ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د وسله والو یو برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي په جنوبي‌ وزیرستان کې وسله والو د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې برید کړی دی او څلور تنه یې وژلي دي.‌ د پوځ اعلامیه وايي‌ چې په متقابلو ډزو کې څلور بریدګر هم وژل شوي دي.‌ تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی. برید د جمعې په شپه فبروري‌۱۲ (سلواغه ۲۴) شوی دی. د پاکستان پوځ د پېښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو وايي‌ چې برید «افغان کرښې ته» نژدې شوی او دا ځای د پاکستاني طالبانو قوي‌ مرکز و. د پاکستان پوځ وايي‌ چې په پوځي‌ عملیاتو کې یې وزیرستان او ورڅېرمه سیمې یې له پاکستاني طالبانو پاکې کړي‌ دي.‌  د پاکستان پوځ وايي‌ چې په دغو عملیاتو کې «زرګونه ترهګر» وژل شوي او نورو یې مجبور شوي چې د افغانستان په نا امنه سرحدي سیمو کې ځانونه پټ کړي.‌ د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبان د القاعده په ملاتړ په افغانستان کې بېرته سره منظم شوي‌ دي. څه موده مخکې ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰او ۱۰۰۰۰ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰یې پاکستانیان دي. د دغه راپور له خپرولو روسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت هغه ادعا په کلکه رد کړې وه چې «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته له افغان خاورې څخه د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعا په ردولو سره ویلې چې د پاکستاني طالبانو لاسونه د افغانانو په وینو لړلي او دا یوه تروریستي ډله ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو کلونو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون د دغه ډلې یو شمېر نور مشران او غړي لکه محسود شهریار په افغانستان کې په هوايي بریدونو او جګړې کې وژل شوي دي. وزارت ویلي چې افغانستان په سیمه کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې او په دې برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ده. افغان حکومت پاکستان تورنوي‌ چې وسله وال طالبان یې ساتلي، روزنې ورکوي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.‌‌

12.02.2021 امریکا غږ

سپریم کورټ قاضي فائز عیسا د وزیراعظم اړوند دوسیو اوریدو څخه منعې کړی

پاکستان دسپريم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد دیادې محکمې یو بل جج قاضي فاٸز عيسا  دوزير اعظم عمران خان اړوند دوسیو اوریدو څخه منعې کړی اؤ خپله پرېکړه کې یې لیکلي چې قاضي فاٸز عيسي وزير اعظم سره شخړه لري

12.02.2021 ډیوه

پاکستان د تورخم پوله اوونۍ کې شپږ ورځې دخلکو تګ راتګ دپاره خلاصه کړه

تر دې وړاندې دا پوله دخلکو تګ راتګ دپاره اوونۍ کې دڅلور ورځو دپاره پرانستل کېده اؤ په دې څلورو ورځو کې به هره ورځ د شپږو نه واخله تر اووه زرؤ کسانو د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځه خپل تګ راتګ کولو.

12.02.2021 ډیوه

دقبائیلي ضلعو د سکولونو ودانۍ که د مرګ زانګوګانې ؟

د خېبر پښتونخوا قبائېلي ضلعو کې ګڼ شمېر سکولونه بنيادي اسانتياوي نه لري او ماشومان او استاذان يي په ډاګه ناست وي.

12.02.2021 ډیوه

دانش: طالبانو د خبرو پېلېدو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ مذاکرات د یو نسبي په ټپه ولاړ حالت سسره مخ دي.

12.02.2021 امریکا غږ

پاکستان کې شخصي څانګې ته دکرونا ضد ویکسین ترلاسه کولو اجازه،خو نرخ یې نه دی ټاکل شوی

دپاکستان مرکزى حکومت د هیواد شخصي څانګې ته د کرونا وایرس دمخنیوي د ویکسينو د درامد کولو اجازه ورکړې ده خو په مقامى مارکېټ کې یې ددې د خرڅولو لپاره نرخ نه دی ټاکلی.

12.02.2021 ډیوه

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۸ تنه نور کرونا نیولي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د۲۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او درې کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

12.02.2021 امریکا غږ

اروپايي ټولنه: له افغانستانه د سرتیرو وتل دې د شرایطو په اساس وي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی را کم کړي.

12.02.2021 امریکا غږ

په افغانستان کې د يوناما پينځه افغان ساتونکي وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) ويلي د کابل په سروبۍ ولسوالۍ کې د يوناما په کاروان بريد کې پينځه افغان ساتونکي وژل شوي دي.

12.02.2021 ډیوه

اشرف غني: د افغان ورزشکارانو اتلولۍ د ځان لپاره مثال وګرځوي

د ازادو سیالیو افغان اتل احمد ولي هوتک خپل برازیلی سیال لیونارډو باربوسا ته ماتې ورکړه.

12.02.2021 امریکا غږ

جنوبي وزیرستان: په نښته کې څلور پاکستاني پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو او پوځ په نښته کې څلور پاکستاني پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي دي.

12.02.2021 ډیوه

د امریکا سفارت افغان چارواکو ته: 'اداري فساد ته د پای ټکی کېږدئ'

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په دغه هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې د جدي مبارزې ترڅنګ له افغان چارواکو څخه غوښتي چې په یاد هیواد کې د اداري فساد مخه ونیسي.

12.02.2021 امریکا غږ

جوبايډن د شي جين پينګ سره په څو موضوعاتو اندېښنې شريکې کړي

د امریکې صدر جوبايډن د چين د صدر شي جين پينګ سره په ټيليفون خبرې کړی او په څو موضوعاتو یې ورسره اندېښنې شريکې کړي دي، دا د بايډن د صدر جوړېدو وروسته د چین د صدر سره لومړۍ ټيليفوني خبرې شوي دي.

12.02.2021 ډیوه

پېښور کې احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی

د پېښور په په بډه بېره سيمه کې يو احمدي ډاکټر په ډزو وژل شوی دی، پوليس وايي په احمدي ډاکټر ډزې کوونکی تن يې نيولی دی.

12.02.2021 ډیوه

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې روان تاوتریخوالی وغنده

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د بمونو د ایښودلو لړۍ، هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي. 

11.02.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more