکانات ورته جلا کړي و په هماغه اندازه امکانات و. ما خپله یوازې یو عادي کېټ درلود چې په هغې مو ځان ساته." چارواکي ځان د کرونا وېروس پر وړاندې برلاسي بولي افغان چارواکي د کرونا ویروس په مدیریت کې ځان برلاسي بولي، خو په روغتیايي سکتور باندې کمه پانګونه هغه څه یادوي چې شته ستونزې یې تر بل هر وخت ډېرې برسېره کړې. د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "۲۰۲۰ کال د روغتیا وزارت لپاره له ننګونو ډک کال و. د کرونا ناورین صحي سیسټم او صحي سکتور او د روغتیا وزارت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. د کرونا بحران دا وښودله چې په تېرو شلو کلونو کې په صحي سکتور او د روغتیا وزارت کې چې په روغتونونو باندې پانګونه نه ده شوې، نو ډېر زیات ضرورت یې د کرونا په بحران کې احساس شو." ډاکټر سمسور زیاته کړه چې د سیمې د نورو هېوادونو په مقایسه د افغانستان وضعه ښه ده، خو ده ټینګار وکړ چې که روغتیايي سپارښتنې جدي ونه نیول شي ښايي د کرونا دویمه څپه خطرناکه ثابته شي.   افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډسمبر په درېیمه د کوویډ – ۱۹ په اړه د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د کوویډ نولس له امله رامنځته شوې ویجاړۍ ورځ تر بلې زیاتې را برسېره کېږي. نوموړي ویلي و: "د دې ساري ناروغۍ د اغېزو پراختیا او ویجاړتیا د هرې ورځې په تېرېدو سره، لا ډېره څرګندېږي. موږ د ویروس د خپرېدو لنډمهالې اغېزې له هغې ډلې ځاني تلفات، د دندو زیانونه او اقتصادي رکود په هماغه لومړیو کې تجربه کړې؛ خو تراوسه نه یوو توانېدلي د دې ویروس د خپرېدو منځمهاله او اوږدمهاله اغېزې جبران کړو او په بشپړ ډول ورسره مبارزه وکړو. له همدې امله، سره له دې چې هم مهاله د هغه له سمدستي اغېزو سره مبارزه کوو، موږ باید راتلونکي ته هم پام وکړو او د هغه اوږدمهاله اغېزو سره مبارزې ته هم چمتو واوسو." کرونا ویروس نه یواځې ډېر خلک ونیول او د ګڼو ژوند یې واخېست بلکې په پراخه کچه یې د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره په بهرنیو مرستو روان و وځاپه. پر کاروبارونو د کرونا وېروس اغیز عام خلک وايي، کرونا ویروس یې ټول کاروبار ورخراب کړ او تاوانونه یې د جبران وړ نه دي. د کندهار یوه اوسیدونکې بنفشه چې د لاسي صنایعو کاروبار لري ازادي راډیو ته وویل:"بیخي ډېره بده اغېزه یې کړې ده. تاوانونه را رسیدلي دي. موږ په قرنطین کې ډېر لږ لږ کسان موږ ته راتلل. پخوا مو اوونۍ کې شپږ اوه زره عاید درلود خو په قرنطین کې دوه سوه درې سوه یا ډېر یې زر افغانۍ کیږي." کرونا سږ کال د نړۍ د اکثرو هېوادونو اقتصادي وده نه یواځې په ټپه ودروله بلکې منفي وده یې ورکړه.په دې معنی چې هېوادونو ټاکلي عواید ترلاسه نه شوای کړای او تاواني شول. دا چې افغانستان څومره زیان لیدلی په اړه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ داسې وضاحت ورکړی: "کرونا وبا هغه څه و چې ټوله نړۍ یې وښوروله. ټول نړیوال اقتصاد باندې یې منفي اغېزې درلودې. افغانستان هم استثنا نه و. پر ځای د دې چې موږ مثبته اقتصادي وده ولرو زموږ د ارزونو له مخې زموږ اقتصادي وده په دې کال کې منفي پنځه اعشاریه پنځه سلنې ته راټیټیږي." افغان حکومت له کوویډ – ۱۹ سره د مبارزې لپاره نږدې ۹۰ میلیارده افغانۍ چې شااوخوا یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالره کیږي بېل کړل. د کرونا وېروس د مخنیوي په پار نړیوالې مرستې اکثرو مرستندویو هېوادونو او سازمانونو هم له افغانستان سره د کوویډ – ۱۹ په خاطر د سلګونو میلیونو مرستو ژمنه وکړه، خو د دغو مرستو او ځانګړې شوې بودیجې د یوې برخې د حیف او میل کېدو او فساد راپورونه او تورونه هم راپورته شول. ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست د بازرس اداره د دغو تورونو د څېړلو لپاره وګمارله. د دې ادارې ویاند فیروز بشري ازادي راډیو ته تایید کړه چې کرونا ته په ځانګړې شوې بودیجه کې لوی فساد شوی. دی وايي: "د اتو ولایتونو دوسیې مو څېړلي دي. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په شمول. دې نتیجې ته رسیدلي یو چې فساد شوی او دا دوسیې مو د لا زیاتو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لیږلي. لږ تر لږه یو سل او شل حکومتي چارواکي په دې تړاو مظنون پيژندل شوي او دوی مو لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي. د دې تر څنګ مو څه باندې زر سندونه او مدارک لویې څارنوالۍ ته لیږلي او خپلې موندنې مو ورسره شریکې کړي دي."   د فساد دا تورونه ان دې حد ته لوړ شول چې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز او د هغه څو نږدې همکاران په فساد او اختلاس تورن او دوسیې یې څارنوالۍ ته واستول شوې. ښاغلی فیروز که څه هم د فساد تورونه ردوي، خو افغان حکومت وايي، له فساد سره کلکه مبارزه کوي او د تورنو کسانو دوسیې به څېړل کیږي. کوویډ-۱۹ لا هم په چټکۍ په خپرېدو دی او معلومه نه ده چې افغانستان چې د ډېرو ناخوالو تر څنګ یې روغتیايي سکتور ډېر پرمختللی نه دی په څه ډول به د کوویډ د دویمې څپې په مدیریت کې مخته ولاړ شي.

22.12.2020 ازادي راډیو

ترکیه د اسرائیل سره دیپلوماتیکي اړیکې عادي کوي

په بهرنیو چارو کې د ترکیې د جمهور رئیس سلاکار مسعود کاسین وایي ښایي د ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې په بشپړه توګه د سره پیل شي.

22.12.2020 امریکا غږ

امریکا د برتانیې له مسافرو څخه تر پرواز مخکې د کورونا ټېسټونه غواړي

واشنګټن - امریکايي چارواکي په دې غور کوي چې له برتانیې څخه ټولو مسافرو نه به د کورونا د منفي ټېسټ ثبوت غواړي.‌ خبري رسنۍ وايي، د سپینې ماڼۍ د کورونا کاري ځواک د ګل یا دوشنبې په ورځ سره کتلي او په دې یې سره خبري کړي چې له ټولو مسافرو څخه به مخکې له دې چې له برتانیې څخه امریکا ته روان شي د کورونا ټېسټونو وغواړي چې له سفر څخه یې ۴۸ ساعته مخکې کړي وي. د دغه نوي کار وړاندیز په داسې حال کې شوی چې شاخوا ۴۰ هېوادونو له برتانیې څخه وروسته له هاغې د مسافرو ورتګ ځنډولی چې په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د کورونا د یو نوي ډول د خپرېدو راپورونه خپاره شول. امریکا که څه هم له برتانیې څخه الوتنې نه دې ځنډولې خو د نیویارک والي انډریو کوامو ویلي، هغه له هوايي شرکتونو څخه غوښتي دي چې مخکې له دې چې له برتانیې څخه په الوتکه کې مسافر کښیني باید د کورونا د ټېسټ پایله یې وکتل شي.‌ د وېرجن اټلانټیک، برېټش اېروېز او ډیلټا اېرلاین هوايي شرکتونو د کوامو غوښتنه منلې ده. په لویدیځ کې د سیاټل والي جې انسلې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ټولو هغو مسافرو لپاره د ۱۴ ورځني قرنطین امر وکړ څوک چې له برتانیې او جنوبي افریقا څخه دغه ایالت ته ورځي ځکه په جنوبي افریقا کې هم د ویرس ورته بدلون لیدل شوی دی. د امریکا د الرژۍ او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر ډاکټر انتوني فاوچي د ګل په ورځ وویل، دا هم امکان لري چې د کورونا نوی ډول ښايي له مخکې څخه په امریکا کې وي. د روغتیا نړیوالې ادارې د ګل په ورځ د کورونا د نوي ډول په اړه لوی خبرداری ورکړی خو ویلي یې دي چې داسې شواهد نشته چې د کورونا وایرس نوی ډول به له اوسني څخه ډېر مرګونی وي او د وبا په حالاتو کې د وایرس داسې بدلونونه یو طبعي خبره وي.‌ په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو حالاتو مشر مایک راین له جنیوا څخه انلاین غونډې ته وویل، "دا ډېره مهمه ده چې خلکو ته ووایو څرنګه چې دا وایرس دی خو دا هم مهمه ده چې ووایو چې دا د وایرس د تکامل یو نورمال حالت دی." د کورونا واکسین په ډګر کې وروستي پرمختګونه: د وایرس د نوې بڼې له رامنځ ته کېدو سره د فایزر بایوټېک او مډرنا لخوا د کورونا نوي جوړ شوي واکسینونه تر سیوري لاندې راغلي. په امریکا کې د مډرنا لخوا روغتونونو ته نېږدې ۶ میلیونه ډوزه واکسینونه استول شوي دي او د روغتیا ملي انسټیټیوټ زیاتوي چې د فایزر بایوټېک لخوا هم ۲.۹ میلیونه ډوزه واکسین تېره اونۍ استول شوی دی. ددغو واکسینونو ورکړه له روغتیايي کارکونکو او په نرسینګ روم کې د استوګنو کسانو لپاره پیل شوې ده. اروپايي ټولنې د ګل یا دوشنبې په ورځ د فایزر بایوټېک واکسین ته په دغه د ۲۷ هېوادونو په بلاک کې وروسته له هاغې اجازه ورکړه چې د اروپايي ټولنې طبي ایجنسۍ وویل چې یاد واکسین د کیفیت او خونديتوب معیارونه پوره کوي.‌ د اروپايي کمېسیون مشر اورسالا وون دېر لیین وویل، ټاکل شوې ده چې د واکسین د لېږد چارې به د شنبې یا خالي‌ په ورځ پېلېږي او د واکسین ورکولو بهیر به د ډیسمبر د ۲۷ او ۲۹ نېټې ترمنځ پیل شي. هغه زیاته کړه، "دا ډېره ښه لاره ده چې دا سخت کال پرې پای ته ورسول شي او بلاخره د کورونا د پاڼې اوړېدل پیل شي." همدارنګه د والسټریټ جورنال د ګل یا دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د چینايي کمپنۍ سېنواک بایوټېک لخوا جوړ شوی واکسین په برازیل کې په خپل وروستي ازمېښت کې اغېزناک بلل شوی. دغه جورنال وايي، یاد واکسین په اندونیزیا او ترکیه کې هم ازمویل شوی او ویل شوي‌ دي چې د برازیل چارواکي به د واکسین د اغېز اندازه د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.‌ په نړۍ کې د کورونا د نوي ډول د خپرېدو او د واکسینونو په اړه وروستي پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۷۷ میلیونو او د مړو شمېر له ۱.۷ میلیونو څخه اوښتی دی. په دغه وایرس باندې په پاکستان کې د اخته کسانو شمېر ۴۶۰۰۰۰ او د مړو شمېر له ۹۴۰۰ څخه اوښتی دی. دغه راز په افغانستان کې پرې تر اوسه پورې تر ۵۱۰۰۰ کسانو د اخته کېدو او د څه باندې ۲۱۰۰ نورو د مړو کېدو خبر ورکړل شوی.    

22.12.2020 ډیوه

اشرف غني سره دامریکایي پوځ دمرکزي قومندانۍ دمشر جنرال مک کینزي لیدنه،په سوله اؤ‌ امنیت یې ورسره خبرې کړي

د امریکام د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنتکام)  قومندان جنرال مک کینزي دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ډاډ یې ورکړی چې امریکا به دافغانستان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

22.12.2020 ډیوه

د امریکا کانګریس د کرونا ویروس د مرستو دویمه لایحه منظوره کړه

د امریکا د کانګریس غړیو د کرونا ویروس د مرستو او د حکومت د لګښتونو د بودیجې لایحه منظوره کړله.

22.12.2020 امریکا غږ

پاکستان کې نور 82 کسان په کرونا وایرس مړه شوي

دکرونا وایرس په بابله دمعلوماتو خپرونکې دولتي ویب پاڼه وایي په تازه مړو شوؤ کسانو کې د اوو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی اؤ تر اوسه خیبر پښتونخوا کې په دې وبا 1553کسان مړه شوي دي.

22.12.2020 ډیوه

پاکستان وایي افغانستان سره یې دترجیحي تجارت په اړه خبرې اؤ ټرانزیټي تړون ته بیا کتنه وروستي پړاؤ کې دي

د تجارت او سرمایه کارۍ لپاره د وزير اعظم مشاور رزاق داؤد وايي چې د افغانستان سره د ترجيحي تجارت په اړه د اړونده اړخوترمنځ خبرې پېل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي لوظنامې ته هم د بيا کتنې کار اخري پړاؤ ته ننوتی دی.

22.12.2020 ډیوه

کابل: چاؤدنه کې د څلورو ډاکټرانو په ګډون پينځه تنه وژل شوي

د افغانستان په پلازمينه کابل کې په يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه پينځه تنه وژل شوي دي، راپورونه وايي په وژل شوؤ کې څلور ډاکټران دي چې ښځې هم پکې شاملي دي.

22.12.2020 ډیوه

'د چاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان او ۴ پولیس د طالبانو برید کې وژل شوي'

د کندز ځايي مسؤلین وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د یاد ولایت په چاردرې ولسوالۍ بريد کړی.

22.12.2020 امریکا غږ

خلک ولې د کابل سينماته نه ځي؟

د کابل ښار سينماګانو ته يو وخت د ځوانانو ورتګ د فرهنګ مهمه برخه ګڼل کېده خو اوس د ورتګ کچه خورا ټيټه ده. دلته يوازې دوه سينماګانې فعالې دي. د دغو سينماګانو د يوه فلم نندارې لپاره ان ۵ کسان هم نه ليدل کېږي. ګلاب الدین غبار يې لاملونه په راپور کې راټول کړي:

22.12.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more