پاکستان کې په کرونا وایرس نور ۵۸ کسان مړه شوي
سرکاري شمیرې ښایي د تیر یو شواروز په مهال پاکستان کې نورو ۱۲۶۲ کسانو ته کرونا وایرس ورپوری شوی اؤ ۵۸کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.
د رېډیو نړيواله ورځ: "رېډيو د قبایلي سيمو پښتانه د تيارو نه را ويستي"
د رېډيو په نړيواله ورځ پښتانه پوهان، سياستوال او عام خلک وايي، "پښتنې ټولنې ته اوس هم د رېډيو ټولنه ويل کيږي"، رېډيو " پښتون افغان ملت ته ډېر څه ورکړي د علم پوهې او د ژوند په ټولو اړخونو يې خبر کړي دي، او رېډيو په ځانګړي ډول "د قبايلي سيمو پښتانه د تيارو نه راويستي دي".
پاکستان وايي، د اېف اې ټي اېف ډېر شرطونه يې پوره کړي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي د څار ادارې اېف اې ټي اېف شرطونه يي تر ډيره حده پوره کړي او په پاتې نورو کار روان دی.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې ۱۲ پولیس ټپيان کړي
امنیتي چارواکي وايي، نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي له کبله ۷ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
پي ډي اېم اې: پښتونخوا کې د زلزلې نه د تاوان کوم خبر نه دی ترلاسه شوی
په تاجکستان کې تيره شپه د راغلې زلزلې زورورې جړقونه چې د پاکستان ترڅنګ په هند کې محسوس کړی شوي د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام ادارې ویلي تراوسه پورې ورته د زلزلې له امله د کوم تاوان خبر نه دی ترلاسه شوی.
د مواخذې په مقدمه کې د پخواني صدر ټرمپ وکیلانو د هغه په دفاع کې دلایل سر ته ورسول
د پخواني صدر وکیلانو د سېنټ مقدمې ته وویل چې د ډانلډ ټرمپ دا حق لرلو چې د نومبر په میاشت کې د صدارتي انتخاب په نتیجه یې اعتراض کړی وی او د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د حملې نه وړاندې په واشنګټن کې خپلو پلویانو د ټرمپ تقریر راپارونکی نه و
چین د ملک دننه د بي بي سي په نشریاتو پابندي ولګوله
د بي بي سي په اړه د چین د دغه ګام نه یوه هفته وړاندې د نشریاتي ادارو د سرپرستۍ د برطانيي محکمي افس اف کمیونېکېشنز د چین د حکومت ټېلې وژن سټېشن ګلوبل ټېلې وژن نېټ ورک لایسنس یا اجازت نامه منسوخه کړه
عليمه بي بي وايي د کور سړي یې بې درکه دي او فکر کوي چې که مړه شوه نو څوک به یې ښخوي ؟
د سېنټ د یو شمېر غړو په قول د کال ۲۰۱۸ د اګست په میاشت کې د بې درکه کسانو د کمېشن مشر پخواني جج جاوېد اقبال د سېنټ د انساني حقونو کمېټۍ ته وویل چې د پوځ ۱۵۳ افسران د خلکو د بې درکه کېدو ذمه وار موندل شوي دي
نزدې اتلس کاله پس کوربه پاکستان د سویلي افریقې پرضد د ټیسټ مقابلو ټورنامنټ ګټلی
د پاکستان په خاوره د کرکټ نړیوالې سیالۍ هغه وخت وځنډیدې کله چې کال ۲۰۰۹ مارچ په میاشته کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې په بس د لاهور قذافي میدان سره نزدې د وسله والو لخوه ډزې اوشوې او ددغې ورستو پاکستان ته د نړیوال کرکټ لوبغاړو تګ بند شو
سويلي افریقي ۱۸ کاله پس د پاکستان دوره وکړه
د پاکستان په خاوره د کرکټ نړیوالې سیالۍ هغه وخت وځنډیدې کله چې کال ۲۰۰۹ مارچ په میاشته کې د سري لنکا کرکټ لوبډلې په بس د لاهور قذافي میدان سره نزدې د وسله والو لخوه ډزې اوشوې او ددغې ورستو پاکستان ته د نړیوال کرکټ لوبغاړو تګ بند شو
هندوستان د سوشل میډیا کمپنو ته ویلي د مقامي قوانینو پابندي دې کوي
د هندوستان د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزیر روي شنکر پراساد د زیارت، پنچشنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل چې که چېرې سوشل میډیا د هغه په قول د جعلي خبرونو دپاره په غلطه توګه استعمالېږي نو حکومت به ګام اخلي
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
د ټرمپ مدافع وکیلان د استیضاح محکمې ته دفاعیه وړاندې کوي
د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ مدافع وکیلان وايي دوی به په یوه ورځ کې د امریکا په سنا کې د استیضاح محکمې ته د خپل موکل دفاعیه وړاندې کړي.