ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


 سېنټر فار سوشل جسټس: داسې ښکاري چې مذهب د سپکاوي په ضد قانون اکثريتي مسلمانان د يو بل په ضد کاروي

د ادارې ترمخه په کال ٢٠٢٠ کى د غه مقدمو درج کيدو شرح تر ټولو زياته پاتى شوى او ٢٠٠ مقدمو کى ١٤٠ د شيعه مسلمانونو په ضد او پاتى د هيواد لږکيو د عيساٸانو احمديان او هندوانو په خلاف درج شويدي

03.02.2021 ډیوه

بایډن د مهاجرت په اړه د ټرمپ څو سختې پالیسې لغو کړې 

جو بایډن د مهاجرت او سرحدي امنیت په هکله څو اجرایي فرمانونه لاس لیک کړل چې د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله د جلا شویو کورنیو یوځای کول په کې شامل دي. 

03.02.2021 امریکا غږ

کراچۍ: عدالت د علي وزیر د ضمانت خواست رد کړو

د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي عدالت د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت خواست رد کړو او د هغه سره د بندي نورو پينځه کسانو ضمانت يې منظور کړو.

03.02.2021 ډیوه

دسينيټ کميټې جنسي تېرو کې ککړو مجرمانو ته د ډاګېزې تېزندۍ دسزا مسوده منظور کړه

دکورنيو چارو دپاره دپاکستان د سينيټ قايمه کميټۍ جنسي تېريو کې ککړو مجرمانو ته په ډاګيز ډول د تېزندۍ د سزا ورکولو قانوني مسوده منظوره کړې ده

03.02.2021 ډیوه

اسلام اباد مارګله کې دپړانګانو سيوا کېدو وروسته دسيلانيانو لارې تړل شوي

چارواکي وايي دپاکستان پلازمينې اسلام اباد په مارګله هلز کې د پړانګانو زياتيدو له امله دسلانيانو دتګ راتګ ځينې لاذې تړل شوي دي

03.02.2021 ډیوه

د پېښور انجېنیرنګ یونیورسټي او یو اېن اېچ سي ار به افغان کډوالو ته هنرې زدکړې ورکوي

د دستوري په مهال پېښور کې د يو اين ايچ سي ار د دفتر مشر بېرنرډ انکوم، د کډوالو کمشنر عباس خان، د پېښور انجينيرنګ پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر افتخار حسين او نور چارواکي هم موجود وو۔

03.02.2021 ډیوه

د مزار، کابل او پېښور د ریل پټلۍ د لار نقشه او پلان لاسلیک شو

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان حکومتي چارواکو د سې‌شنبې په ورځ په تاشکند کې په یوې غونډه کې د مزار – کابل – پېښور د ریل پټلۍ د لارې نقشه او پلان لاسلیک کړی دی.

03.02.2021 امریکا غږ

په تاشکند کې دکابل ـ مزارـ پیښور ریل پټلۍ دجوړولو سند لاسلیک شو

د ریل پټلۍ دا پروژه تېره ورځ په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه

03.02.2021 ډیوه

له ایران سره نژدې 'کمال خان بند' کې د اوبو ذخیره کول پیل شول

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، په نیمروز ولایت کې د « کمال خان بند» کې د اوبو ذخیره کولو بهیر پيل شوی دی.

03.02.2021 امریکا غږ

افغانستان کې تازه ۵۷ تنه نور کرونا نیولي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

03.02.2021 امریکا غږ

په سېنېټ کې به د قبايلي ضلعو اته څوکۍ په ځای وساتل شي؟

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو دپاره په سېنېټ کې د اته څوکيو په ځای ساتلو قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده، خو قانون پوهان وايي په دې کې اوس هم قانوني مسلې شتون لري.

03.02.2021 ډیوه

کرونا؛ د روغتیا د نړیوال سازمان پلاوي د چین ووهان کې ځینې مهم مرکزونه ولیدل

د روغتیا د نړیوال سازمان څېړونکي د چین ووهان ښار د تحقیقاتو مرکز ته لاړل چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي.  دوی نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) د ووهان ویرولوجي انسټیټیوټ وکوت چې معلومات راټول کړي.  د جاپان 'ټي.بي.اېس' راډیو – ټلوېزیون د راپور له مخې، د روغتیا د نړیوال سازمان غړي پیټر دازاک وویل، دوی غواړي چې په دې ځای کې له ټولو کلیدي کسانو سره وویني او مهمې پوښتنې چې باید وشي، ورڅخه وکړي.  په دغه انسټیټیوټ کې وروسته له دې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې شدیده تنفسي ناروغي خپره شوه، د اسمانڅکالي د کورونا وېروس په اړه د جنیټیک معلوماتو ارشیف جوړ شو.  له همدې کبله داسې ناثابت شوي ادعاوې کېږي چې دا ارشیف د ۲۰۱۹میلادي په پای کې په ووهان ښار کې د کووېډ-نولس له خپرېدو سره تړاو لري.  چین دا احتمال په کلکه رد کړی دی او ادعا یې کړې چې ممکن دا ویروس له بل ځایه په یخ وهلو سمندري خوړو کې چین ته راوړل شوی وي.  ووهان ته د روغتیا د نړیوالې ادارې په تللي پلاوي کې د ۱۰ هېوادونو اتباع شامل دي.  دوی هلته له لس ورځې قرنطین څخه وروسته تېره اوونۍ کار پیل کړ او تراوسه څو روغتونونو، څېړنیزو انسټیټیوټونو او د خوراکي موادو مارکیټونو ته تللي دي.  چین وايي چې دغه هېواد کې د کرونا پېښې خورا لږ دي.  خو په نوره نړۍ کې فرانسې تر ټولو د ډېرو تازه پېښو خبر ورکړی.دغه راز مکسیکو ویلي چې په بیړني ډول روسي واکسین تطبیقوي.  د روسیې سپوټنیک وي واکسین، د اګسټ په یوولسمه وروسته له دې د روسیې حکومت تایید کړ چې یوازې پر ګوته په شمېر کسانو وازمویل شو.  دوی وايي چې دا واکسین خوندي دی او په سلو کې ۹۱ اغېزمن دی. 

03.02.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د زندانیانو 'شکنجه او ربړونې' دوام لري ـ راپور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما وايي، د افغانستان په توقیف ځایونو کې د شکنجې کچه لوړه او د بندیانو حقوق له پامه غورځول شوي دي.

03.02.2021 امریکا غږ

کرونا: سعودي عرب بيا د پاکستان په ګډون د 20 هېوادونو څخه ورتګ معطل کړی

سعودي عرب د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د پاکستان په ګډون د 20 هېوادونو څخه دغه ملک ته د خلکو ورتګ په عارضي ډول معطل کړی دی.

03.02.2021 ډیوه

ارزګان کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم چاودنه شوې

نن سهار وختي په اروزګان ولايت کې د افغان ځواکونو پر يوه نظامي مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.

03.02.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more