ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ولادمیر پوتین: د جنګي جرمونو تورونه سیاسي څرګندونې دي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د سوریې پر حلب ښار د بمباریو له کبله روسیه د جنګي جرمونو له تورونو سره مخامخیدای شي.

13.10.2016 BBC

پاکستاني قاضي پيغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسيې د اپيل له اورېدو انکار کړی

اسلام اباد کې د سترې محکمې یوه قاضي د اسیه بي بي د اپیل/استيناف غوښتنې له اورېدو انکار کړی چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکومه ده.

13.10.2016 BBC

د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه باب دیلن وګټله

د ادبیاتو د ۲۰۱۶ کال نوبل جایزه امریکايي سندرغاړي باب دیلن ګټلې ده. نوموړي ته دغه جایزه 'امریکايي دودیزو سندرو کې د نویو شاعرانه احساساتو رامنځته کولو' له کبله ورکړل شوې ده.

13.10.2016 BBC

واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په هلمند کې روانې نا امنۍ ته په کتو سره وایي، په افغانستان کې اداري فساد د دې لامل شوی چې د حکومت وسله وال مخالفین دومره پياوړې شي.

13.10.2016 BBC

اسلام اباد کې یوه اسپانيوي دیپلومات "ځان وژلی"

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د اسپانیه یو دیپلومات په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د دغه ښار پولیسو بي بي سي ته ویلي چې له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دې دیپلومات خپله ځان وژلی دی.

13.10.2016 BBC

د فراه والي: طالبان د فراه ښار له څنډو په شا تمبول شوي

د فراه ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، نن سهار پنځه بجې وسله والو طالبانو د دریو خواوو څخه د فراه د ښار پر څنډو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت وروسته په شا تګ ته اړ شول.

13.10.2016 امریکا غږ

دارالامان ماڼۍ تاریخ او ارزښت او اوسنی وضعیت

د کابل ښار غربي څنډې ته تللي یو، چېرته چې پر یوې لویې غونډۍ د دارالامان تاریخي ودانۍپرته ده، ایا کله مو د دغې ودانۍ پر تاریخ او جوړښت فکر کړی؟

13.10.2016 ازادي راډیو

احمدزۍ:د صنعتي ښارگوټي جوړيدل به مو پانگوالو ته اعتبار لوړکړي

  افغان حکومت د غالیو د صنعت د ودې لپاره په افغانستان کې لوی صنعتي او د هستوگنې ښارګوټي جوړوي. د افغانستان حکومت او د غالیو د صنعتکارانو ټولنې په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې د غالیو د صنعت د ودې لپاره د لویو صنعتي او استوگنې ښارګوټو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. د افغانستان د غالیو د اوبدلو د ټولنې غړېاو په ختيځ زون کې د غالۍ اوبدونکو د ټولنې مشرې شریفې احمدزۍ اشنا راډيو ته وويل،د صنعتي ښا رگوټي په جوړيدو به د دوئ اعتبار لوړ، د غاليو صادرات ډير، داخلي او بهر نيو پانگوالو ته به د غاليو د صنعت په برخه کې د پانگونې لپاره لازمه زمينه برابره شي . ميرمن احمد زۍ زياته کړه دا مهال ٩٨٠٠ميرمنېله دوئ سره د غالۍ اوبدلو په کارو بار بوختې دي همدارنگه هغې له هيوادوالو وغوښتل د خپل وطن صنعت د ودی لپاره دی  بازار کې د خارجي فرشونو پر ځاې وطني قالينی واخلي تر څو ددوئ ستونزې حلې شي . نوشابې اشنا په ختيځ زون کې دغالۍ اوبدونکو د ټولنې له ريسې شريفې احمد زۍ سره مرکه کړی هغې په پيل دهغو کسانو د شميرې يادونه کړې چې له دوئ سره کارکوي :  

13.10.2016 امریکا غږ

د امریکا په جنګي کښتۍ د یمن څخه بیا برید شوی

د امریکا پوځ وايي چې د چهارشنبې په ورځ په سرې بحیرې کې په امریکايي کښتۍ یو اس اس میسن باندې د یمن څخه راکټ وار شوی دی.

13.10.2016 امریکا غږ

تېر کال بریتانیا کې په ريکارد په کچه ۵۱ زرو کسانو د پلاستیکي جراحۍ عملیات کړی.

یو شمېر کسان د خپلو څېرو د بدلولو او لا ښکلي کولو لپاره دا ډول عملیات کوي، خو ځیني بیا یوازې د دې په خاطر دا ستونزې پر ځان مني، چې غواړي په ټولنه کې له ځورول کېدو پرته اسوده ژوند وکړي.

12.10.2016 BBC

بریتانوۍ کلېر هالنګزاورت، لومړۍ خبریاله وه چې د دویمې نړېوالې جګړې د پېلېدو خبر یې ورکړ.

د دغې مهمې پېښه په اړه د خبر ورکولو سره سره یې د ختیځې اروپا له کډوالو سره هم مرسته کوله، چې د نازیانو له ظلم او استبداد نه وتښتي.

12.10.2016 BBC

افغانستان د لوږې ښکار هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري

د خوړو پالیسي نړیوال انسټیټیوټ نومې ادارې د هغو هېوادونو یو لست خپور کړی، چې اوسېدونکي یې له لوږې سره مخامخ دي. افغانستان په کې اتم ځای لري.

12.10.2016 BBC

کندهار کې عصري روغتون جوړیږي

دغه سوداګر لا له وړاندې یو روغتون جوړ کړی چې ګڼ خلک یې نورو هیوادونو ته له تګه ور ګرځولي. خو نوی روغتون به نورې ګڼې اسانتیاوې هم ولري.

12.10.2016 BBC

پلازمینه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي

پلازمینه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي. آریا احمدزۍ د پیښې د قربانیانو کور ته ورغلې او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی.

12.10.2016 BBC

پاکستان یو مشهور خبریال ممنوع الخروج اعلان کړی

پاکستاني چارواکي وايي له هغه خبریال څخه باید پوښتنې او پلټنې چټکې شي چې د چارواکو په خبره د پاکستان د ملي امنیت په اړه یې پر یوې غونډې "خیالي" مقاله لیکلې ده.

12.10.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more