ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې د نهو هېوادونو د استخباراتي چارواکو غونډه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست روانه اونۍ په کابل کې "له تروریزم سره د سیمه‌ییزې مبارزې" د دوه ورځنی کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی.

18.02.2021 امریکا غږ

افغان صدر اشرف غني: تاوتریخوالی او جګړه د حل لار نه ده

ولسمشر غني زیاته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره د دغه هېواد ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې او د تاوتریخوالي لوړه کچه د جمهوریت د حقانیت ښکارندويي کوي"

18.02.2021 ډیوه

افغانستان کې کروناویروس؛ یوه اونۍ کې ۱۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تیره یوه اونۍ کې د کروناویروس ۹زره او ۷۸۲ مشکوک سمپلونه په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې ارزول شوي چې ۱۰۲ یې مثبت وو.

18.02.2021 امریکا غږ

پاکستان: په کال 2020 کې ان لاين ځورونې 70 فيصده سېوا شوي دي، ډيجيټل رايټس

پاکستان کې د انټرنيټ او سوشل مېډيا د کارونکو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډېجټل رايټس فاونډېشن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېر کال د کرونا وبا په مهال د ټول بنديز په ورځو کې د ان لاين ځورونې 70 فيصده زيات شکایتونه رپورټ شوي دي.

18.02.2021 ډیوه

افغانستان له زمبابوی سره د ټیسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

د زمبابورې پر وړاندې د ټسټ لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو. په پام کې ده چې په راروانې مارچ میاشتې کې افغانستان او زمبابوې په اماراتو کې دوه ټسټ لوبې وکړي.

18.02.2021 امریکا غږ

پاکستان کې کرونا وایرس نور 52 تنه مړه کړي

په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 52 تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وایرس له امله د مړو ټوله شمېره 12زره488 ته رسېدلې ده.

18.02.2021 ډیوه

غني: پر طالبانو او ملاتړو یې زیاتو سیمه‌ییزو او نړیوالو فشارونو ته اړتیا ده

غني وايي چې د تلپاتې سولې لپاره د دغه هېواد ملي اجماع اوس په نړیوالې اجماع او فعالې دیپلوماسۍ باندې بدله شوې او د تاوتریخوالي لوړه کچه د "جمهوریت د حقانیت" ښکارندويي کوي.

18.02.2021 امریکا غږ

​​​​​​​په کورنیو کې د سالمو بوختیاوو ګټې

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کېږي چې ایا تاسې په کور کې سالمه بوختیا لرئ؟ ولې ځېنې خلک سره له دې چې بې‌کاره هم دي، خو په کور کې سالم مصروفيت نه‌لري؟ په کورنیو کې د سالم مصروفیت اقتصادي او روانې ګټې څه کېدای شي؟ نن همدا موضوع راسپړو چې راپور، د خلکو نظرونه او په پای کې د یو تن اقتصادي شنونکي سره مرکه هم شته. دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوره کړې او د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

18.02.2021 ازادي راډیو

غني او بلینکن د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو باندې غږېدلي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې محمداشرف غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې پروسې او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه ټیلفیوني خبرې کړې دي.

18.02.2021 امریکا غږ

اشرف غني او انتوني بلينکن د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په پروسه خبرې کړي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره "د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان سولې پروسې او په یاده پروسه کې د دواړو هیوادونو د لازیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې " کړي دي.

18.02.2021 ډیوه

دفاع وزارت: کندز کې ۲۴ کسان د طالبانو له زندان څخه وژغورل شول

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په کندز کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ کسان د طالبانو له زندان څخه ژغورل شوي دي.

18.02.2021 امریکا غږ

د مسلم ليګ ن سېنېټر مشاهدالله خان په حق رسېدلی

د مسلم ليګ ن ګوند سېنېټر مشاهد الله خان د 68 کالو په عمر کې په حق رسېدلی دی، مسلم ليګ ن ګوند د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی.

18.02.2021 ډیوه

سيند هايکورټ به د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه کوي، پينځه بندي خوشي شوي

د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزير د ضمانت دپاره خواست سيند هايکورټ ته وړاندې کړی شوی او عدالت يې د اورېدنې دپاره د 25 فرورۍ نېټه ټاکلې ده. بل لور ته د پي ټي اېم پينځه بنديوان غړي خوشي کړی شوي دي.

18.02.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

17.02.2021 امریکا غږ

څېړونکي: د پي ټي اېم او د کشمير په اړه پاکستان دوه مخې سوشل میډیا پالېسي لري

د ټویټر سمه ایزه مشره جارج سلاما چي د پارلیمانې کمیټې په غونډه کې  د ویډویې لینک د لارې ګډون کړې و، دغه تورونه رد کړې او ویلی چې ټویټر د هر کس غږ رابرسیره کولو، دوې د آزادې او اقلیتونو غږ او د رای د څرګندونې ملاتړ کوي

17.02.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more